نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: 'اوس به ولیدل شي طالبان پوځي لار غوره کوي او که سیاسي'
ولسمشر غني وايي، له هېواده د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتنې د نېټې له اعلانېدو سره سم به اوس ولیدل شي چې طالبان د جګړې د پای لپاره سیاسي لاره غوره کوي او که نظامي!
ښاغلي غني د نظامي ګنجوي د نړۍوال مرکز په انلاین غونډه کې په خپله وینا کې زیاته کړه چې، افغان حکومت د ترکیې غونډې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
ولسمشر همداراز څرګنده کړه، که چېرې جګړه زور واخلي؛ نو د ۳۵۰ زره نظامیانو تر څنګ، خلک هم مسلح دي او له افغانستانه د دفاع لپاره چمتو دي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، سالم حسني
د نړیوالو چارو شنوونکی، محب الله شریف
د ګلف په پوهنتون کې د نړیوالو انکشافي مسایلو اوبیزو سرچینو څېړونکی، ډاکټر یار محمد تره کی