نن سهار د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا د کارکوونکو پر موټر ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزی وایي، نن سهار د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا د کارکوونکو کاسټر موټر چې پنجشیر خواته روان و، د کابل ـ پروان پر لویه لار د کابل په کلکان ولسوالۍ کې په نښه شو، چې په پایله کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
خو د پېښې شاهدان وایي، چې په پېښه کې یو کس وژل شوی او لس تنه نور بیا ټپیان دي.
هغه د دې پېښې په تړاو نور جزییات نهدي شریک کړي.
د طالبانو په ګډون لاتراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نهدی اخېستی.