۵۵ کلن بشار الاسد به، د اوو نورو کلونو لپاره د سوریې ولسمشر وي. اسد له ۲۰۰۰ کال راهیسې، پر سوریې حکومت کوي.
د سوریې د ولسمشرۍ ټاکنو، د چهارشنبې د ورځې پایلې ښيي، چې اوسنی ولسمشر بشار الاسد، د ۹۵.۱ سلنه رایو په ګټلو سره، د څلورم ځل لپاره د ټاکنو ګټونکی شو.
خو د سوریې د حکومت مخالفین دا ټاکنې، "نمایشي" او "د خندا وړ" بولي.
د سوریې د مجلس مشر وایي، د رایې اچونې په شرایطو د برابرو اتلس میلیونه خلکو له منځه، څلور میلیونه کسانو، د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې دي.
د سوریې د مجلس مشر حموده صباغ وویل: »هغسې چې لومړني نوماند، بشرالاسد د حافظ اسد زوی، تر ټولو ډېرې، ۹۵ اعشاریه یو سلنه رایې ګټلې دي، نو زه خوشاله یم او ویاړم، چې هغه (بشار الاسد) د سوریې د ولسمشر په توګه ګټونکی اعلانوم.»
د سوریې ولسمشرۍ ټاکنو کې، د بشار الاسد یوه سیال، محمود مرعي، څه باندې ۴۷۰ زره رایې ګټلي، چې د ټولو رایو ۳.۳ سلنه جوړېږي.
بل نوماند، عبدالله سلوم عبدالله، یوازې ۲۱۳ زره رایې ګټلې دي.
بل خوا، سوریه کې د "مبارزینو" او "یاغیانو" تر ولکې لاندې سیمو کې ټاکنې نه دي ترسره شوي.
سوریه کې د ترسره شویو ټاکنو په هکله، یوه سوریایي محمد الحمایسي وویل: »نن ولسمشر بشارالاسد نړۍ ته وښوده، چې هغه د یوې ونې په څېر دی، څانګې یې هره خوا خپرې دي. نن د بریا ورځ ده. موږ د خپل هېواد دفاع کې بریالي یوو. موږ به په تېر کې حکومت سره په ډزو مرسته کوله، خو دا وار مو صندقونو کې رایې واچولې.»
د بشرالاسد مخالفین او د لوېدیځ ځینې هېوادونه وایي، دا ټاکنې خندونکې وې او عادلانه نه وې.
۵۵ کلن بشرالاسد به د اوو نورو کلونو لپاره، د سوریې ولسمشر وي. دی، له ۲۰۰۰ کال راهیسې، پر سوریې واکمن دی.
په دې اړه مو اندونه