که څه هم ملي دفاع وزارت، دولتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې او د طالبانو لاسته د ځینو ولسوالیو د مرکزونو د لوېدو په هکله څه نه وايي، خو دا وایي چې تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو ته ګڼه مرګژوبله اوښتې ده.
ولسي جرګه کې د تخار او سرپل ولایت ځینې استازي وايي، د هېواد شمال کې ناامنۍ ته اندېښمن دي او زیاتوي، چې د تخار اشکمش او د سرپل سوزمهقلعه ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
له بادغېس ولایته رارسېدلی رپوټ هم وایي، چې جګړه د قلعهنو ښار ته رسېدلی او سیمهییز چارواکي وایي، د طالبانو بریدونو ته ځواب ویلو لپاره مرستندوی ځواکونو ته اړتیا ده.
که څه هم ملي دفاع وزارت، دولتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې او د طالبانو لاسته د ځینو ولسوالیو د مرکزونو د لوېدو په هکله څه نه وايي، خو دا وایي چې تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو ته ګڼه مرګژوبله اوښتې ده.
د ولسي جرګې یوه غړي امېرمحمد خاکسار ویلي:« ورسج ولسوالۍ، بیا فرخار، بیا چاهاب او بالاخره نن اشکمش ولسوالي سقوط شوه او پر بنګي ولسوالۍ هم طالبانو بریدونه کړي دي.»
د تخار د والي ویاند حامد مبارز ویلي:«دغې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو طالبانو سره کلک مقاومت کوي، هوایي ځواکونه هم د طالبانو مرکزونه په نښه کوي.»
د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا، سرپل کې جګړه له ولسوالیو د سرپل ښار ته رسېدلې. وکیلان ټینګار کوي، چې ۲۰۹ شاهین قول اردو له سیمهییزو ځواکونو ملاتړ نه کوي او مرکزي حکومت هم بېغوره دی، نو ځکه طالبان پر ولسوالیو ولکه ټینګوي.
خو شاهین قول اردو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مرستندوی ځواکونه سرپل ته رسېدلي او یوه سیمه به هم د طالبانو لاس ته ور نه شي.
د ولسي جرګې یوه غړي سید حیاتالله عالمي ویلي:«ښار به هم سقوط وکړي. د دوو ورځو راهیسې سوزمهقلعه ولسوالۍ کې جګړه روانه وه، یوازې د ولسوالۍ ودانۍ پاتې وه دوو پوستو سره او یو ساعت مخکې چې کوم معلومات رارسېدلي،
د ولسوالۍ ودانۍ هم سقوط شوه.»
بلخوا طالبانو د بدخشان او نیمروز ولایتونو پر ځينو سیمو هم بریدونه کړي دي.
د ولسي جرګې غړي حجتالله خردمند ویلي:«موږ د ارغنجخواه ولسوالۍ ډېرې سیمې له لاسه ورکړې دي، که مرکزي حکومت پاملرنه و نهکړي، ستونزه به جدي شي.»
د ولسي جرګې یوه بل غړي ګلاحمد نورزاد ویلي:«دوښمن پر خاشرود ولسوالۍ سخت بریدونه کړي چې د ولسوالۍ مرکز ولکه کړي.»
په همدې حال کې د پکتیا والي وایي، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
بل لوري، د لوګر خروار ولسوالۍ کې پوځیان وایي، نږدې میاشت وشوه، چې کلابند دي او مرکزي حکومت پاملرنه نه لري.
د ملي دفاع وزارت ځواب:
د دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي ویلي:«طالبانو ته ډېر تلفات، د فاریاب په پښتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې، د سرپل په سوزمهقلعه ولسوالۍ او اروزګان او بغلان ولایتونو کې اوښتي دي.»
خو طالبان د افغان پوځیانو هغه خبرې ردوي، چې ګنې دغې ډلې ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
له دې ټولو سره دفاع وزارت وایي، ډاډه دي، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې به د امنیتي ځواکونو ستونزو ته ورسېږي.
په دې اړه مو اندونه