د کابل پولیس وایي، ناپېژاندو وسله والو بېګاه ناوخته، د کابل پغمان کې، پینځه کسان په ډزو وژلي دي.
د کابل پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ۵ کسان د یوې کورنۍ غړي وو او له یوه واده خپل کور ته روان ول، چې ناپېژاندو وسله والو په نښه کړي دي.
پولیس وايي دا د طالبانو کار دی، خو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
پغمان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې وژل شویو کې یو پخوانی جهادي قوماندان غازي اوریاخېل هم دی.
د سرچینې په وینا، نور وژل شوي کسان د غازي اوریاخېل خپلوان دي.
په دې اړه مو اندونه