د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، پرون په بروکسل کې، یو په یو کتنې نه وروسته خوشال ول. که څه هم هغوی د دوو ملګرو هېوادونو په څېر، د روسیې د وسلو پر سر اختلاف، سوریې او لیبیا په هکله مسایلو کې د پرمختګ څه و نه ویل.
جوبایډن په بروکسل کې وویل:«موږ یوه مثبته او ګټوره کتنه لرله، تر ډېره یو په یو وه.»
بایډن زیاته کړه:«زموږ ډلې به بحثونو ته دوام ورکړي او زه ډاډه یم، چې ترکیه او امریکا به پام وړ پرمختګ وکړي.»
اردوغان هم ویلي، چې بایډن سره یې کتنه "ګټوره او رښتینې" وه.
اردوغان وویل: «موږ فکر کوو، چې د امریکا او ترکیې ترمنځ یوه موضوع هم لا نه ده حل شوې، خو د همکاریو زمینې تر ستونزو لویو او ښې دي.»
له دې سره، چې د بایډن او اردوغان ژبه د هیلهمندۍ وه، خو یوه هم د اړیکو ښهوالي په هکله داسې څه و نه ویل، چې د ناټو د ملګرو ترمنځ ستونزې راکمې کړي.
ترکیه چې د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ دویم لوی پوځ لري، له روسیې د توغندیو پېرلو او د سوریې او لیبیا کورنیو جګړو کې د لاسوهنې لهکبله ورته، د لوېديځ پوځي اتحاد غوسه دی.