د رویټرز خبري اژانس د پاکستان د ګمرک چارواکو په حواله رپوټ کې ویلي، چې کندهار کې د چمن – سپین بولدک بندر بېرته خلاص شو، داسې حال کې چې د سپینبولدک ولسوالي اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې ده.
د رویټرز رپوټ کې راغلي، پاکستان هغو څه باندې سلو باروړونکو موټرو ته، افغانستان ته د اوښتو د اجازه ورکړه، چې سوداګریز توکي پهکې بار دي.
د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه کې د سپینبولدک بندر تړل شوی وو.
په چمن کې یوه پاکستاني چارواکي عارف کاکړ ویلي:« پاکستان نن په چمن کې افغانستان سره خپل بندر خلاص کړ او افغانستان ته ترانزیت چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې بند وو، نن بېرته پیل شو.»
کاکړ ویلي، چې دا بندر به په اوونۍ کې شپږ ورځې خلاص وي.
د افغانستان ماليې وزارت وړمه ورځ ویلي و، چې د افغانستان حکومت په تېرو څلورو اوونیو کې څه باندې دوه اعشاریه اوه میلیارده افغانۍ عواید له دې کبله له لاسه ورکړي، چې ځینې ګمرکونه د طالبانو په ولکه کې دي.
تېره شاوخوا یوه میاشت کې، طالبانو په هرات کې اسلامکلا، فراه کې د ابونصر فراهي، کندهار کې د سپینبولدک، تخار کې د ايخانم، پکتیا کې د ډنډپټان او په کندوز کې د شېرخان په بندر ولکه ټینګه کړې ده.
افغان مالیې وزارت ویلي، چې حکومت پر دغو ګمرکونو "هېڅ کنټرول" نهلري.
د خصوصي سکټور استازو ویلي، چې د طالبانو لاس ته د ګمرکونو ورتلو لهکبله د سوداګرو پر کاروبار منفي اغېز شوی دی.
سوداګرو او پانګهوالو وړاندیز کړی، چې حکومت دې عایداتي ځایونه بېرته کنټرول کړي، چې د نورو تاوانونو مخنیوی وشي.