په ننګرهار کې د یوې کورنۍ دوه تنه غړي چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره پاکستان ته په قاچاقي توګه تلل، له غره څخه د ښویېدو له امله مړه شوي دي.
دوی وايي چې له ډېرو هڅو وروسته د تورخم له لارې د تګ اجازه ورنه کړل شوه او هغوی اړ شول چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره په قاچاقي توګه پاکستان ته ولاړ شي.
د دغې کورنۍ غړي وايي چې د لارې په اوږدو کې د پاکستان د کرمې ایجنسۍ کې ۱۱ کلنه نجلۍ او ۱۷ کلن ځوان له غره ښویېدلي او مړه شوي دي.
د مړ شوي ځوان پلار پير ګل شریفي وايي:«زوی او خوریی مې له دوو میاشتو راهیسې ناروغان وو، موږ ډېره هڅه وکړه چې د تورخم له لارې او یا هم د سپین بولدک له لارې ولاړ شوو، خو ونه توانېدو. اړ شو چې د قاچاق له لارې ولاړ شو.»
د مړو شویو کورنیو خپلوان لاهور خان هم څرګندوي:«بالاخره دوی اړ شول چې له دغې لارې چې ۱۲ تر ۱۳ ساعتونو اوږده لري ولاړ شي.»
د پچیراګام ولسوالۍ ځایي خلک وایي، نه یوازې دا چې د ناروغانو پرمخ لارې بندي دي بلکې، دوی هغې غاړې ته خپلوۍ هم لري چې کلونه وشول اغزن تار یې د خپلوۍ اړیکې پرې کړي دي.
قومي مشر محمد ایوب وویل:«په افغانستان کې د روسانو له ماتې څلوېښت کاله کېږي چې موږ په پاکستان کې ژوند کوو. له دواړو هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانانو پر مخ د تګ او راتګ لار پرانیزي چې نور زموږ ځوانان شهیدان نه شي.»
د یادونې ده چې پاکستان حکومت څو ځلې د سپین بولدک او تورخم لارې د خلاصون په اړه ویلي، خو لا یې هم عملي اقدام نه دی کړی.
په دې اړه مو اندونه