د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ ۱۰ نېټه
د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان د اعتبار ورکړې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او میانمار د څوکیو په تړاو په ملګرو ملتون وسازمان کې غونډه جګړه کړه.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، اسلامي امارت په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه معرفي کړ. هغه مهال دا وړاندیز د ملګرو ملتونو سازمان له خوا رد کړل شو او ټاکل شوه چې په دې هکله د ملګرو ملتونو سازمان د اعتبار ورکړې کمېټه پرېکړه وکړي.
په دې اړه مو اندونه