هوايي دهلیزونه چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد یو له غوره لارو ګڼل کېږي؛ په وروستیو کې یې پروازونه کم شوي او دې چارې د صادراتو په برخه کې یو لړ ننګونې راټوکولي چې ورسره هممهاله دا بهیر هم ټکنی شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، اوس یوازې چین ته د هوايي دهلیزونو له لارې الوتنې کېږي.
ورته مهال، یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي چې د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې ورته زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د سوداګرۍ مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د سوداګرۍ او پانګهونې خونې تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو تر دې دمه څه هیلې نهشته.»
تر دې مخکې د هوايي دهلیزونو الوتنې له کابل، کندهار، بلخ او هرات هوايي ډګرونو تر سره کېدې او دې چارې بهر ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه کړی و.
د زلمي عظیمي په نوم یو سوداګر په دې اړه وايي: «په تېر حکومت کې هوايي دهلېز فعال و او له دې لارې ډېری توکي لېږدول شوي. هغه وخت سبسایډي هم وه.»
د سوداګرۍ او پانګهونې خونه وايي، دمګړۍ یوازې چین ته هوايي دهلیز فعال دی چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له همدې لارې دې هېواد ته لېږدول شوي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پنځوو کلونو کې د ۱۸۰۰ پروازونو له لارې د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي هند، متحده عربي اماراتو، چین، روسیې او د بریټانیې، فرانسې او جرمني په ګډون ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوې دي.
په دې اړه مو اندونه