د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا تر سره شوه. له دې غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې د ښځو د حجاب مراعتولو په اړه د اسلامي امارت پر وروستي فرمان نیوکې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې باربارا ووډوارډ وویل: «امنیت شورا د طالبانو وروستی فرمان چې نجونو او ښځو ته پهکې ویل شوي چې خپل ټول ځان پټ کړي او همداراز یې بهر ته له تلو منعه کړي؛ غندي. په تېرو شلو کلونو کې افغان ښځو ښې لاستهراوړنې درلودې. نږدې ۳ نیم مېلیونه نجونې ښوونځيو ته تللې. ښځو په لوړو دولتي پوسټونو کې کار کاوه، خو اوس طالبان د دې لاستهراوړنو د لمنځه وړلو په لټه کې دي.»
همداراز، په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې وايي، پر افغان ښځو دا ډول محدودیتونو لګول له روان بحرانه د وتلو لپاره د اوسني حکومت د بېوسۍ ښکارندويي کوي.
په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې باربارا ووډوارډ زیاتوي: «طالبان غواړي چې ښځې له عمومي ژونده حذف کړي. اسلام د نجونو او ښځو پر حقونو ټینګار کړی دی. که چېرې طالبان خپله دا پالیسي پلې کړي؛ له افغان ولس سربېره به نړیواله ټولنه هم د هغوی حکومت ته درناوی و نهکړي.»
ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازی تیرني همیبرک وايي: «د طالبانو کړنلاره د اقتصادي ستونزو د حل پر ځای پر نجونو او ښځو د محدودیتونو پر لګولو ورټوله ده. له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي؛ ښځې له کار او زده کړو او همداراز روغتیايي خدمتونو محرومې شوي او دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین ته په سمه توګه رسېدنه و نهشي.»
د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي وايي: «که د افغانانو د برخلیک په اړه یې په رښتیا مسوولانه خبرې کولې؛ بیا اړتیا نه وه چې دروازې بندې کړي. د دې پر ځای یې باید د رسنیو په مخ کې خبرې کړې وای چې په دې غونډه کې څه خبرې کېږي، څو نړۍ او افغانان ترې خبر شوي وای.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ویلي، د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د زدهکړو او کار په ګډون د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دي.
په دې اړه مو اندونه