د طلوع نیوز مخکینۍ خبریاله انیسه شهید د ژونالیستانو د نړۍوال مرکز له لوري د «نایټ» یا زړه ورې خبریالې د جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
انیسه شهید له څه باندې یوې لسیزې راهیسې پر خبریالۍ بوخته ده او په دې موده کې یې د مهمو او له ګواښونو د ډکو پېښو په تړاو رپوټونه چمتو کړي دي.
هغه وايي:«زه په داسې وضعیت کې جایزه اخلم چې درد لرم، د دې پر ځای چې خوشحاله واوسم، زما لپاره هغه وخت د خوښۍ ځای و چې جایزه مې د همکارانو ترڅنګ وم او ترلاسه کړې وای، د بیان ازادي شتون درلود، پر رسنیو محدودیت نه وی او ښځو کولای شوی د مخ له پټولو پرته خپرونه وچلوي.»
مېرمن شهید هغه خبریاله ده چې تر دې وړاندې یې د بیان د آزادۍ د کور جایزه د بیان د آزادۍ د څېرې په نوم جایزه او د ۱۴۰۰ کال د غوره خبریالې جایزه او ځينې نورې بېلابېلې جایزې هم ګټلې دي.
سمیع مهدي له هغو خبریالانو څخه دی چې له دې مخکې یې هم بېلابېلې جایزې ګټلې دي چې د بیان ازادۍ جایزه هم په کې شاملېږي.
خبریاله بهشته شاهین وايي:«د انیسې شهید له خوا د نایت یا د نړۍوال زړور خبریال کلنۍ جایزې ګټل یوه ډېره ستره لاسته راوړنه ده، په ځانګړې توګه د هغو رسنیو او ښځو لپاره چې په افغانستان کې کار کوي او په افغانستان د بیان ازادۍ بیرغ یې رپانده ساتي، ډېر ښه ګام دی.»
دا په داسې حال کې ده،چې د ټایم امریکایۍ مجلې په خپلې تر ټولو تازه ارزونه کې د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش د ۲۰۲۲ کال یوه له اغېزناکو څېرو معرفي کړې ده. هغه د هغه څه له امله چې په اعتراضونو کې ګډون او د بشري حقونو په برخه کې فعالیت بلل کېږي، د روان زیږدیز کال یوه له سلو اغېزناکو څېرو پېژندل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه