د ایران په ختیځ کې له پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن سهار (چهارشنبې) د طبس - یزد په لار رامنځته شوه او درې واګونه یې له پټلۍ څخه ووتل.
د اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوت ورکړی دی چې دغه اورګاډي ۳۵۰ مسافر لرل، د مرګ ژوبلې د زیاتوالي احتمال شته.
د طبس ښار د ایران پلازمنې د تهران په ۵۵۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري.
بل لور ته د ژغورنې ډلې هم له چورلکو او امبولانسونو سره سیمې ته رسېدلي او د پېښې له سیمې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د ژغورنې ډلې د ټپيانو په درملنې بوختې دي.
ایراني چارواکو د ځينو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د دغې پېښې په هکله څېړنې پیل شوې دي. ځينې رپوټه رسوي چې دغه پېښه له سکواټور سره اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه