په پلازمېنې کابل کې د هوا له تودېدو سره جوت د یو شمېر روغتونونو مسوولان وايي، په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه ډېر شوی دی.
په کابل او ولایتونو کې د موسمي ناروغیو ډېرېدل غیرمعمولي خبره نهده؛ ښاریان تل په ګرمي موسم کې پر بېلابېلو ناروغیو له اخته کېدو شکایت کوي.
یو ناروغ حسیب پهدې اړه طلوعنیوز ته وایي: «په تېرو څلورو یا پنځه ورځو کې ګرمي ډېره شوې، زه یې هم ناروغ کړی یم.»
یو بل ناروغ زریالی وايي: «ګرمي ډېره شوې او زموږ استوګنیزه سیمه کې یوازې لومړنۍ درلمنه کوي، خو وروسته خپل ناروغان سترو روغتونونو ته راوړو.»
په کابل کې د روغتونونو مسوولان هم مني چې پهدې ورځو کې د دوی د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون د ډاکټرانو مشر محمد اقبال صادق وايي: «په تېرو درې ورځو کې ۲۰ یا ۳۰ سلنه ناروغان ډېر شوي.»
د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ډاکټرانو مشر نجیبالله نثار وايي: «هوا چې ورځ تر بلې تودېږي، د داخله نارغیو په تېره د اسهالاتو پېښې ډېرې شوي.»
روغتیاپالان د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره خلکو ته ځینې سپارښتنې هم لري.
یو ډاکټر سیفالرحمن وايي: «پهدې ورځو کې چې هوا توده شوې، خلک دې له مایعاتو په تېره له پاکو مایعاتو ګټه پورته کړي او ترکاري او میوې دې سمې پاکې ومینځي.»
د هوا پېژندنې اداره وايي، د تېرو کلونو پرتله په کابل کې هوا بدلون نهدی کړی.
د هوا پېژندنې ادارې رییس محمد نسیم مردادي وايي: «په شما، شمال لوېدیځ، سویل لوېدیځ، سویل او د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د هوا لوړه کچه ثبت شوې ده.»
د هوا پېژندنې ادارې په خبره، اقلیمي بدلون په ټوله نړۍ کې د حرارت درجه دوه درجې لوړه کړې او په کابل کې هم څه باندې څلوېښت درجې د هوا حالت اټکل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه