د دفاع وزارت سرپرست نن (جمعه) د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۳ کلیزې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، اسلامي امارت دا ورځ داسې مهال نمانځي چې افغانستان په رښتینې مانا خپلواک شوی دی.
نوموړی د دې مراسمو پر مهال چې په دفاع وزارت کې نیول شوي وو، زیاته کړه، اسلامي امارت په نظامي، سیاسي او اقتصادي برخو کې په هېڅ هېواد پورې نهدی تړلی او په وینا یې یو شمېر هېوادونه په بېلابېلو دلایلو غواړي چې خپلې غوښتنې پرې ومني.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي: «موږ او تاسو استقلال او ازادي او دا ۱۰۳مه کلیزه په داسې یوه حالت کې نمانځو چې په واقعي مانا افغانستان ازاد، خپلواک او مستقل دی.»
ښاغلی مجاهد زیاتوي له پوځي، سیاسي او اقتصادي پلوه پر چا تکیه نهلري او یو شمېر هېوادونه په بېلابېلو لاملونو غواړي چې د دوی غوښتنې ومنل شي. هغه وايي هره غوښتنه چې د دین او ملي ګټو خلاف وي نه منل کېږي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي: «موږ د خپلې عقیدې او خپلو ملي ګټو په خلاف د هیچا اوامر، فرمایشونه او غوښتنې نهشو منلای.»
د دفاع وزارت د دې مراسمو تر څنګ د کابل ولایت په مقام کې هم د خپلواکۍ ورځې د ورځې په پار مراسم تر نیول شوي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست حلیلالرحمن حقاني وايي: «د افغانستان په اسلامي، په جونګړه، په وطن، په حریم، په ناموس، په عنعناتو، په کلچر، هېچا ته موږ اجازه نه ورکوو. الحمد لله په ټول تاریخ کې پهدې باندې چا معامله نهده کړې او نه یې کوو او نه یې ورکوو.»
دیني عالم حیاتالله ظفر وايي: «خپلواکي نه ساتل کېږي، خو تر څو چې مسلمانان یووالي او نږدې والي، وروالي ته لا نږدې نهشي.»
د دې غونډې ګډونوال په یوه اعلامیه کې وايي، اوسنی نظام اسلامي دی او ژمنه کوي چې د تېرو سلو کلونو ټول ارزښتونه خوندي کړي.
په دې اړه مو اندونه