په کندهار کې د شیخ زاید په نوم د یتیمانو د روزني او پالني دغه روزنتون چې د یوې عربي موسسې په مالي لګښت له تېرو شلو کلونو راهیسي فعالیت کوي، خو په بانکونو کې د محدودیت او بودیجې د نه لېږد له امله يې تدریسي چاری ځنډېدلې وې چې د طلوع نیوز د خبر له خپرېدو سره سم بېرته د یتیمو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
د شیخ زاید روزنتون مشر محمد برات حسن خېل وايي:«له رسنیو مننه کوو چې د یتیمو ماشومانو غږ یې په پراخه بڼه انعکاس کړ الحمدالله روزنتون بېرته په دایمي توګه په فعالیت پیل وکړ.»
یو له زده کوونکو نور الله هم وویل:«د الله شکر دی چې زموږ ښوونځی بېرته پيل شو، پخوا به که دغه ښوونځی تړل کېده چې یو ځل بند شوی و په نورو ځایونو کې ګرځېدل.»
د دې روزنتون یتیم زده کوونکي له اسلامي امارت او ملي سوداګرو څخه غواړي تر څو هغه خیریه پروژو کارونو ته دوام ورکړي چې د بانکي محدودیتونو له امله يې کارونه ځنډېږي.
د هیېواد په کچه دغه روزنتون چې چاري یې د عربي امارتو د یوې خیریه موسیسې په مالي لګښت پر مخ وړل کېږي شاوخوا ۱۱۰۰ تنه زده کوونکي لري او هر کال ۷۰۰ زره ډالر د یتیمانو پر زده کړو او پالنه لګوي.
په دې اړه مو اندونه