په هېواد کې د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته، په روزګان ولایت کې کروندګرو په لومړي ځل کونځلې کرلي دي.
عید محمد او د دې ولایت یو شمېر نور کروندګر وايي، هیله لري چې سږ کال د کونځلو ښه حاصل تر لاسه کړي.
عید محمد چې په ترینکوټ کې یې پر اووه جریبه کرنیزه ځمکه کونځلې کرلي وايي: «ما کې کرلي، دومره مې روزلي نهدي، خو حاصل یې ډېر سم کړی دی.»
کروندګر له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې له دې بوټي د لا ښه حاصلاتو تر لاسه کولو په پار دې دوی ته روزنه او د بازار موندې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
یو کروندګر وليداد وايي: «کله چې تریاک بند شول، موږ دې کښت ته مخه کړه، موږ د حکومت مقابل کې نه درېږو او د کونځلو کښت کوو.»
یو بل کروندګر جانان وايي: «حاصلاتو ته بازار راپیدا کړي او موږ ته عامه پوهاوی وکړي.»
اخوا د کرني ریاست مسوولان او همداراز د کرنیزو توکو یو شمېر کارپوهان وایي، د کنجدو کرکیله په ارزګان کې د کروندګرو لپاره یوه نوې او تازه تجربه ده چې به دودولو سره به یې د کروندګر پر اقتصادي وده مثبت اغېز وکړي.
د مسوولانو په خبره، هڅه کوي چې د کروندګرو حاصلاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.
د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر قدرت الله حمیدي وايي: «موږ د هر کال د کونځلو لپاره د وزارت په کچه لازم پلان لرو چې هر ولایت خپله سهمیه لري او هر ولایت ته خپله سهمیه په پلان کې نیول کېږي.»
د روزګان پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس عبدالشکور کریمي وايي: «پهدې لحاظ سره دلته په روزګان ولایت کې یې کرنه ډېره زیاته شوې او دا بازار ته په ډېرې اسانۍ سره وړاندې کېږي او اوس یوه ښه بیه هم لري.»
د مسوولانو په خبره په روزګان ولایت کې ۸۵ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپل ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه