په خوست کې ځينې سوداګر د دغه ولایت د جلغوزو صادراتو ته د زمینې د برابرولو غوښتنه کوي.
دوی وايي چې د جلغوزو د تېر کال حاصلات له پلوره لوېدلي دي او که چېرې په روان کال کې ننګونې له مخې لرې نه کړل شي، سخت به زیانمن شي.
د جلغوزو سوداګر کشمیر وايي:«موږ له اسلامي امارته او پاکستانه غواړو چې د خدای په لحاظ ژر تر ژره لار پرانیزئ چې ټول خلک له ستونزو سره مخ دي.»
د جلغوزو بل سوداګر بوستان هم وویل:«ستونزې دا دي چې پاکستاني موټر تر مزارشریف او حیرتان پورې تګ راتګ کوي خو زموږ موټرو ته وزیرستاني سوداګر اجازه نه ورکوي چې تګ راتګ وکړي.»
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست وایي، په نږدې ورځو کې به شته ستونزې هوارې شي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس شبیراحمد عثماني څرګندوي:«اسلامي امارت بې تفاوته ناست نه دی او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي.»
د جلغوزو افغان سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې په چین او پاکستان سربېره دې له ځینو نورو هېوادونو سره هم خبرې وکړي څو د جلغوزو سږني حاصلات د تېر کال په څېر په مارکېټونو کې له خرڅلاو پاتې نه شي.
په دې اړه مو اندونه