د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولان وایي، د دغه ریاست محتسبینو د هلو ځلو په پایله کې د تېر کال پرتله په جوماتونو کې د خلکو حضور ډېر شوی دی.
دغه مسوولان د دې ریاست د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په کنفرانس کې زیاتوي، پهدې مهال کې اتیا سلنه ښځې او نجونې د حجاب اغوستلو ته لېواله شوې دي.
د بلخ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ویاند نصرالله هوتک وايي: «د پخوا پرتله ښځې اتیا سلنه د اسلامي شریعت مطابق حجاب کوي.»
خو په بلخ کې یو شمېر ښځې او نجونې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو د ویناوو په غبرګون کې وایي، دوی پخوا هم حجاب مراعت کړی دی.
د مزارشریف اوسېدونکې بيبي عاطفه وايي: «یوه یا دوه ورځې نهدي چې موږ حجاب کوو؛ بلکې له کلونو وړاندې چې مو میندو حجاب کوه، موږ ته یې د حجاب لارښوونه کړې وه. اوس موږ هم خپلو اولادونو ته لارښوونه کوو چې حجاب مراعت کړي.»
د مزارشریف اوسېدونکې حلیمه رحماني زیاتوي: «زه فکر نه کوم چې دومره بدلون دې راغلی وي، ځکه حجاب د خدای امر دی. حجاب ره پخوا مراعت کېده.»
بل خوا د دغه ښار یو شمېر نور اوسېدونکي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له محتسبینو غواړي چې له خلکو سره نیک چلند وکړي.
د مزارشریف اوسېدونکی انګار زیاتوي: «له امر بالمعروف مو دا هیله ده چې له خلکو سره جدي چلن و نهکړي او له زموږ مراعت دې وکړي.»
د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولانو په وینا، په تېر یو کال کې یې د دغه ولایت د اوسېدونکو د شکایتونو نږدې سلو دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه