په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق یو غړی طلوعنیوز ته وايي، د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
د شاه محمد محرابي په وینا، دغه ګټه کولای شي د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ګټوره تمامه شي.
د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي: «صندوق د افغانستان د خلکو په ګټه د نړۍوالې تسویې بانک ته ولېږدول شو او دغه صندوق څه باندې ۱۰۰ مېلیون ډالر ګټه کړې ده چې د پیسو د ثبات، په تېره په افغانستان کې د اسعارو او توکو د بیو د تثبیت لپاره به وکارول شي.»
د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق دغه غړی وایي، دغه صندوق په افغانستان کې د نغدو پيسو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هواروي.
ښاغلی محرابي وايي: «دغه صندوق دغه راز نغدې پيسې تامینوي او بالاخره د افغانستان بانک ته د پیسو له سپينولو سره د بشپړې مبارزې، د ترهګرۍ له مالي ملاتړ سره د مبارزې او د افغانستان بانک له لوري د کنټرول او ظرفیت جوړونې پر مسایلو د غور په شرط پیسې بېرته راستنوي.»
بلخوا اسلامي امارت یو ځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړي، چې د افغانستان شتمنۍ په بشپړ ډول ازادې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «د افغانستان پانګه کې د امریکا لهخوا کنګل شوې، دا یو ظلم دی، باید هر څه ژر د افغانانو دغه پانګه افغانستان ته راولېږدول شي او د افغانستان په اختیار کې ورکړل شي، موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان ګنکل شوې شتمنۍ د افغانانو حق دی، امریکا باید د افغانانو شتمنۍ ازادې کړي، څو خلک وتوانېږي چې له دې پیسو د اقتصاد په وده کې ګټه پورته کړي.»
د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په سویس کې جوړ شو.
له دې ټولو سره سره، د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان د شتمنیو ګټه د پیسو د زیرمو د زیاتوالي او د پیسو د سیاستونو د پليتابه لپاره مهمه بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «دغه شتمنۍ د افغانۍ پشتیباني او د افغانستان بهرنیو معاملو کې کارول کېږي.»
په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره کنګل شوي چې له دې منځه اووه مېلیارډه یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي او واشنګټن د دغو پیسو د درې اعشاریه پنځه مېلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره په سویس کې صندوق جوړ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه