د دغې لوبډلې لوبغاړي د افغانستان د فوټبال د فډراسیون د فني کدرونو له خوا پېژندل شوي او د هېواد ملي لوبډلې ته غوره کړل شوي دي او د دغو لوبغاړو شمېر ۲۸ تنو ته رسېږي.
دغه لوبغاړي د هېواد د ملي اولمپيک کمېټې له خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه د دغه بنسټ د فوټبال د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
د هېواد د ملي اولمپيک کمېټې رییس محمد ظاهر اغبر وویل:«لکهڅرنګه چې ټول هېوادونه د اولمپيک په سیالیو کې د فوټبال لوبډلې لري،اوس موږ هم غواړو چې په ټولو سیالیو کې،د اولمپيک د فوټبال ملي لوبډله ولرو ترڅو وکولای شو چې افغانستان ته ویاړونه ترلاسه کړو.»
د هېواد د فوټبال فني مرستیال یوسف کارګر وايي:«موږ ویاړو چې د هېواد له ګوټ ګوت څخه لوبغاړي غوره کو او د هېواد د فوټبال ملي اولمپيک ته مو بللي هیله لرو چې دغه لوبډله لکهڅرنګه چې د اسیا په سوېل کې اتله شوه،د اولمپیک په سیالیو کې هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.»
دا لومړی ځل دی چې په هېواد د ملي اولمپیک لوبډله رامنځته کېږ او د فوټبال د فډراسیون د مرستیال او د ملي اولمپيک کمېټې رییس د ویناوو پر بنسټ دغه لوبډله په ټولو هغو سیالیو کې چې د اسیا او نړۍ د اولمپيک د کمېټې له خوا ترسره کېږي،د افغانستان د ملي اولمپیک په استازيتوب به ګډون وکړي.