د پاکستان پنجاب ایالت مرکز، لاهور ښار د بار وړونکو موټرونو په تمځای کې چاودنې تېره شپه(دوشنبې د زمري۱۶مه) یو تن وژلی او څه کم ۵۰ کسان ټپیان دي.
د راپورونو پر بنسټ یادې چاودنې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
د لاهور ښاروال، مبشر جاوید وايي:«ځمکه کابو دوه متره ژوره شوې ده. دا یو خصوصي تمځای دی چې باروړنکي موټر په کې ځای پر ځای کېږي، داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي په لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو.»
چاودنې کابو سل موټر ویجاړ کړي او د دوو ښوونځیو چتونه یې وران کړي دي.
د سیمې خلک وايي چې موټر د څو ورځو لپاره پرته له دې چې څښتن یې راشي دلته ولاړ وه.
عبدالله زیاتوي:«زما پلار د دې تمځای څښتنانو ته وویل چې دا لارۍ څو ورځې کېږي چې دلته ولاړه ده او څوک ورپسې نه دي راغلي او باید یوړل شي، خو داسې ونهشول.»
د پاکستان رسنیو د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلنو کې په لاهور کې له تاوتریخوالو ډکې پېښې لږې تر سترګو کېږي.