د مشرانو جرګې یو شمېر غړو (یکشنبې د تلې۲مه) د پاکستان لومړي وزیر، خاقان عباسي خبرې چې د افغانستان او هند اړیکو په اړه یې کړې وې، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي تېره اوونۍ د نیویارک د بهرنیو اړیکو شورا په ناسته کې وویل اسلام اباد له افغانستان سره د هند له مالي مرستو سره ستونزه نلري، خو هیڅکله به په افغانستان کې د هند له سیاسي او پوځي رول سره هوکړه ونکړي.
د دې خبرو په غبرګون کې د مشرانو جرګې رئیس، فضلالهادي مسلمیار د نوموړي خبرې له بېشرمیو او بېادبي ډکې بللې دي.
ده وویل:«د پاکستان د لومړي وزیر خبرې محکوموو. د محکمولو ترڅنګ دا خبرې ډېرې بې ادبانه او ګستاخانه بولو.»
د مشرانو جرګې غړی، نثار حارث زیاتوي:«د پاکستان لومړی وزیر سم منطق نلري او یا هم کوم عصبي تکلیف لري.»
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د نړۍ له هېوادونو سره هر ډول اړیکې لرلی شي.
د مشرانو جرګې بل غړی، شېرمحمد آخندزاده څرګندوي:«که پاکستانیان غواړي چې له موږ سره ښې اړیکې ولري، نو ښه ده او که زموږ د غلامۍ فکر لري دا فکر نا سم دی، ځکه که په افغانستان کې یو کس هم چې وي نو غلامي به نه مني.»
همداراز بل غړی، محمدحسن هوتک زیاتوي:«پاکستان یو وخت په سر کې د افغانستان صوبه جوړولو فکر درولد او باید له سره یې لیري شي.»
له بلې خوا د جګړې پراختیا حکومت اړ کړی چې د سیمهییزو ځواکونو د جوړولو پر طرحې کار کړي، خو دا طرحه د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو لخوا ناسمه بلل کیږي.
د دي جرګې غړی، افضل شامل په دې اړه وايي:«د ملي دفاع وزارت څو ورځې مخکې اعلان چې سیمهيیزو پولیسو کې به ۲۰ زره نور هم زیات کړي، خو زه وایم، کله چې سیمهيیز پولیسو د امریکا په غوښتنه رامنځه شول، خو له پنځه اویا او تر اتیا سلنه خاوره چې د دوی په لاس کې ده د امنیت ضد کړنې ترسره کوي.»
خو د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري په دې اړه داسې نظر لري:«دا نه سیمهييز پولیس دي او نه هم سیمهييزه اردو، دفاع وزارت پر دې طرحې کار کوي او تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.»
له دې مخکې د ملي دفاع وزارت چارواکو د سیمهییزو ځواکونو رامنځته کول د هغو سیمو د ساتلو لپاره ښه لار بللې چې له مخالفو وسله والو ترلاسه کیږي او پر دغو ځواکونو پر څارنې یې ټینګار کړی دی.