ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین(یکشنبې د تلې۹مه) د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاویدباجوه سره چې د هغه هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وه، لیدل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې.
د ولسمشر د ویاند د فتر سرپرست، شاهحسین مرتضوي وايي، ټاکل شوې ده د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شویو ژمنیو څېړلو او پلې کېدو لپاره پلاوی وټاکل شي.
په همدې حال کې ولسمشر ټينګار کړی:«دوه اړخیزه کاري ټیم دې په بېلابېلو سکتورونو کې وروستي یا راتلونکي ګامونه پورته کړي تر څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د هراړخیزه واضح همکارۍ چوکاټ تدوین او په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.»
په همدې حال کې باجوه ویلي دي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې له مخې پاکستاني پلاوي دغه راز ژمنه کړې چې کاري ټیمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي.
د پاکستان لوی درستیز په داسې حال کې له کابل څخه لیدنه کوي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره روښانه مبارزې نه درلودو له کبله د امریکا او ناټو غړو هېوادونو تر فشار لاندې دی.
او پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.