په افغانستان کې زرګرۍ چې له کلنو راهسې هنرمندان لرل، خو اوس د یو شمېر زرګرانو په خبره دغه هنر خپله سنتي بڼه له لاسه ورکړې ده.
هغه لاسونه چې له ماشومتوبه له سرو او سپینو زرو سره اشنایي لري او له هغوی بیلابیل زینتي توکوي جوړوي.
په دې ولایت کې یوازېنی زرګر، عليشاه رحیمي دی چې په لاس کار کوي.
دی په دې اړه وايي:«هغه کار چې آسانه وي او ښې پيسې ولري، هماغه ترسره کوي.»
علی شاه هغه زرګر دی چې له پرمختللو وسایلو پرته له لاسونو سره زینتي توکي جوړوي، نوموړي کلونه وړاندې د خپل پلار لخوا زرګري زده کړې وه خو اوس زده کوونکي لري.
دا لرغونی صنعت چې اوس هم ډېر مینهوال لري.
دی وايي:«د لاسي کار ښهوالی پر اخسیتونکي هم تړاو لري چې څه غواړي، ځینې یې د لاس کار غواړي. ځکه چې ډېر دوام کوي.»
راځئ وګورو چې دغه زرګران څنګه د خپلو کوتو په هنر سره زرګري کوي.
یو تن زرګر، مرتضى ابراهيمي څرګندوي:« دلاس کار ډېر ښه دی. بل هنر دی، انسان هر وخت چې وغواړي کار کولی شي. د ماشین په شان نه دی چې پرته له هغې کار ناشونی دی.»
د هرات پخواني زرګران اوس کار نه کوي، خو ځینې پخواني زرګران د سرو او سپینو زرو پلورنځي لري.
یو تن پخوانی زرګر، عبدالعلى وايي:«هغه کارونه چې موږ په ۱۳۴۰ یا ۱۳۵۰ او ۱۳۵۵ کې کېدل له اوسني ماشیني کارونو ډېر ښه او نازک وو.»
په هرات کې دودیزه زرګري ژوندۍ ده، خو زرګران وايي دغه صنعت له ماشیني وسایلو سره سیالي نشي کولی او د لمنځه تلو په حال کې دی.
د ویلو ده اوسمهال په هرات کې د دودیزې زرګرۍ یوازې پنځه هتۍ فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه