سږکال د ورښتونو د کمښت له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وچکالي ده او په دغو سیمو کې کرنیزې چارې له ننګونو سره مخامخ شوې دي.
د کروندو د اوبو تنظیمول هغه لاره ده چې کرنیزې ځمکې په لږو اوبو سره خړوبېږي او د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي دا وزارت سږ کال د اوبو لګولو په برخه کې د دوه نیم مېلیارده افغانیو په ارزښت پروژې عملي کوي ترڅو په کروندو کې د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«په روان کال کې د کرنې وزارت تمرکز د اوبو لګولو سیستم پر جوړښت او بیارغولو ته دی. د کرنې وزارت کابو ۳۰ سلنه بودیجه د اوبو لګونو پروژو ته ځانګړې شوې ده.»
له بلخوا یو شمېر کرونګر په هېواد کې د اوبو لګولو شبکو د جوړولو لپاره د کرنې وزارت پر کارونو نیوکه کوي او وايي دوی اوس په دودیزه توګه ځمکې خړوبوي چې په دې کار سره ډېرې اوبه ضایع کېږي.
بزګر حاجي ګلبدین وویل:«پورته بې اوبو ځمکې هم لرو. په دې شرط چې اوبه ورته ورسېږي. هغه اوبه نهلري. حکومت باید له موږ سره همکاري وکړي.»
بل بزګر قنداغا هم وايي:«نللیکې دې وغځول شي. سیستمونه دې پیپي شي. د اوبو له ضایع کېدو باید مخنیوی وشي. دا کار په یوازې نه شو کولای ترسره کړو.»
د کرونګرو په وینا د ځمکو په سمه توګه اوبول د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لري او حکومت باید د اوبو لګولو په برخه کې له کرونګرو سره مرسته وکړي.