وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان سوله؛ سیمه او د زبر ځواکونو مثلث

د روان زیږدیزکال د سپتامبر په ۱۲ نېټه د قطر په پلازمېنه، دوحه، کې د افغان لوریو تر منځ د سولې او روغې جوړې پروسه رسماً پیل شوه. دا خبرې پس له ډېر ځنډه چې باید د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شوې وې، شپږ میاشتې وروسته پیل شوې. د دوحې بین الافغاني خبرې که په درېیو برخو ووېشو اوله برخه چې د خبرو افتتاح برنامه وه، په کامیابۍ سر ته ورسېده. دوهم پړاو یې اوس پیل دی چې په کې د طرز العمل پر مادو جنجالونه دي او درېیم پړاو یې له ټولو مشکل پړاو دی چې افغان لوري به خپلو کې د خبرو پر اجنډا بحث کوي.

د سولې په روان بهیر کې یو بحث چې ډېر ژوندی دی، د ګاونډي هېوادونو او د افغانستان په قضیه کې ښکېل د درې مهمو زبر ځواکونو (امریکا، چین، او روس) د رول بحث دی. دا ځکه چې اوسني نړیوال جوړښت کې دا ممکنه نه ده چې یوه ملي پروسه، لکه سوله، دې یوازې پر ملي روحیه او د ملت دننه د ښکېلو لوریو پر خوښه مخته ولاړه شي،‌ حقیقت دا دی چې د سیمې هېوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه په ملي پروسو اغېز لري او که وغواړي ملي پروسې تخریبولای او ټکنۍ کولی شي. اوس پر دې بحث کوو چې د افغانستان د سولې روانې پروسې په اړه د سیمې ګاوندي هېوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه څه نیت لري.

امریکا د سولې مهم طرف

د افغان سولې په اړه د امریکا داخلي بحثونو کې دوه مهم نظرونه شتون لري.

یو نظر دا دی چې امریکا د افغانستان په اوسنۍ جګړې کې سټراټېژیکې لاسته راوړنې نه لري او نه باید د امریکا د تاریخ په دې اوږدې جګړه کې امریکا مالي او ځاني‌ تاوانونو ته تن ورکړي. دې نظر لرونکو اشخاصو کې داسې خلک هم شته چې هغوی د شوروي‌ له ماتې راوروسته له ټولو جګړو د امریکا راویستل غواړي. د امریکا مخ ته را ولاړې شوې نوې‌ نړیوالې ننګونې او د امریکا په عامه ذهنیت کې له دې بې نتیجې جګړو سوړ استقبال هم ددې لامل دی چې امریکا باید نورې نړیوالې جګړې پای ته وروسوي. دا طبقه خلک پر دې نظر دي چې امریکا باید له افغانستان د یو داسې تړون پر نتیجه کې راووځي‌ چې افغانستان نور د دوی ملي امنیت ته د خطر او ګواښ ځای ونه اوسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د دې خلکو په سر کې دی.

بل نظر دا دی چې امریکا باید په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکړي او نه باید له افغانستانه خپل نظامیان وباسي. دا نظر لرونکي افراد هغه وګړي دي چې فکر کوي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، افغانستان به د داعش او همداسې نورو سخت دریځو ډلو مرکز وګرځي‌ او د امریکا ملي امنیت به یوځل بیا یو لوی خطر سره مخ شي. ددې ډلې مشران د امریکا هغه پخواني جنرالان دي‌ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر همداسې مواردو د اختلاف له امله له دندو ګوښه شوي وي. جنرال مک ماسټر، جان بولټن، جنرال مېټس او جنرال فلن د دې ډلې له قوي فعالانو څخه دي.

د امریکا اوسنۍ تګلاره دا ده چې امریکا نوره د افغانستان له جګړې ستړې ده او نه غواړي چې دې جګړې ته دوام ورکړي.‌

چین او پاکستان

امریکا څخه وروسته دوه هېوادونه چې سولې ته ډېر لېواله دي او غواړي چې افغانستان کې سوله راشي، پاکستان او چین دی. پاکستان د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې ډېر څرګند رول لري‌. په دا وروستیو کې د افغانستان په خاوره له بل کړي اور څخه پاکستان خپله ډېر لوی زیان ولید. پاکستان کې د طالبانو د تحریک تر نوم لاندې ډېرې استخباراتي کړۍ فعالې شوې او د پاکستان ملي امنیت یې له داخل څخه وګواښه. پاکستان پر دې پوه شو چې افغانستان کې نا امني نوره د دوی په ګټه نه ده او دا په لوی لاس د هغه خلکو پر لاس یو فرصت ورکول دي چې غواړي د پاکستان ملي امنیت خراب کړي. چین همدا راز  د پاکستان له تېروتنو دا درس زده کړ، که چېرته افغانستان کې جګړه وي، ممکن ده چې نړیوال استخبارات او د چین نړیوال سیاسي رقیبان په یوغور کې مظلوم مسلمانان او د چین په داخل کې د کمونست دولت مخالفینو ته د افغانستان له نا امنیو په استفاده لاسرسی پیدا کړي‌. چین له دې ننګونې ډېر په ډار دی او غواړي ژر تر ژره امریکا او د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان کډه وکړي. دا د دې سبب کېدلای شي چې چین په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.

هند او ایران

هند او ایران د سیمې دوه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د سولې په قضیه کې منفي رول لري ځکه د افغانستان په ارامي کې د دوی هېڅ ګټه نشته. د دې دواړو هېوادونه یو مشترک تاوان دا دی که چېرته د بین الافغاني سولې په نتیجه کې طالب لوری وسله کېږدي او سیاسي میدان ته داخل شي، داخلي سیاست کې به په طبعي ډول د پاکستان رول زیاتېږي. دا هغه څه دي چې نه پرې ایران او نه هم هند خوښ دي ځکه ایران او هند په سیمه کې د پاکستان له مهمو رقیبانو څخه دي.

ایران د اقتصادي تاوان له امله هم په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دی. افغانستان د ایران د صادراتو لپاره د یو ښه مارکېټ سر بېره د هريرود او هلمند رود په اوبو تر ذاهدانه د ایران ټول شرق خړوبوي. همداراز که چېرته د سولې په نتیجه کې یو قوي مرکزي حکومت جوړ شو، د ایران د ګاز او تېلو مارکېټ له لوی خطر سره مخ کېږي. منځنۍ آسیا کولی شي چې د خپل تېل او ګاز سوېلې آسیا ته د افغانستان له لارې صادر کړي.‌ هند او ایران شاید په ګډه په دې فکر کې وي چې څرنګه د سولې مخه ونیسي او روانه پروسه ټکنۍ کړي.

روسیه او منځنۍ آسیا

روسیه او منځنۍ آسیا هېوادونه په تاریخي لحاظ د افغانستان په قضایاوو کې دخیل پاته شوي. روسیه په افغانستان کې د امریکا په شتون له ډېره وخته شکمنه ده. داسې راپورونه هم ووتل چې روسیې طالبانو ته د امریکایي پوځیانو وژلو لپاره وسلې هم وېشلې وې. د روس او روسیې سره تړلي د افغانستان ګاونډي هېوادونه د داعش د پدیدې د راڅرګندېدلو پر مهال په دې ډار کې وو چې ګواکې امریکا به داعش له کونړ او ننګرهار څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته انتقال کړي. دا پروژه د روس او منځینۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت مسئله وه له دې امله یې غوښتل چې څومره ژر کېدلای شي امریکا له افغانستانه خپل ټغر ټول کړي، د دوی په ګټه دی.

د سولې له پروسې د سیمې او نړیوالو له ملاتړ داسې ښکاري چې په دوحه کې روانې خبرې به یوې نتیجې ته رسېږي خو دا چې د خبرو په نتیجه کې رامنځ ته شوي حکومت سره به سیمه او نړیوال څرنګه تګلاره خپلوي، له وخته مخکې بحث دی چې باید په خپل وخت وشي.

شریک یي کړئ