Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سوله: ګومان او واقعیت

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سیاسي راتلوونکي په هکله یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو له پیله یوه میاشت وروسته په دغو مذاکراتو کې لږ پرمختګ شوی دی.

د مذاکرې دواړه لوري لاهم د تخنیکي مسایلو په اړه لکه د مذاکراتو بنسټ، د اختلافونو د حل لپاره چوکاټ او د مذاکراتو اجنډا په تړاو خبرې اترې کوي. په ټوله کې د ګومانونو دغه ټولیز وضعیت بنسټیز واقعیتونه چې د افغانستان راتلوونکی یې دوړن کړی، تر پوښښ لاندې نیولی دی.

دا د تعجب ځای نه دی چې طالبان غواړي د دغو مذاکراتو بنسټ د دوحې هوکړه وي - هغه هوکړه چې په سخاوتمندانه توګه د دغې ډلې په لور دی او له افغان دولت څخه په بشپړه توګه سترګې پټوي. دغه هوکړه لیک نه له ترهګرو غوښتي چې تاوتریخوالی او ترهګري وغندي او نه هم د افغان دولت د پېژندلو غوښتونکی شوی دی په داسې حال کې چې دا د دولتي او غیر دولتي لوریو ترمنځ د هرې هوکړې یو منطقي برخه ده.

 بخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هغه چارچوکاټ ته نغوته کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د لویې جرګې او د سولې په هکله د افغان حکومت او امریکا ترمنځ تایید شوه. دا اختلافونه د دایمي اوربند او د تاوتریخوالي د کموالي د اعلان لپاره د طالبانو له لوري بې پامي، ډېر پېچلي کېږي. تېر کال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، وړاندوینه وکړه چې طالبان به له کابل سره سیاسي هوکړې ته تر رسېدو مخکې هېڅ کله اوبند ونه کړي. له هغې مخکې، هغه د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ د تاوتریخوالي پر کموالي ټينګار کړی و. د دې په اړه په هغه صورت کې چې د زیاتوالي په حال کې تاوتریخوالی له کنټروله بهر شي، د سولې بهیر په جدي توګه له خپلې لارې بهر کوي، ډېر کم ویل شوي دي.

ورته مهال، تېره میاشت اسلام اباد ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سفر مهم و، ځکه کله چې د طالبانو له خوا د پرېکړې نیولو موضوع مطرح کېږي د دوحې بهیر، په عمل کې اسلام اباد کې د مذاکراتو په پرتله د انځورونو نندارتون ته ورته وي. د طالبانو مشرتابه لا هم په پاکستان کې دي د دې سربېره چې دغه ډله ادعا کوي چې د افغانستان ډېره خاوره په واک کې لري. خو له هغې هم مهم، د انکار او د کره معلوماتو د ادعا نشتون، د پاکستان پوځي دولت د افغانستان د راتلوونکو ګامونو لپاره خپل ځانګړی لید لري. په واقعیت کې، د طالبانو اصلي چلوونکي به په امنیتي جوړښت کې د دوحې په پرتله به پاکستان ته ډېر لېواله وي، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب به په اسلام اباد کې وشي. که څه هم، په پای کې ځينې مُلکي کارپوهان وتوانېدل پوځي مشرتابه وهڅوي چې دغه کار د لید یو ډول رامنځته کړ چې ګواکې دغه هڅه د پاکستان جوړښت لپاره یوه حل لار ده. د دغو کارپوهانو په وینا د قطر پر ځای په اسلام اباد کې د افغانستان سولې خبرو اترو ترسراوی، په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو د حکومت د جوړښت په بهیر کې د ای اېس ای د لاسوهنې خاطرې به هم په ذهنونو کې را وژندۍ کړي. په خپله خاوره کې د طالبانو د حضور له انکاره او له واشینګټن او کابل سره د سولې مېز ته د طالبانو د راوستولو په واسطه د سولې د جوړونکي د رول تر لوبولو، د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست ډېره لاره کچ کړې ده.

له همدې امله د دوحې هوکړې په پاکستان کې د طالبانو پټن ځایونه هېڅ نه دي یاد کړي د دې سربېره چې امریکا او د افغانستان سیاسي او پوځي مشران د پرله پسې کلونو لپاره د دغو پټن ځایونو د له منځه تللو غوښتنه کړې ده. دا بدلون هغه مهال شونی دی چې د طالبانو په وړاندې د امریکا په سیاست کې یو بنسټيز بدلون رامنځته شي. واشنګټن د طالبانو امارت د سپټمبر له یولسمې نېټې وروسته له منځه یوړ، او دغه ډله یې ترهګره وبلله او هغه یې د القاعده ډلې یوه برخه وګڼله چې هغه د سپټمبر د یولسمې نېټې مسووله وه. له کابو دوه لسیزې جګړې وروسته، د امریکا په دریځ کې یو بنسټيز بدلون راڅرګند شو. په ټول کې، داسې برېښي چې له طالبانو سره د امریکا د زړه خواله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو مسایلو په واسطه یې لارښونه وشي. د ټرمپ اداره غواړي چې په افغانستان کې د امریکې د جګړې پای - چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې ده - د هغه د بهرني سیاست یو تر ټولو ستر بري په توګه وپلوري.

خو په اوږد مهال کې د طالبانو په وړاندې د امریکا دریځ د لوېدیځ او چین سړه جګړه ده چې د امریکا دوه ګوندي ملاتړ لري. طالبان د امریکايي ضد طرحو له غندلو وروسته له پاکستان سره د ضمانت کوونکي په توګه کولای شي د بیجنګ په وړاندې په نړیوالو نویو لیکو کې یو ښه متحد شمېرل کېږي. اوس دا د منلو وړ معلومېږي چې واشنګټن له هماغه پیله له القاعده او څو نورو ډلو پرته طالبان یې هېڅکله د امریکا د امنیت لپاره د ګواښ په توګه نه شمېرل. واشنګټن طالبانو ته د یو ه سیمه ییزې ستونزې په توګه ګتل چې کولای شول د چین، روسیې، ایران او هند لپاره ځينې ستونزې رامنځته کړي. نو متحده ایالاتو ولې دا دومره لار یې کچ کړه چې دا خوځښت له منځه یوسي.؟

دې د پاکستاني جنرالانو لپاره داسې فضا رامنځته کړې ده چې پر افغانستان خپل نفوذ رامنځته کړي. په راولپېنډۍ کې پنجابي جنرالان په دې فکر کې دي چې هغوی کولای شي چې په افغانستان کې خپلې ګټې د یوې هوکړې پربنسټ خوندي کړي. د هغوی لپاره د افغانستان په دولت کې د طالبانو دخیلول لپاره د واشنګتن هڅې یو نعمت دی. هغوی همدارنګه تمه لري چې له دې کار سره، د افغانستان سني مذهبه ټولنه چمتو شي او په ایران کې د شیعه رژيم دفع کړي. د هغوی په فکر، په پاکستان کې کابو ۳۶ زره مدرسې چې فعالیت کوي، خپل فعالیتونه په افغانستان کې پراخ کړي (نجونو ته ځانګړي سمینارونه جوړ کړي) چې له دې کار سره د افغانستان طالب جوړونې ځواکمنه کړي.

پر طالبانو یې د اغېزې سربېره، د پاکستان امنیتي برخه د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو د مشرانو په منځ کې ژوندې او پخوانی اړیکې لري. ځينې طالبان او د مجاهدینو پخواني مشران په پاکستان کې سترې پانګې او اقتصادي ګټې لري. که څه هم په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د افغان کډوال په وړاندې توند چلند درلود، خو هغوی ځينو افغان نخبه ګانو ته اجازه ورکړې ده چې په پاکستان کې پانګونه وکړي او هلته ستر ملکیتونه وپېري. د طالبانو پاکستاني چلوونکي د هېواد له شماله د هېڅ سیاستوال له کوربته دریغ نه کوي، که چېرې هغوی چمتو وي چې له طالبانو ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د سترو پښتنو مشرانو چې ملي فکر لري، مدیریت به یې ستونزمن وي.

د ملي پاله افغان مشرانو د دفع لپاره، د پاکستان سیاست به دا وي چې طالبان په افغانستان کې د «پښتنو د استازو» او د ډیورنډ کرښې په دواړو لوریو کې د پښتنو د مسلې د حل لارې په توګه مطرح کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له صعود سره هم مهاله په قبایلي سیمو کې د دغې ډلې د لوري بدلون، د دغه سیاست څرګندوی دی. پاکستان همدارنګه د افغان مشرانو یو تور نوملړ لري - هغه مشران چې د دغه نوملړ پر بنسټ، واک ته د رسېدو لپاره یې مخته ونیول شي. اسلام اباد له ډېرې لېوالتیا سره غواړي چې دغه مشران «هند پلوي» خطاب کړي چې هغوی له راتلونکو حکومتونو لرې کړي. د پاکستان استخباراتي بنسټونه په پاکستان کې په سیاسي مهندسۍ او واکونو لوبو کې ډېر ماهر دي. هغوی د دغه تجربې له یوې برخې د افغانستان د واکونو په لوبې کې هم کار اخلي.

د افغانستان په وړاندې د پاکستان د سیاست تصمیم نیوونکو په د افغانستان کې د یوې وروستۍ لوبې لپاره، دغه ټولې سوداګرۍ یې سره یو ځای کړې دي. له سوداګرۍ، لېږد رالېږو، ویزې، له داعش سره د مبارزې لپاره د پولې مدیریت، هغوی ټول واقعي او د درک وړ مسایل د چنې وهلو د وسایلو په توګه کاروي. داسې ښکاري چې هغوی ځان ته موقعیت ورکوي. د دې پر ځای چې د افغانانو ترمنځ پر یوه دایمي اوربند اټکل شوی بندون مات کړي او د افغاستان له اسلامي جمهوریت سره د طالبانو د یوځای کېدو انکار پای ته ورسوي چې د امارا د بیا تاسیس لپاره د دغې ډلې تنده ماته کړي.

همدا چې یوې هوکړې ته رسېدل شونې شي، شونې ده چې د پاکستان تګلاره جوړونکي د اسلامي جمهوري او یوه اوربند د منلو لپاره طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره یوه فتوا صادره کړي. دا به د پاکستان له جنرالانو سره مرسته وکړي چې د طالبانو له لارې په افغانستان کې یو دایمي رول ولري او په هېواد کې خپل نفوذ ته د دغې ډلې له لارې دوام ورکړي. دا د سټراټېژۍ د عمق یوه نرمه بېلګه ده چې هغوی د ۱۹۸۰زیږدیزې لسیزې څخه د هغه په لټه کې دي.

اسلام اباد دم ګړۍ له یوه اقتصادي او له پاشلي سیاسي ستونزې سره لاس او ګرېوان دی؛ خو د پاکستان پوځ دغه وضعیت ته په سیمه کې د خپل واک د خپرېدو او په منځنۍ اسیا کې د راتلوونکي جلاوالي لپاره د یوه نایابه فرصت په توګه ګوری. دغه وضعیت د پاکستاني جنرالانو لپاره د کورني واک په وېش کې د ځواب لپاره برلاسی ورکوي؛ خو دا همدارنګه له سترو واکونو سره د اړیکو په برخه کې، ډېر ارتباط ورکوي.

که چېرې د هغه له مخې ولیدل شي، شونې ده چې ذکر شوې لوبه ښه څرګنده شي خو د افغانانو په پام کې نه نیول به احمقانه وي. هغوی (افغانان) د بهرنیانو لپاره د هیجان رامنځته کولو لپاره بې سارې وړتیا لري چې پر هغوی د درغلۍ له امله شک کوي. په ۱۳۸۹زیږدیز کال کې د جلال اباد برید په یاد لرئ چې د شوروي د سره پوځ له وتلو وروسته رامنځته شوه؟ دغه برید د سړې جګړې (ګټوونکي) سپک کړل. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغاني سیاست له جزیاتو سره مدیریت د بهرنیو له خوا ناکام شو او د سیمې او نړۍ لپاره یې ستره ستونزه رامنځته کړه. تحمیل شوې حل لارې به په نوي افغانستان کې کار ونه کړي، په ځانګړې توګه د ځوانانو او د ودې په حال کې د هغوی ښار مېشتي.

اړتیا ده چې له ټولو لوریو لوبغاړي، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان، پر خپلې تګلارې بیا فکر وکړي. پخلاینه او سوله کولای شي چې د یوې مناسبې هوکړې په واسطه چې ټول لوري له هغه سره سمون ولري، ترلاسه شي. خو د لوبې قواعدو ته اړتیا ده. د دا ډول قواعدو د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان دولت نظام، د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، باید پیاوړی شي او د ټولو هڅو محراق وي.

افراسیاب خټک د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی او د سیمه ییزو مسایلو شنوونکی دی.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په دغې مقاله کې لید لوری د طلوع نیوز لخوا نه تاییدېږي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم و، نو سموونه به په کې اضافه شي.

The views expressed in the opinion pieces are not endorsed or necessarily shared by TOLOnews.

Contributors are responsible for the accuracy of the information in an opinion piece, but if it is discovered that information is not factual, a correction will be added and noted.

افغانستان سوله: ګومان او واقعیت

افراسیاب خټک لیکي چې اړتیا ده ټول لوري، په ځانګړې توګه امریکا او پاکستان پر خپلې تګلارې یوځل بیا فکر وکړي.

شریک یي کړئ