وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکيې او د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو سلمه کلیزه

نن د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه ده. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ زیږدیز کال د مارچ په لومړۍ نېټه د یووالي د تړون په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسیمت پېژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ زیږدیز کال کې جوړه شوې او له دې وړاندې کلونو کې په ازمایښتي ډول د اتاترک تر لارښوونې لاندې او د ترکیې د خلکو د ستر مجلس لخوا پرمخ وړل کېده چې موږ هغه ته پارلماني حکومت یا د انقرې حکومت وایوو.

هر کال په رسمي ډول د افغان او ترک د دوستۍ په نوم د مارچ د لومړۍ نېټې لمانځلو لپاره، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د ‌ډسمبر په ۲۴ نېټه په استانبول کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دواړو لوریو ته یوه اخلاقي او تاریخي دنده ده چې د دې ازمایل شوي تړون، ارزښت او ریښتینې معنا راتلونکو نسلونو ته ور زده کړي. سره له دې چې موږ د ډیپلوماتیکي اړیکو د رامنځته کولو له سلمې کلیزې څخه برخمن یوو خو دا اړیکې یوازې په تېرې پېړۍ پورې اړه نه لري. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنی خوځښت له میلاد نه وړاندې دوهمې پېړۍ ته ورګرځي چې ترکان ساکا (ایسکیت) خپل دولت د افغانستان په شمالي سیمو کې جوړ کړ. په هغه پسې په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کې د ترکانو یوې بلې قبیلې په دې سیمه کې د (افتالیت) په نوم امپراطوري جوړه کړه چې د بلخ، تخار، کابل، غزني، زابل او اوسني کندهار سیمې یې تر واک لاندې وې. افغانستان په لسمه پېړۍ کې دغزنویانو پرمهال، په یولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو پرمهال او په دوولسمه پېړۍ کې د خوارزم شاهانو پر مهال د ترکانو لپاره په مهم استوګنځي بدل شوی و. په دیارلسمه پېړۍ کې افغانستان د مغلو تر واکمنۍ لاندې شو او د بابر شاه په پېر کې، ترکانو یوځل بیا په ۱۶ او ۱۷ پیړۍ کې په دې جغرافیه کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

د افغانانو او ترکانو ترمنځ ګډ ژوند په اتلسمه پېړۍ کې هم دوام درلود، او احمدشاه ابدالي د عثماني خلافت له درېیم خلیفه سلطان مصطفی سره د لیک استولو له لارې اړیکې ټینکې کړې، همدارنګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلطان عبدالحمید یو ډيپلماټیک پلاوی کابل ته واستاوه. د شلمې پېړۍ په پېل کې، د امیرحبیب الله خان حکومت د محمود طرزي په وړاندیز، د بېلابېلو چارو لپاره له ترکي څخه سلاکاران وبلل. د حیرانۍ ځای نه دی چې په ۱۹۱۲ زیږدیز کال کې د څو تنو دغو سلاکارانو پرمټ په کابل کې لومړنی دولتي روغتون جوړ شو.

د ۱۹۱۰کال د لسیزې په وروستیو کې، افغان زده کړیالان چې په اناتولي کې یې زده کړې کولې، د ترکیې د خپلواکۍ د اخستلو له جګړې سره یو ځای او شهیدان شول. افغانو ښځوهم د خپلو ارزښتنمندو ګاڼو په ډالۍ کولو سره د ترکیې د خپلواکۍ د اخیستلو د جګړې له سپاهیانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه. په ۱۹۲۰ زیږدیز کال د عثماني امپراطورۍ یو غښتلی او اغېزناک مشر جمال پاشا کابل ته راغی اودلته د اردو د رغونې په موخه تر یوه کاله وځنډېده. کله چې اتاترک د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې ډېر بوخت و او هغه وخت افغانانو له بل هر وخته موږ ته اړتیا درلوده، نو افغانان یې له یاده ونه ایستل او د څو پرله پسې پلاویو له لېږلو یې چې له ډاکترانو، ښوونکو او افسرانو څخه جوړ وو ډډه ونه کړه.

د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو جګړو چې د ۱۹۱۰ له وروستیو او د ۱۹۲۰ زیږدیز تر پیله یې دوام وکړ، دواړه ملتونه یې له زړه او ذهنه سره نږدې کړل. دواړو ملتونو په بشپړه توګه او پوره يووالي سره، سره ورته غمونه او خوښۍ تجربه کړلې. لکه څنګه چې غازي امان الله خان د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر د لسمې نېټې په غونډه کې چې د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې د ګټلو په پار په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ویلي و چې: "ترکان او افغانان سره وروڼه دي. دهغوی خوښي زموږ خوښي ده؛ دهغوی غم او ویر، زموږ غم او ویر دی."

کوم لومړنی پرېکړه لیک چې د انقرې په حکومت کې ومنل شو هغه په کابل کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د نمایندګۍ پرانیستل و. چې پر دې بنسټ، یو افغاني الاصله ترکیې افسر ښاغلي عبدالرحمن صمدان په ۱۹۲۰ زیږدیز کال د ترکیې د استازي په توګه په افغانستان کې وګومارل شو. په کابل کې د ترکیې د سفارت لومړنی ډیپلوماټیک ماموریت شو. ترکیه دوهم هیواد و چې افغانستان یې په رسمیت وپېژانده. افغانستان هم دوهم هېواد و چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د ۱۹۲۱ زیږدیز کال د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیه کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړي. امان الله خان لومړنی بهرنی پادشاه و چې د ۱۹۲۸زیږدیز کال د مۍ په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د تخنیکي همکاریو لومړنی هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ. له افغانستان سره د ترکیې نږدې همکاریو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي پلاوي لخوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ زیږدیز کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ زیږدیز کال مړ شو، نو افغانستان یوازینی هېواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اوونۍ لپاره په هېواد کې په رسمي ډول د ماتم اعلان وکړ.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترکیې په افغانستان کې د عصري دولتې جوړښتونواو ټولنیزو بنسټونو لکه اداري، پوځي، فرهنګي، زده کړې او روغتیا په رامنځته کولو کې رغنده رول ولوباوه. ترکیې تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې افغانستان ته د ښوونکو، ډاکټرانو، پوځي افسرانو او په مختلفو برخو کې د کارپوهانو را استولوته دوام ورکړ. د ۱۹۵۷ زیږدیز کال د اګست ۲۶ نه د سپټمبر تر۸ مې ترکیې ته د ظاهرشاه له سفره تود هرکلی وشو. د ځانګړي ملاتړ د ښکارونې په توګه د ترکیې لومړي وزیر په ۱۹۵۶ زیږدیز کال د جولای له ۲۶ نه تر ۳۰ پورې له کابل څخه لیدنه وکړه او په هغه پسې په ۱۹۵۸ز کال کې د دسیپټمبر له ۱۲ نه تر ۲۲ پورې، د ولسمشر جلال بایار لس ورځینی سفر کابل، کندهار، هلمند، کندوز او بغلان ته وشو.

دغو نږدې همکاریو ترکال ۱۹۷۹ز یانې د شوروي تر ښکېلاک پورې دوام وکړ. له کال ۱۹۸۹ز کال را وروسته، ترکیې د افغانستان جګړه څارله او هڅه یې کوله چې د خپل سفارت له لارې چې تر ۱۹۹۶ز کال پورې پرانیستی و د سولې او ثبات لارې، چارې ولټوي.

له تېرو وروستیو ۱۹ کلونو راهیسې ترکیې د پوځي او د پولیسو د افسرانو روزنه پیل کړې ده چې تردې دمه یې ټولټال ۵۰۶۱ پوځي او ۹۹۱۳ د پولیسو افسران روزلي دي. نن ورځ ترکیې د تاریخ تر ټولو ډېرې مرستې په پراختیایي برخه کې وړاندې کړې دي چې ډېرۍ هغه یې د زده کړو، بیخ بنسټونو او روغتیا په برخه کې لګېږي. افغانان په لوړه کچه له ترکیې څخه د تحصیلي بورسونو غوښتونکي او ترلاسه کوونکي دي. په اته ولایتونوکې د ترکیې ۲۱ ښوونځي او څلور د زده کړو مرکزونه دي چې ۷۰۸۰ زده کوونکي لري او موږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانېزو. د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د لاسرسۍ په موخه مو د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې خپله دوهمه سرکونسلګري دهرات په ښار کې پرانسته او په روان کال کې د کندهار په ولایت کې د درېیمې سرکونسلګرۍ د پرانیستو چمتوالی روان دی.

افغانستان له څلورو لسیزو را په دې خوا کړېږي. د سولې ډېر وختونه یې له لاسه ورکړل. خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۱۲ نېټې راپه دې خوا چې د افغانستان د سولې بهیر پیل شوی دی نو یو تاریخي فرست سولې ته د رسېدو لپاره رامنځ ته شوی. له دې سره، سره موږ باید دا هېر نه کړو چې د سولې لاره اوږده او له خنډونو ډکه ده. نو موخه باید یوازې ژر راتلونکې سوله نه، بلکې تلپاتې او پایښتي سوله وي. نو له دې امله ښکېلې خواوې مسوولیت لري چې دا فرست له لاسه ورنه کړي.

ترکیه تل د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت د سولې د روان بهیر پلوی کوي. په دې اړه ترڅو چې زموږ د مرستې اړتیا وي، چمتویو چې له افغان وروڼو څخه ملاتړ وکړو ترڅو د هغې تلپاتې سولې د راوستو د هڅو ګډون وال شو چې د افغانستان د هرې طبقې خلکو او د سیمې اونړیوالو، لوبغاړو د هرکلي وړ وګرځي.

اوغوزخان ارطغرل

د ترکیې جمهوریت لوی سفیر

اوغوزخان ارطغرل لیکي چې ترکیه تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پلوۍ ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

شریک یي کړئ