وروستي خبرونه
Thumbnail

د وتلو لپاره د واشنګټن تازه تګلاره؟

د افغانستان په تړاو د امریکا تازه لیدلوری په ځانګړې توګه «د افغانستان سولې هوکړې» په نامه ۸مخ‌ییزه طرحه د غور وړ ده. دا طرحه د افغانستان په وړاندې د امریکا لخوا د یوه استعماري ګواښ سره د افغانستان اساسي قانون جزییاتو کې نېږدېوالی لري. دا طرحه د هغې غوښتنې یادونه کوي چې د نړیوالې لومړۍ جګړې په لومړیو کې د اتریش ـ هنګري امپراطورۍ له صربستان کړې وه.

د امریکا متحده ایالاو سیاسي نظام په ریښتینې توګه د یوې الکو په څې کار نه کوي. فکر وکړئ چې که امریکا داسې طرحه خپره کړي چې له مخې یې د دغه هېواد د اساسي قانون لېري واچول شي او دغه هېواد کې «د سولې دولت» رامنځته شي او له مخې یې باید ځواک هغو تندلارو سره چې د جنوري په شږمه یې پرکانګرس برید وکړ ووېشل شي. داسې طرحه به هرڅوک حیران کړي.

هغو اندېښنو په کتنو چې قواعد او اصول پر اروپایانو د واشنګټن پرتله سخت تمامېږي، د طرحې په متن کې (د قوس منځ کې موارد د بدیل په توګه راغلي دي) وړاندیزونه د تفکر پرتله د بېړې ښکارندويي کوي.

لومړي سر کې دا طرحه بیانوي چې "ټولې ټاکنې چې د اساسي قانون له مخې ترسره کېږي «د سولې دولت»دوره کې ملغی دي. [افغانستان کې به د ټاکنو کمېسیون رامنځته کیږي چې دا موارد مدیریت کړي]، [د ټاکنو مدیریت لپاره به نړیوال بنسټ رابلل کیږي] د نوي اساسي قانون له تصویب سره به ازادې، منصفانه او ملي ټاکنې ترسره کېږي. د ټاکنو مدیریت لپاره"اوس هېڅ"نړیوال بنسټ نشته چې داسې رول ولوبوي. هغه څه چې ځیني فکر کوي امریکا ښایې داسې بنسټ وپېژني، خو د افغانستان ټاکنو لپاره تازه کمېسیون رامنځته کول چې مسلکي ظرفیت ولري، بې طرفه واوسي، د افغانستان لپاره له ستونزو ډک ماموریت د ډاډ وړ تګلارې سره مخې ته یوسي، احتمال یې صفر ته رسیږي. که یو ډموکراټ سیستم خلکو ته پرته د وینو له تویدو د حاکم بدلون لپاره فرصت ورکوي، نو عمل کې د دغې طرحې لومړۍ قراني هم دموکراسي ده.

دوهم، طرحه وړاندیز کوي چې «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون به چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون له مخې جوړ شوی دی، سالم پاتې شي، خو[د طالبانو استازو] پورې به پراخ شي [هغه غړي چې د طالبانو لخوا به وګمارل شي.]» سره له دې چې طالبان په پراخه توګه په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د دغه کمېسیون د غړو په وژنه تورن دي، په دې مانا چې دغه مورد ته به د امریکا لخوا د نیک کار په توګه وکتل شي. امریکا به د طالبانو د بشري حقونو ضد دوسیو نه چې د څېړلو وړ ده سترګې پټې کړي او د هغوی له حقونو به ساتنه وکړي. تر ټوله بده دا چې دغه طرحه د هغو ټولو کسانو وینې ته سپکاوی دی چې پر ملکیانو وحشیانه بریدونو او د طالبانو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

درېیم، دا طرحه بیانوي چې «طالبان خپل پوځي جوړښت او دفترونه له ګاونډیو هېوادونو لیري کړي او له دغو هېوادونو سره خپلې پوځي اړیکې پایته ورسوي.» همداراز دوی ژمنه کړې ده چې دوی به«خپل ځواکونه پراخه  نکړي او تازه جنګیالي ونه ګماري.» په واقعي توګه دغه شرایطو جوړښت امکان نلري او د دغه ډول جوړښت نشتون کې به د طالبانو ژمنې بې مانا وي. 

دې برخه کې به بې ارزښته نه وي چې د ۱۹۸۸ زږدیز کال کې د امریکا د پخواني د بهرنیو چارو وزیر، جورج شولتز له خولې د پاکستان مشر، ضیاالحق امرخېل یو حکایت درسره شریک کړم.

وروسته له دې چې پاکستان د افغانستان په تړاو د جینوا هوکړې لاسلیک کړې:«ما واورېدل چې ولسمشر ضیا ته وویل، چې څنګه هغه حقیقت ته چې دوی به هوکړه نقض کړي رسیدنه وکړي. ضیا یې ځواب کې وویل چې دوی"په دې تړاو به هوکړه دروغ وي. اته کاله کیږي چې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په تړاو انکار کوو"‎»

څلورم، "د اوربند" وړاندیز شوی کمېسیون له وېرې سره موږ "د نړیوال کمېسیون" په یادونه کوي چې ۱۹۳۸ زیږدیز کال د مونیخ له مصیبته ډکې هوکړې کې یې شرایط او قوانین رامنځته کړل. څنګه چې تیلفورد تایلور خپل کتاب کې مونیخ کې ویلي دي، هر مورد چې انګلستان او فرانسې ته د لاسلیکوونکي په توګه ورګرځي "نړیوال کمېسیون د احترام ساتنې دستګاه پرته بل څه نه و" په دې تړاو وي. د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د جمیله مساعي برخه چې له ۱۹۸۸ د ۱۹۹۰ مارچ پورې شتون درلود، د جینوا د هوکړې د نقض کولو په تړاو د شکیاتونو مسووله وه، وروسته مالومه شوه چې دا څانګه په بشپړه توګه بې اغېزه وه او یوازې یې نمایشي بڼه درلوده. یادو مسایلو ته په کتو ویلی شو چې د اوربند پلي کول به تطبیق نه شي او د اوربند نقض په تړاو کوم نړیوال اقدام په تړاو طرحه کې نه دي ویل شوي.

له دې ټول ورهاخوا ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین لیک کې یوه مهمه برخه شته ده.‎ د بلنکین په خبره د "راتلونکو اوونیو کې د دواړو لورو مشرانو ناسته‎" د سولې یوې طرحې وروستي کول دي. له تېره زده کړی شوی سبق دا دی، کله چې د دوو لورو او ګوندونو ترمنځ واټن رامنځته کېږي د بهرنیو قدرتونو فشار سره یوې بیړنۍ سولې سره مخامخ کېږي او په دې سره د پلي کولو په درشل کې "سولې هوکړې" منحل کېدو او شړېدو ګواښ ډېر لوړ دی. د افغانستان په څېر یوه زخمي هېواد کې د خلکو د کمزورې هیلې ټیکاو لکه څنګه چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري په ۲۹مه نېټه د دوحې د سولې هوکړې سره یې هیلې درلودې.

هر څوک حیران دي چې د امریکا متحده ایالاتو تازه اداره د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له ناکامو کړنو څه نه دي زده کړي؟ په ټوله کې دا د امریکا لپاره د وتو لپاره د نوي نوښت په توګه پاتې کیږي او هغه هڅې چې په دې برخه کې کیږي، د افغانستان د نوي نسل او نواندو د هیلو مدیریت شوي قربانۍ پرته بل څه نه دي چې دا اصلا د قناعت وړ نه ده.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په دغې مقاله کې لید لوری د طلوع نیوز لخوا نه تاییدېږي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم و، نو سموونه به په کې اضافه شي.

د وتلو لپاره د واشنګټن تازه تګلاره؟

پروفیسور ویلیام میلي لیکي د افغانستان سولې لپاره وروستۍ هڅې "د افغانستان په وړاندې د امریکا لخوا د یوه استعماري ګواښ سره نږدې والی لري."

شریک یي کړئ