په څو وروستیو کلونو کې شمالي او سوېلي وزیرستان د حکومت د امنیتي تګلارو په وړاندې د دغې سیمې د اوسېدونکو د ځواکمنو اعتراضونو له امله د خبرونو په سرتکي کې وو.(په ځانګړې توګه په خواله او نړیوالو رسنیو کې چې د پاکستان پوځ د دغې سیمې د نوم یادول منعه کړي وو.)
دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې له هغې وروسته مشهوره شوه چې په اوو ولسوالیو کې چې د فډرال د قبایلي سیمو یا «فټا» په نوم پېژندل کېده او د دغو ولسوالیو په ګاونډ کې شپږ نورې سیمې چې د «اف ارس» سرحدي برخو باندې یادې، د فډرال حکومت د درې ډي تګلارې (یا مرګ، تباهي او د ځای بدلون) په وړاندې قد علم وکړ.
دغه سیمه چې په هغه کې لږ تر لږه ۱۰ مېلیونه پښتانه ژوند کوي د ښکېلاکي (استعماري) ناوړه قوانینو په واسطه چې د بریټانیا له وخته پيل او اداره کېږي. او تر ډېره په څلورو وروستیو لسیزو کې په افغانستان کې د جګړې د پیل د ځای په توګه کارول شوې ده. خو دغه سیمه چې د «فتا» په نوم یادېږي د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې په بې مخینې توګه وځپل شوه او دا هغه وخت و. چې ترهګر پر دغو سیمو حاکم وو. او په دې موده کې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ځواکونو په وړاندې جګړه پيل کړه.
په افغانستان کې د طالبانو په جګړه کې پاکستاني جنرالانو ته د خپلې پخوانۍ موخې د ترلاسه کولو لپاره «د تګلارې عمق» ورته مهم و. هغه ۱۰ مېلیونه پښتانه چې د «فتا» په سیمه کې ژوند کاوه لېوانو ته وسپارل شول او ترهګرو په زرګونه قومي مشران ووژل او هېچا ته ځواب ویونکي هم نه وو. دا د کار پای نه و. نړیوالې ټولنې ته د قانع کولو لپاره دا چې ګواکې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدی دی، د ملي پوځ له خوا پوځي عملیاتو د دغو خلکو لپاره ډېرې ویجاړۍ او مرګ ژوبله رامنځته کړه.
کابو درې مېلیونه تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او په کور دننه د بې ځایه شویو په توګه نورو ولسوالیو ته ګډه وکړه او حتا د هغوی ځينې نور ولایتونو ته ولاړل چې هلته له سپکاوي او تبغیض سره مخ شول.
له دې امله هغوی چې له ترهګرۍ تر ټولو ډېر قرباني شوي وو، داسې وښودل شوه چې دوی ترهګر دي. د «فتا» مهم ښارونه د جګړو په لړ کې ویجاړ شول. لوی بازارونه او کورونه د جګړې د ښکېلو لورو له خوا ولوټل شول. ډېری سیاسي ګونه چې د پاکستان د پوځي برخې له خوا ګواښل شوي وو، خپل غږ یې د هغو پښتنو لپاره چې په دغې سیمې له هغوی سره زور زیاتی شوی وو، پورته نه شوی کړای.
له دې منځه د ځوانانو له خوا رهبري شوی مشهور حرکت چې ځان د پښتنو د حفاظت غورځنګ یا پي ټي ام بولي، رامنځته شو. چې د پاکستان د پوځیانو ظالمانه او له توندلارۍ ډکې تګلارې وننکوني. دغه غورځنګ، سترې غونډې جوړې کړې چې د افغانستان په وړاندې جګړه کې د دغې سیمې پر کارونې اعتراض وکړي.
خو امنیتي ځواکونو د دې پر ځای چې خپلې تګلارې بدلې کړي، دا نوی حرکت یې د «دولت ضد» وباله او ادعا یې وکړه چې دغه خوځښت د دښمن استخباراتو ته کار کوي.
د پاکستان پوځي برخې دغه سیمې د «اصلاح» تر نامه لاندې سره یوځای کړې او پر هغه یې د پښتونخوا نوم کېښود، خو د هغه څه پر خلاف چې په اساسي قانون کې ویل شوي دي، هغه یې مدنې ټولنې ته پرانیستی پرې نه ښود او حکومتوالۍ یې مُلکي برخې ته بدله نه کړه.
ولې؟ د دې لپاره هغه څه چې په خطر کې دي «د طالب پروژې» راتلوونکی دی چې د پاکستان دولت امنیتي برخې هغه په دوامداره توګه له لوړې ژمنې سره تعقیب کړې ده.
طالبان له ۱۹۹۴ کال راهیسې په پاکستان کې له پراخو پټن ځایونو څخه په استفادې «په نه ماتېدونکې توګه» رامنځته شول.
طالبانو د ۱۹۸۰ لسیزو د جګړې په لړ کې او له هغې وروسته چې «د افغانانو د جهاد په نامه هم یادېږي» د پاکستان په ۳۶ زره مدرسو کې اېډیالوژيکې زده کړې وکړې (ماغزه یې ومینځل شول) او دوی کولای شول، که چېرې په افغانستان کې تر ټولو بده ماته هم تجربه کړي. د ډیورنډ کرښې په ختیځ کې پر خپل پنډغالو پورې تړلي وي.
حتا د سپټمبر ۱۱مې پېښې څخه وروسته، د پاکستان امنیتي برخې طالبانو ته اجازه ورکړه چې نه یوازې په افغانستان کې د امریکا له خوا د امارت له ماتې وروسته پاکستان ته ننوځي بلکې په ۲۰۰۳ کال کې «د ترور د نړیوالو ډلو له ځينو برخو سره» بیا رامنځته شي او په پاکستان کې د خپلو مرکزونو له لارې، په افغانستان کې نوې جګړه پیل کړي. امریکا پر پاکستان فشار راوړ چې د القاعده په وړاندې اقدام وکړي، خو امریکا طالبانو ته یوازې د سیمه ییزې او یا هم ځايي ستونزې په توګه کتلي دي.
په دې وروستیو کې د «فتا» په ځينو برخو کې د طالبانو د پټن ځایونو په هکله په اعتراضونو کې په ځانګړې توګه په وزیرستان کې یو نوی ځواک لیدل شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو د بیا پراختیا لپاره د دویم پلان یا «ب پلان» یوه ستره اندېښنه ده. د سیمې اوسېدونکي د تېرو دوو لسیزو ترخو تجروبو په پام سره، په خپلو سیمو کې د تاوتریخوالي د نوې دورې په هکله اندېښمن دي.
د سیمې پر اوسېدونکو هدفي وژنې د پراختیا په حال کې دي او خلک همدارنګه د پاکستان د پوځیانو له خوا وژل کېږي په داسې حال چې دغه پوځیان د دغه کار په هکله هېڅ ځواب یوونکي نه دي.
هغه سترې غونډې چې د پي ټي ام له خوا په میران شاه، واڼه، بانو، پشاور او نورو برخو کې جوړې شوې، په دغو غونډو کې د پي ټي ام غړي د ترهګرو د پټن ځاینونو د له منځه تللو غوښتونکي وو؛ هغه پټن ځایونه چې کورونو ته یې وژنې او وینې تویېدنې ور وړي. د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګري لکه علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننګیال او نورو دغه سترې غونډې رهبري کړې.
دا یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه دی چې د طالبانو د پټن ځایونو په وړاندې یې د سیمې د اوسېدونکو لپاره غږ پورته کړې دی. په دې وروستیو کې ستره قومي غونډه جوړه شوه او د هغوی غوښتنه په څرګنده د دغو پټن ځایونو له منځه وړل و. د روان زیږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې، د عثمان زي جرګه، چې په شمالي وزیرستان کې له ټولو قومونو استازیتوب کوي، د هغه څه په وړاندې چې دوی یې «ښه طالبان» ګڼي حرګنده پرېکړه لیک خپور کړ. (د ښه طالب کلیمه د پاکستان د استخباراتي بنسټونو له خوا د هغو طالبانو لپاره کارول کېږي چې په افغانستان کې جنګېږي او د پاکستاني لوري د ډیورنډ کرښې په جګړه کې ښکېل نه وي.)
تېره اوونۍ په دوو غونډو کې چې یوه یې په ځاني خېلو او بله یې په میران شاه کې په زرګونه تنو د سیمې د اوسېدونکو مړي چې د ښه طالب نوم ورکړل شوي، له خوا وژل شوي وو ولېږدول. او هڅه یې وکړه چې د اسلام په لور ولاړ شي او د طالبانو د پټن ځایونو د لېرې کولو لپاره خپله غوښتنه د مسوولانو غوږ ته ورسوي. په دواړو غونډو کې حکومت هڅه وکړه چې لاریون کوونکي ارام کړي او هغوی ته یې ژمنه ورکړه چې خپلې سیمې له طالبانو پاکې کړې او طالبانو ته پناه ورنه کړي.
همدارنګه په تېره اوونۍ کې، د احمدزي وزیر لویه جرګه؛ چې یوه بله قومي غونډه ده په پرېکنده توګه او په ټولیزه توګه د «ښه طالب» د پټن ځایونو د له منځه وړلو غوښتونکي شول. ځکه د هغوی په وینا، دغه ډله د هغوی په سیمه کې وژنې او ویجاړۍ ته پراختیا ورکوي.
له وزیرستان څخه د پارلمان دوه ځوان خپلواک او منتخب غړي علي وزیر او محسن داوړ په دوامداره توګه د پارلمان له ادرسه د دغې موضوع په وړاندې خپل غږ پورته کړ.
علي وزیر د یوې جنجال رامنځته کوونکې وینا په تور د څو میاشتو لپاره د کراچۍ په زندان کې بندي شو، خو د هغه ملاتړي په دې باور دي چې د هغه د نیولو یوازینی علت د طالبانو د پټن ځایونو په وړاندې د هغه پرېکنده دریځ دی.
دا د یادولو وړ ده چې د هغه (علي وزیر) د پلار، وروڼو، د تره زامنو په ګډون د کورنۍ لېرې او نږدي ۱۷ غړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي.