Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له اوسني وضعیته د وتلو لپاره د یوه پوځي لیدلوری

امریکا تازه اعلان کړی، امریکایي او نړۍوال ځواکونه چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري په څه کم پنځو میاشتو کې به د دوی شمېر صفر ته ورسېږي. 

دغه پرېکړه چې دا ځل امریکا ورته ډېره جدي ده، د افغانستان د راتونکي، سولې پروسې او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو په تړاو د ځینو اندېښنو سره مل ده. 

په دغې مقاله کې، د ځینو حل لارو په تړاو ویل شوي، چې څنګه وکړای شو افغانستان سره په دغه وضعیت کې د بهرنیو سرتېرو په نه‌شتون کې مرسته وکړو.

۱. زما په اند په لومړي ګام کې باید د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دفاعي او امنیتي سرتېري باید د روسانو له وتو روسته په جلال اباد کې د ډاکټر نجیب د حکومت په څېر له دغه وضعیته بریالي ووځو. که دغه دفاع درې کاله دوام وکړي، لیدلوري به بدل شي. 
طالبان په یوې پراخې جګړې کې چې پنځه میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو وروسته د کندهار په څېر د ځینو لویو ښارونو د نیولو په هڅه کې دي، باید ماتې وخوري او دغه هیله یې باطله شي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د پوځي لارې بریالي کېږي. او ان تر دې چې د دښمن د وېشل کېدو او ضعیفه کېدو احتمال شته.

تاریخ او د خلکو د ارواپوهنې تجربې ښودلې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته، نه یوازې دا چې د ملي اردو روحیه به ضعیفه نه‌شي لا به غښتلي، هوښیار او ځیرکه شي. 

دې کار لپاره زموږ اقدامونه:

ـ د استخباراتو په دستګاه کې ریفورم او اصلاحات، په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د ادلون بدلون په مانا نه ده.

ـ د تدارکاتو او لوجستیک په سیسټم کې اصلاحات.

 ـ د ټولنې دننه او د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د معلوماتو او د رواني اطلاعاتو مدیریت.

ـ د قوو د بدلون په سیسټم کې اصلاحات، چې اوس هم پرسونل له هغې رنځ وړي او د سرتېرو د کمېدو لامل ګرځېدلی. 

ـ مخکې له مخکې د تابیا نیول او د بې پروایۍ مخنیوی یعنې د طالبانو د فکر او تګلارې مطالعه.

ـ د هوایي ځواکونو ځای پر ځای کول.

ـ د ځان لپاره د جګړې اقتصادي کول ( په ځانګړې توګه د مهماتو او وسلو په لګښت کې باید ځیر واوسو، ښه استخبارت او لومړيتوبونه) او برعکس طالبانو ته د زیاتو تلفاتو په اړولو د جګړې بیې لوړول.

ـ له هغو سیمو تجدید نظر، کومو ته چې اکمالات، غښتلتیا، بدلون، تخلیه او ملاتړ ترسره کړو، که هڅه وکړو، چې له هر ځایه دفاع وشي نو په ټولو ځایونو کې به ضعیفه شو.

ـ په تنخواګانو کې نسبي ډېروالی، چې د دندې خوشې کولو کچه به راټیټه کړي او د بیاځلي جذب لپاره به د هڅونې زمینه برابره کړي.

ـ د متقاعد او برحاله نخبه ګانو او د مُلکي کارپوهانو په ګډون د پوځي مطالعاتو د فکر خونې رامنځته کول چې د افغانستان د ملي پوځ حال او راتلوونکی ترسیم کړي، البته له ورځنیو مسایلو پرته.

۲. د امنیتي ننګونو او د اوتراتیفي منفي او مثبت پلان جوړول ( د لیکو له اړخه، وخت، موخې، دنده او اقدامونه) ان د سولې تر هوکړې وروسته به جدي ګواښونه او ستونزې پاتې شي او په ټول هېواد کې د هغې تطبیق به لږ څه ستونرمن کار وي. او په همدې حال کې به د یوې روښانه راتلونکي لپاره د خلکو هیلې لا ډېرې شي، له همدې امله د دغه وضعیت مدیریت لپاره د یوه پلان درلودل مهم دي. هم اسانه نه‌ده او هم ارزانه نه‌ده، خو د چمتووالي او احضاراتو سره به دغه ګواښونه راکم شي.

۳. زه باوري نه یم، چې افغانستان به ۹۰مې لسیزې ته شاتګ وکړي او طالبان به بیا واک ته ورسېږي، خو د نظام دننه یووالی یوه حیاتي موضوع ده.
 د ترکیې ناسته ترسره کېږي او پاکستانیان به طالبان دغې ناستې ته راولي. د سولې لپاره د یوې سیاسي هوکړې احتمال لا ډېرېږي. په هر حال، باید د الف (A) او ب (B) پلان ولرو.

۴. د هېواد لپاره په اقتصادي برخه کې د ناټو او امریکا ملاتړ او وروسته له ۲۰۲۴ کاله ملي اردو سره پوځي مرستې برخلیک ټاکوونکې دي. باید د مشترکاتو په هڅه کې واوسو ( د تروریزم ضد عملیاتونه، استخباراتي همغږۍ، پوځي همکارۍ او د مشارکت دوام......) چې زموږ د متحدانو امنیتي ملي ګټو ته ارزښت لري.

۵. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي اجماع او ملي یووالي جوړېدل به، د تل‌پاتي سیاست د بدلولو طرحه عملي کړي.

۶. له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو احتمال لپاره اجراییوي پلان ( لوجستیک، تدارکات، د ځای پر ځای کېدو سیمې او ګواښونه) شته دي.

۷. د ملي اردو په ساتنه او تل‌پاتې کېدو برخه کې د مالي سرچینو د ټینګښت لپاره د سیمې ملاتړ جلبول.

۸. په سیمه کې د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد له طالباني فکر او د امارت له بیا راتګه ملاتړ نه‌کوي، ځکه د طالبانو سیاست او فکر د ۹۰مې لسیزې په څېر نن د سیمې او نړۍ لپاره د منلو نه دی او دننه هم د یو متفاوته نسل سره مخ دي. 
دغه ټول شرایط د دولت په ګته دي او له دې ټولو کولی شو، چې د ځان په غښتلتیا او د طالبانو په له‌منځه وړلو کې ترې ګټه واخلو.

۹. باید هېر نه‌کړو، چې دغه ټول به زموږ د پوځي سرتېرو په غاړه وي او هغوی د معاصرې جګړې په تجربو سمبال دي او په یوه باور وړ مسلکي شریک بدل شوي دي. له مورني هېواده د دفاع له امله او له نړۍوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د سرتېري په حیث په لیکو کې، وروسته له ۲۰۲۴ کاله د نړۍوالو متحدینو د اوږدمهاله مرستو مستحق دي.

۱۰. زه پوره باوري یم، چې افغانستان کولی شي چې د سیمې او نړۍ مرستو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشري پر غاړه واخلي ځکه چې، طرفیت، هوډ او وسه یې شته. په همدې حال کې له خپلو خلکو د هر ډول دفاع لپاره چمتو دي ان شاالله او تعالی.

ډګر جنرال ارکان حرب فرید احمدي د افغانستان د پوځ په بېلابېلو برخو کې خدمت کې دي. 

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په دغې مقاله کې لید لوری د طلوع نیوز لخوا نه تاییدېږي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم وي، نو سموونه به په کې اضافه شي.

ډګر جنرال فرید احمدي لیکي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو له بشپړو وتو وروسته په ستره جګړه کې به د یوه لوی ښار لکه د کندهار ښار د سقوط لپاره هڅې وکړي، باید ماتې وخوري.

شریک یي کړئ