Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د یوه کال په اوږدو کې

یو کال وړاندې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ورځ (۲۸ اګسټ)، د بریټانیا د تخلیې وروستۍ الوتکه له کابله والوتله. همدا مناسبت دې ته زمینه برابروي چې موږ د افغانستان پر اوسني وضعیت رڼا واچوو او راتلونکي ته کتنه وکړو.

که څه هم موږ په کابل کې فزیکي حضور نه‌لرو، خو بریټانیا لا هم د افغانانو د ژوند ښېرازۍ او هوساینې ته ژمنه ده چې دا په‌خپله  له افغانانو د بریټانیا ملاتړ او تلپاتې ژمنتیا په ګوته کوي.

افغانانو له کلونو راهیسې خورا ډېرې جګړې لېدلي، خو موږ د افغانستان او سیمې لپاره د یو سوله‌ییز او خوندي راتلونکی په لټه کې یوو، داسې چې څو هر څوک وکولای شي په سوله کې ژوند وکړي او بنسټیزې اړتیاوې او حقونه یې خوندي شي.

د تېر یوه کال په اوږدو کې په‌دې هېواد کې پراخ بدلونونه راغلي. سره له دې چې په‌دې کې ځينې شیان د اندېښنې وړ دی، خو دا هم حقیقت دی چې تر ډېره بریده د پراخې او خورې جګړې د کابو کېدو په پایله کې په تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. دا یو مثبت ګام دی او باید هرکلی یې وشي.

افغانان له ډېرې مودې راهیسې له جګړو سره لاس او ګرېوان دي او نور تاوتریخوالی به هېچا ته ګټه و نه رسوي. موږ څرګنده کړې چې په افغانستان کې د سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره له تاوتریخوالي  د وسیلې په توګه له کارولو ملاتړ نه‌کوو، خو سوله‌ييز سياسي فعاليت نه يوازې مشروع ګڼو؛ بلکې تر بل هر وخته یې ډېر مهم بولو.

البته د تېرو څلورو لسیزو جګړو دا په ډاګه کړې چې د مرکزي کنټرول لپاره د یوه داسې متوازن ځواک د رامنځ‌ته کولو اړتیا ده چې په افغان ټولنه کې د ټولو ډلو د ګټو استازیتوب وکړي.

تر ټولو ستره ننګونه چې اوس‌مهال ورسره افغانستان مخ دی؛ په‌ ټول هېواد کې د پام وړ لوږه او سخت بشري وضعیت دی. له نیمايي ډېر نفوس یانې څه باندې ۲۴ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. له پراخو هڅو سره-سره  لا هم د اړمنو خلکو د شمېر راکښته کول ستونزمن برېښي. بریټانیا په نړیواله کچه دې کړکېچ ته د رسېدو په برخه کې مخکښ رول لوبوي.

د تېر کال په ژمي کې د بشري ناورین د اټکل په اړه خورا اندېښنه وه. بریټانیا د وضعیت د جديت په درک کولو سره، له افغانستان سره خپلې مرستې دوه برابره کړې او افغانستان ته یې د ۳۴۷ مېلیونه ډالرو مرسته ځانګړې کړه. په‌دې مالي کال کې وار له مخه ۱۷۰ مېلیون ډالره مرستې ویشل شوې دي. دا سږ کال په نړۍ کې د بریټانیا د دوه د اړخیزې مرستې تر ټولو ستره برنامه ده.

بریټانیا په‌دې برخه کې د خپلو ملي ژمنو تر څنګه په تېره مارچ میاشت کې له ملګرو ملتونو، قطر او جرمني سره په کډه د یوه کنفرانس کوربه وه چې پر مخکینیو هغو سربیره یې د بشري مرستو په برخه کې یې ۲٫۴ مېلیارډ ډالر راټول کړل.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د جون د میاشتې له مرګونې زلزلې وروسته هم زموږ غوڅ ملاتړ څرګند شو. بریټانیې دې پېښې ته درسېدو په موخه، په ډېره کمه موده کې څه باندې ۳٫۵ مېلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړه.

د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په اوږدو کې  ۴.۳ مېلیونه افغانانو ته د روغتیا، اوبو، حفظ الصحې، خوندیتوب، سرپناه، خوړو، معیشت او زده‌کړو په برخه کې د برتانیې له‌خوا چمتو شوې بېړنۍ بشري مرستې ورسېدلې. خو موږ پوهېږو چې یوازې بشري مرستې نه‌شي کولای د افغانستان اوږدمهاله ستونزې حل کړي.

د اوکراین جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې کړکېچونه او لوږه به د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې د تمویل کوونکو پر بودجې اضافي فشار راوړي؛ نو دا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده چې د روان اقتصادي کړکېچ کابو کولو ته چې په افغانستان کې د لوږې، بې‌وزلۍ او بشري ناورین لامل شوی، په دوامداره توګه پام وشي. بریټانیا د پراخ اقتصادي ثبات او اوږدمهاله پراختیایي ملاتړ په ارزښت پوهېږي؛ نو اړتیا ده چې طالبان افغانانو ته د مرستې په رسولو کې له موږ سره همکاری وکړي.

دا اړتیا تېره میاشت په کابل کې د ایمن الظواهري له حضور وروسته نوره هم مهمه او سخته شوې ده. تېر کال په پرله پسې ډول نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړل شوی و چې طالبان د القاعدې مشرتابه ته پناه نه ورکوي. دا په ښکاره ډول ناسم ثابت شو. دا ډول بې‌غوري د کلیدي ژمنو، ګډ کار او ګډو ګټو لپاره باور کمزوری کوي او د بندیزونو د لرې کولو په اړه فکر کول نور هم ستونزمنوي.

بریټانیا د لیکچر وړاندیز نه‌کوي او نه غواړي پر نورو خپل ارزښتونه تحمیل کړي، خو ځینې نړیوال بنسټیز اصول شته چې عملي کول یې ضروري دي. په دې رابطه رامنځ‌ته شوې فاصله د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو پایله ده.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۳مې پرېکړه چې نجونې له ثانوي ښوونځيو راګرځوي، د نړیوالې ټولنې لپاره یوه هیښوونکې پرېکړه ده. د زده‌کړو او مساوات له لارې د ښځو ځواکمنتیا، د یوه هېواد د راتلونکي لپار ډېره اړینه ده. دا یو "لوېدیځ" لید نه‌دی. ډېری اسلامي هېوادونه شته چې ښځې او نجونې یې په ټولنه کې په بشپړه توګه ونډه اخلي او د خپلو هېوادونو په بریا او سوکالۍ کې مرسته کوي.

لکه څنګه چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په راپور کې ویل شوي، د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ اندېښنې شته چې باید پام ورته وشي.

بریټانيا غواړي چې د افغانستان د مثبت راتلونکي  لپاره په عملي توګه کار ته دوام ورکړي. موږ چمتو یوو چې په څرګند ډول په ګډه کار وکړو او تاریخي اختلافونه څنډې ته کړو. موږ چمتو یوو چې دا کار د افغانانو د ګټو لپاره وکړو، ځکه دوی له اوږدې مودې راهیسې ستونزې زغمي، خو موږ په دې برخه کې د طالبانو له لورې د شویو ژمنو له عملي کولو پرته پرمختګ نه‌شو کولای.

زه په‌دې باور یم چې د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره د ګډو لارو چارو د موندلو په خاطر له طالبانو سره تعامل اړین دی. د دې لپاره چې د افغانستان سرپرست حکومت  د نړیوالې ټولنې د یوه مشروع غړي په توګه ومنل شي، د طالبانو لپاره دا مهمه ده چې له نړیوالې ټولنې سره پر مهمو ژمنو عمل وکړي او د باور فضا رامنځ‌ته کړي.

په‌دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډې هیلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۳۰مې په ۲۵۹۳  نمبر پرېکړه‌لیک او یو شمیر نورو پریکړو کې په ډاګه شوي.

زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د برتانیا سفارت د شارژدافیر (چارسمبالي) په توګه دنده تر سره کوم.

زموږ ماموریت او حکومت په نه ستړي کېدونکې توګه کار ته دوام ورکوي. هڅه مو دا ده چې وکولای شو نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته راستنولو لپاره مثبت او د پام وړ ګامونه پورته کړو.

له لسیزو جګړو او شخړو وروسته، زه د افغانستان د امکاناتو په اړه خوشبین یم. دا د کوم ناسم ایډیالیزم پر بنسټ  ولاړه خبره نه؛ بلکې دا د افغانانو په ځواک، هوډ، هوښیارۍ او انعطاف باندې د تل‌پاتې باور خبره ده.

یو شی روښانه دی، هغه دا چې برتانیا ژمنه ده چې په‌ اوس او راتلونکي دواړو کې به په دې سفر کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

لیکنه: هیوګو شارټر – د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافیر (چارسمبالي)

افغانستان د یوه کال په اوږدو کې

یو شی روښانه دی، هغه دا چې بریټانیا ژمنه ده چې په‌ اوس او راتلونکي دواړو کې به په دې سفر کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه