له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په بېړه وتلو وروسته په کابل کې نوي حکومت په خپله ډیپلوماسۍ کې احتیاط غوره کړی دی. نوی حکومت که څه هم په نړۍواله کچه د رسمیت پېژندنې برخه کې له ستونزو سره مخ دی خو ځینو هېوادونو وار له مخه خپل سفیران کابل ته استولي چې یو له هغو چین دی.
په نږدې راتلونکې کې د افغانستان-چین د اړیکو لیدلوری څه ډول دی؟ چین تل ټینګار کړی چې د نورو هېوادونو په کورنیو مسایلو کې به لاسوهنه نه کوي او همدا پالیسي به پرمخ بیایي. زما په اند دا اړینه ده.
نوي حکومت په کابل کې خپل ټول اداري تنظیم را جوړ کړي خو لا هم د ځینو لویدیځو هېوادونو لخوا تر جیوپولیټیکو فشارونو لاندې دی. د نه لاسوهنې د پالیسۍ په پام کې نیولو سره، زما په اند د افغانستان حکومت او خلک له چین سره په تعامل کې ځانونه خوندي احساسوي.
څه باندې لس کاله کیږي چې چین «د یوه کمربند یوې لارې» پروژه پیل کړې ده. دا ستره جیوایکانومیکه سټراټیژي د چین لپاره د سمونونو یوه مهمه بڼه ده. بیجینګ دغه سټراټیژي د چین د اقتصادي پراختیا لپاره یوه لویه طرحه ګڼي. د «یوه کمربند یوې لارې» پروژې جغرافیایي تمرکز اروپایي-اسیایي دی ترڅو افغانستان په دې پروژه کې د سیمې په کچه یو مهم نښلونکی او دهلیز و اوسي. زما په اند افغانستان د نښلون په ځانګړې توګه د بېخ بنسټو پروژو او اړیکو په برخو کې له چین پانګونه او همکاري راجلبولی شي چې ګټې به یې هم دوه اړخیزې وي.
اقتصادي پراختیا بشري ځواک، قوانینو او سېسټمونو ته هم اړتیا لري او زما په اند افغانستان لپاره د سرچینې په توګه د چین تجربه اړینه ده. په تېره پیړۍ کې چین پرته له دې چې له شوروي اتحاد یا امریکا مرسته وغواړي له صفر پر تدریجي هوساینې بدل شو. زه باوري یم چې افغانان هم له پرلپسې کار او جرات سره همدا ډول بریالي کېدلی شي.
له اقتصاد ور اخوا، امنیت او جیوپالیټیکس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغېزمنولی شي. په دې برخه کې څو خبرې دي. لومړۍ، د کارکوونکو امنیت. په پاکستان کې د چینایي انجینرانو وژل کېدل چینایي چارواکي راویښ کړي دي. دویم، بیجینګ په د ژینجیانګ ایغور په خودمختاره سیمه کې ثبات ته اندېښمن دی. کابل باید له استخباراتي او نورو لارو دا وضعیت وڅاري. زه باوري یم چې هېڅ څوک بشپړ امنیت او خوندیتوب نشي تامینولی خو که کابل په دې برخه کې چټک ګامونه اخیستي وي، چین به شته پېچلی وضعیت درک کړي څو دوه اړخیزې اړیکې پرځای پاتې شي. د امنیت په برخه کې ګډ میکانیزم او همکاري مرسته کولی شي. د جیوپالیټېکس لپاره، دا یو څه د باور او د وړاندوینې وړ نه دی. د کابل نوي حکومت د چین د دریځ په څېر د بې پریتوب پالیسي غوره کړې ده.
د دې سربېره، چین له امریکا، جاپان، اسټرلیا او هند سره هم ناندرۍ لري. افغانستان په اوس کې له ټولو هېوادونو سره دوستانه تعامل غواړي. د کابل لپاره دا حتمي ده چې له نورو هېوادونو سره د چین د کړکېچ په صورت کې سختې پرېکړې وکړي. که څه هم چین ښایي په راتلونکې کې د افغانستان یو سټراټیژیک اقتصادي ملګری وي خو د افغان سیاستوالو لپاره به له ناورینونو او ناڅرګندو حالاتو سره مخ کېدل هوښیارې ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري.
زما په اند جاپان او روسیه به په سیمه کې د چین لوی سیالان و اوسي په ځانګړې توګه کله چې د اکراین جګړه ختمه شي. د کابل چارواکو او ډیپلوماټانو لپاره به د عملي توازن رامنځته کول یوه مهمه چاره وي.
ډاکټر پروفیسور هی سینگ ټسو د چینایي سټراټیژیو او جیوپولیټیک کارپوه دی. هغه د جیوپولیټیک او سټراټیژیو د زده کړې په ګېګټزې انسټیټیوټ کې رییس او څېړونکی دی.
په دې اړه مو اندونه