Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې بې مانا تاوتریخوالی باید ودرول شي

کاناډا او آسترالیا د نړیوالی ټولنی له نورو غړو سره په یو ځای کیدو په تول افغانستان کی د تاوتریخوالی ډیروالی غندی.

مونږ د ملکی بیګناه خلکو پرځورونه او وژنه خواشینی یو.

مونږ د سولی پر فعالینواو پرافغان امنیتی ځواکونو چی دخلکو دخوندیتوب په هڅه کی دی، قصدی او ناوړه بریدونه په کلکه غندو.

مونږ ژوره اندیسنه لرو چی دطالبانو لخوا د افغان امنیتی ځواکونو پر وړاندی د تاوتریخوالی نه منونکی کچه د سولی لپاره د افغانستان د خلکو اوږد مهاله هیلی ګواښوی.

پر دینی عالمانو، روغتیایی کارکونکو، د بشری حقونو پر مدافعینو او قضایی کارمندانو باندی وروستی بریدونه د کرکی وړ دی. د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکی په ښکاره ډول هڅه کوی تر څو د آزادو بحثونو مخه ونیسی، خو د تاوتریخوالی د پای ته رسیدلو او دافغانستان لپاره د یو روښانه او ټول شموله راتلونکی په هکله د مدنی ټولنی غږ څوک نشی بندولای. مونږ ډاډه یو چی افغانان به خپلی ګډی موخی ته چی هغه د یوسوله ایز افغانستان په کوم کی چی د خلکو هوساینه او هراړخیزه ګډون مطرح وی، د خپل غږ له پورته کولو څخه لاس پرسر نشی. مونږ ددی جنایتونو بشپړه څیړنه غواړو تر څو مسئولین یی دمحاکمی میزته راکش کړای شی.  

یوی ټول شموله سولی ته درسیدو د یواځینی لاری په توګه مونږ د افغانانو په مشرئ او مالکیت له  خبرو اترو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. دا ډیره خواشینونکی خبره ده چی د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو لخوا ښودل شوی زغم د طالبانو لخوا څخه نه منعکس کیږی. له هغو کسانو څخه چی د خلکو د استازیتوب ادعا کوی، او همدا خلک ددوی دتاوتریخوالی قربانی هم دی، د داډول کړنی طمع نه کیږی.

مونږ پر ګډه، دجګړی په ټولو اړخونو غږ کوو چی دملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۳۲ ګڼی پریکړه سمدستی رعایت کړی. همدا اوس بیړنی بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده ترڅو زیان منونکو او اړو ټولنو ته د لاس رسی زمینه مساعده شی ځکه چی افغانستان د کرونا ویروس له سختو اغیزو سره مخامخ ده. د تاوتریخوالی سملاسی راکمول او د بشردوستانه اوربند را منځته کول به د باور جوړونی او په بین الافغانی مذاکراتو کی د پرمختګ لامل شی.

طالبان باید افغانانو او نوری نړۍ ته وښایی چی دوی په ښه نیت او دافغانستان د سوله ایزی راتلونکی لپاره د خبرواترو او مذاکراتو هوډ لری.  مونږ ټولی ښکیلی خواوی د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو او د سولی لپاره د یو واضحه ژمنتیا په ښودلو سره د بین الافغانی مذاکراتو پیلولو ته، هڅوو.

ټولی خواوی باید ژر تر ژره بی معنا تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیږدی.

د اسټرالیا او د کاناډا سفیران دغه مقاله کې وايي موږ د ملکي او بې ګناه خلکو وژنې په له کبله خواشیني یوو

شریک یي کړئ