Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي

د مارچ له ۲۳ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو بریالی نه شو افغانستان کې د اشرف غنی او عبدالله عبدالله تر منځ - چې ځانونه د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکي بولي - جوړه وکړي.

هغه یوې اعلامیه کې ویلي:«د دې مشرانو اختلافاتو د امریکا ملی ګټو ته مخامخ ګواښ پېښ کړی، نو د دې په خاطر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به یو مېلیارد ډالر مرسته په دې کال کې کمه کړي...او همداراز چمتو دی چې په راتلونکي ۲۰۲۱ز کال کې د یو مېلیارد ډالرو نوره مرسته هم کمه کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي و:«د دې مشرانو اختلافاتو د امریکا ملی ګټو ته مخامخ ګواښ پېښ کړی.»

په امریکا کې اقتصادي ستونزې دا پرېکړه چې له افغانستان سره د مرستو کمښت ده، نوره هم پیاوړې کړي، خو افغانستان کې به د کرونا ویروس خپرېدل به د امریکا لپاره په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي د نړېدو په څېر یا له هغې هم ښایي ګران پرېوځي.

۱ـ دا چې افغانستان څه خطرونو سره مخامخ دی، اړینه ده چې د افغانستان تېرو دېرشو کالو ته اشاره وکړو.

د داکتر نجیب الله د حکومت نسکورېدو اصلي لامل۱۹۸۹ زیږدیز کال کې د بهرنیو ځواکونو وتل نه وو ځکه دغه کار مجاهدین سره یو کړل، خو د بهرنو مرستو کمېدلو په ترڅ کې چې د حکومت ۱/۴ برخه بودیجې کمښت د تغییراتو سبب شو ـ خوراکي توکو کمښت د امنیتي ځواکونو معاشونو نه ورکول لامل شول چې دا ځواکونه محاهدینو ته تسلیم شي او یا ګمرکات او نورې مهمې ادارې ونیسي، تر څو خپل لګښتونو پوره کړي.

 اووه میاشتې وروسته شورويي خپلې مرستې بندې کړې او نجیب مجبور شو چې له ځواکه لیرې شي او د حکومت مخالفین کابل لوټ کړي.

دا موږ ته را ښيي چې د کړکېچ مخنوي لپاره یوازې طرحه نه بلکې هغه مشرتابه ته اړتیا ده چې په دغسې حالاتو کې نړۍ کې یې ډېر کم کسان د ناورین پر وخت ترې کامیابه راوځي.

نن هم افغانستان ډېر پر بهرنیو مرستو تکیه کړې، لکه څرنګه چې د روسانو په وروستي وخت کې یې کړې وه. د لګښتونو په اړه دواړو دورو کی دقیق اطلاعات نشته، خو د رسمي ارقامو پر بنست لکه په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د افغان حکومت ۲۶ سلنه بودیجه د بهرنیو مرستو له اړخه وه.. وروسته له درېیو لس ییزو دا شمېرې ۷۵ سلنې ته لوړې شوې. په داسې حال کې چې د بهرنیو مرستې د افغانستان نا خالصو تولیداتو په پرتله ۲۰ برابره زیاتې دي او دې کار افغانستان نړۍ کې څلورم مرستو پورې تړلي هېواد باندې بدل کړی دی.

د دغه لاملونو له مخې ویلی شو چې امریکا باید افغانستان خوشې نه کړي، ځکه د مرستو کمښت، د سولې بهیر پرېښودل یا یې په یوازې مخې ته بیول، امریکا به به ګواښ سره مخامخ کړي.

‎ افغانستان د کورنۍ بودیجې تامین کې پرمختګ درلود او دا بهیر مرسته کوي چې دولت نور له بودیجوي کسر سره مخامخ نه شي. او هغه بهیر چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال وکارول شو د افغانستان ۲۰۰۴ زیږدیز کال تصویب شوي قانون نه وروسته کار نه ورکوي، ځکه چې اساسی قانون ډېره اخیسته د مرکزي بانک خپلواکۍ الزام سره وضع کوي.

هېواد کې د خصوصی سکتور برخې لخوا د پیسو ویستل او تېرو دوو لس ییزو کې د بهرنیو پانګې سره سره مرکزي بانک توانېدلی چې نېږدې ۷،۵ مېلیارده ډالر وساتي او دا شمېر د ناخالصو تولیداتو ۴۰ سلنه چې لسو میاشتو کې ترلاسه شوې جوړوي. دا ارزي زېرمو لویه کچه د جاري حساب له کسر سره(د رسمي لېږد رالیږد جلا کول) چې د کورنیو ناخالصو تولیداتو ۱۹ سلنه جوړوي، جبرانېږي.

دا شمېر په دې مانا ده چې د بهرنیو مرستیو بغیر به دا پانګې په یو کال کې نیمې شي او د اسعارو بیې به کمې او د خصوصي برخې پانګې به بهر ووځي، هغه څه چې اوس ډېر پراخ دي.

اوس مهال امریکا متحده ایالات د افغانستان اقتصادي مرسته کوونکی دی ـ او لوی ملاتړی، خو ښایې چې د ځانګړو لاملونو له کبله د ځوړې دوره هم وګوري.

نېږدې ۵۰ سلنه د امریکا خلک(چې زه هم د دوی په شان یم) اوس قرنطین حالت کې دي او ښایې دا شمېر ډېر شي. ښایې راتلونکو میاشتو کې د بېکاریو کچه له ۳۰ سلنې هم زیات شي، او د امریکا متحده ایالاتو اقتصاد راتلونکو میاشتو کې ۲۵ سلنه راټیټ شي. اوس چې زه دا مقاله لیکم د امریکا مشرانو جرګه د یوې هوکړې کولو په حال کې ده چې دوه تریلیونه ناخالص تولید په پام کې نیسي، خو د افغانستان د اړتیا وړ پیسې د امریکا متحده ایالاتو په اقتصاد کې کمې دي.

امریکایان د نړیوال ټولنیز نظم متقابل پییليتوب په تړاو پوهه لري او درناوی یې کوي، باید ډېره هڅه وشي چې دا لګښتونه کم شي، خو دوی به له ماتې سره مخامخ شي، دا چې د غني او عبدالله داسې داسې هوکړې ته ورسیږي دا چې څوک افغانستان اداره کړي.

افغانان او ګاونډي یې باید د پانګو وتلو په تړاو پلان ولري، ځکه که یې مخه ونه نیول شي دا ککار با پانګونه کمه، د بیکارۍ کچه لوړه او خوراکي توکي به کم کړي.

تر هغه وخته پورې چې امریکايي او د ناټو ځواکونه افغانستان کې وي، افغان امنیتي ځواکونه به د بهرنیو بودیجه ترلاسه کوي، خو که نه وي، نو دا بودیجه به هم نه وي: د افغان ځواکونو د بهرنۍ بودیجې کمښت ښایې د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ چټکه کړي. خو د دغو مرستو دوام یې د غني عبدالله هوکړې، د سولې بهیر او د طالبان او امریکا ترمنځ هوکړې ته مشروط کړې دي.

 د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې یوه اوونۍ مخکې طالبانو د تاوتریخوالي کمښت لړۍ پلې کړې. او د اوربند په تړاو د افغانانو ترمنځ خبرو باندې چې له هوکړې لس ورځې وروسته باید پیل شوې وی او اوربند شوی هم ځکه ټینګار کېده، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د امریکا ژمنې پر اساس د طالب بندیانو خوشې کولو کې افغان حکومت شرایط وړاندې کړل او دا بهیر وځنډول شو.

 د قطر او امریکا په مرسته د افغانستان حکومت او د طالبانو استازو د بین الافغاني خبرو لپاره له ټاکلي وخت چې د مارچ لسمه نېټه وو دوې اوونۍ وروسته، سره د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو  خوشې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې. په همدې حال کې پومپیو له کبله د دوحې پر لور وخوځید او هلته یې د طالبانو دفتر له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره ولیدل او دواړو خواوو د سولې هوکړې پر پلې کولو ټینګار وکړ.

پومپیو له هغې وروسته څرګنده کړه چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي، هغه د زندانیانو د خوشې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او په کابل کې یې د خپلو متعهدانو له کړنو یې ناهیلي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا بهیر د امریکا ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي. همداراز د مارچ په پنځمه نېټه هم د افغان حکومت او طالبانو د تخنیکي ډلو ترمنځ هم ویډیو کنفرانس وشو او حکومت ژمنه وکړه چې د مارچ په ۳۱ مه به د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي.

 په داسې حال کې چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې د بندیانو خوشې کول ضروری دي، ځکه ډېر وخت به ونه نیسي چې دا ناروغي بندخونو ته هم ورسیږي او د دغې ناروغۍ له کبله د زندانیانو مړینه د تبادلې پر موضوع اغېره وکړي. بل خوا هره ورځ چې تېريږي، باور له منځه ځي او وژني زیاتیږي.

په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه د افغانستان سویل زابل ولایت کې د ۲۵ افغان سرتېرو د وژنې لامل شو او دا بریدونه په نوروز کې شوي وو. افغان حکومت د بندیانو  خوشې کول له اوربند سره مشروط کړ، خو طالبانو یې دا غوښتنه ونه منله او اوس حکومت منلې ده چې طالب بندیان خوشې کړي. طالبان باید اوربند وکړي او ژر د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره منځګړتوب هم باید وشي. د کرونا ویروس پراختیا به د افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو هم اغېزه وکړي، هغه څه چې طالب او ولسمشر ټرمپ یې غواړي. خو د امریکا پوځي قومندان، آستین میلر ویلي دي چې د قرنطین لپاره ځاي پرځای کېدل ښایې د وتو لړۍ وځنډوي. په همدې حال کې د مارچ په څلوویشتمه نېټه ناټو اعلان کړه چې څلور سرتېري یې په کرونا ویروس اخته دي او قرنطین شوي دي.

د مارچ په ۲۵مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امر وکړ چې له هېواده بهر ټول پوځي عملیات دې د ۶۰ ورځو لپاره ودرول شي خو دې امر کې افغانستان نه وو شامل، له دې وروسته د سرتېرو امنیت په تړاو د امریکا کانګرس غږ پورته شو. دا اندېښنې ښایې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ چټکه کړي.

د مارچ میاشې په ۲۴مه نېته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې ښایې د افغانستان د ۳۲ میلیون وګړو له دلې نیمايي یې د کرونا په ویروس اخته شي. دا چې امریکا افغانستان کې په داسې حال کې چې پراخه ناروغي وي، خپل سرتېري نشي ساتلی او دا احتمال صفر ته نېږدې دی. د امریکا مالي مرستو او پوځي ملاتړ کمښت ښایې د افغانستان حکومت له سقوط سره مخ کړي، خو دا وېره هم مه هېروئ ځکه چې هېڅوک نن د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو خوشاله نه دي، هغه حالت چې هېواد کې د جګړې لامل شو.

که د جګړې ښکېل لوري افغانستان کې پوه شي چې ښایې دا پایله بیا تکرار شي او بیا به عادي حالت ته د راتګ امکان کم وي، ښایې ډېر ژر د جګړې پایته رسېدو لپاره هڅې وکړي او یوځای سره د نظم ساتنې او روغتیايي خدمتونو لپاره کار وکړي. داسې حالت ته رسېدل منځګړتوب ته اړتیا لري.

د مارچ په ۲۴مه نېته د ملګرو ملتونو عمومي استازي، انتونیو ګوټرش د نړیوال اوربند غوښتنه وکړه څو د نړۍ پام ژوند ته شي، خو د دغه ارمان پلي کولو لپاره باید چې ځانګړی استازی وټاکل شي.

دا سیاست د امریکا د پالیسۍ بدلون ته اړتیا لري. د ایران پرضد د امریکا بندیزونه د دغه هېواد د تسکین مخه نیسي او د افغانستان په ګاونډ کې د کرونا پراختیا لامل کیږي چې یوه ورځ به افغانستان کې بهرني ځواکونه هم ونیسي. که امریکا متحده ایالات د سولې بهیر ودروي، د سیمې ځواکونه، ښايې روسیه میدان ته شي. مخکې هم روسیې د مسکو بهیر په نامه لړۍ پیل کړې وه چې د افغان حکومت، طالبانو او د سیمې هېوادونو تایید یې له ځانه سره درلود. که څه هم چې امریکا دغې ناستې کې د نه ګډون اعلان وکړ، خو وروسته د ۲۰۱۸ کال نومبر کې یې ناسته کې ګډون وکړ. روسیې دا بهیر براخ کړی لومړۍ چین بیا یې پاکستان ته ونډه ورکړه. ایران هم دې ناسته کې ګډون ونه کړ، خو اوس یې شتون ته اړتیا لیدل کیږي.

 که امریکا له افغانستانه ووځي او مرستې یې پرېکړې کړي ښایې روسیه د چین، پاکستان، ایران او د یو شمېر افغان مخورو په مرسته دا نوښت په لاس کې ونیسي. نو غوره ده چې امریکا خپل همکاریو ته دوام ورکړي څو د سولې بهیر خوندي شي پاتې شي او د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي له نوښته ملاتړ وکړي.

ډاکټر بارنټ ار روبین د سیاسي چارو شنوونکی دی چې کارونه یې پر افغانستان او سوېلي اسیا متمرکز دي. 

هغه اته کتابونه لیکلي او دم ګړۍ د نیویورک پوهنتون کې لوړپوړی همکار او د نړیوالو همکاریو مرکز مدیر، د بهرني سیاست یو ډاګیزه مرکز او همدارنګه په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د ځانګړي استازي پخوانی سلاکار دی.

ډاکټر روبین په ډېریو مسایلو کې ناټو، متحده ایالاتو او افغان دولت ته د سیاست په بېلابېلو موردونو کې له هغې ډلې مرستندویه، امنیتي او ډیپلمايک اسټراټېژیکو برخو کې مشوره ورکړې ده. 

امریکا باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي

د امریکا ‎د مرستو کمښت، د سولې بهیر پرېښودل یا یې په یوازې مخې ته بیول، امریکا به به ګواښ سره مخامخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه