وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبرې پيل کړئ او همدا اوس د افغانستان جګړه پای ته ورسوئ

موږ دواړه د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسليک مراسمو شاهدان وو، له هغه وخته تراوسه د دغې هوکړې په پلي کېدو کې په ځلونو ځنډ رامنځته شوی دی، دا په داسې حال کې ده، چې کرونا خپرېدونکی ویروس، له وسله والو جګړو چې د مرګ او تباهۍ نړیواله سرچینه ده مخته تګ کړی او خپور شوی دی.

ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ورځ (د وري په ۱۱مه) د طالب بندیانو استازي د بګرام هوايي اډې ته ورسېږي، چې د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون بهیر چې د اعتماد جوړونې په موخه د امریکا او قطر له لوري ورته زمینه برابره شوه، څارنه وکړي. طالبان په دې تصور وو چې بندیان یې ازادېږي، ژمنه یې کړې وه چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې له افغان لورو سره د مارچ په لسمه پيل کړي. بلخوا طالبانو ژمنه وکړه چې تر زره بندیان چې له دوی سره دي ازاد کړي.

 افغان حکومت، چې  د قطر د سولې په هوکړه کې دخیل نه و، دې ته لېواله نه و چې د طالبانو نیول شوي جنګیالي ازاد کړي - هغه جنګیالي چې ښايي بېرته د جګړې ډګر ته راستانه شي - او دا د دې لامل شو چې طالبان د مذاکراتو له پیلولو ډډه وکړي.

حکومت هم د مارچ تر ۲۷مې نېټې د دې خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان نه کړ. د کرونا خپرېدونکی ویروس هم د افغانانو ترمنځ خبرو د ځنډ لامل شو، ځکه چې د سفر او لیدنې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې له ځان سره لري.

افغان حکومت د امريکا د فشار له امله هوکړه وکړه چې بندیان ازادوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۲۴مه نېټه کابل ته ولاړ چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنيز جنجال حل کړي، خو کله چې دا دواړه په جوړجاړي کې ناکام شول، د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې له افغانستان سره له خپلو کلنیو مرستو به یو مېلیارد ډالر سږکال او یو مېلیارد ډالر به راتلوونکی کال کم کړي.

په داسې حال کې، چې ټاکنيز جنجال نه دی حل شوی. واشنګټن د مارچ په ۲۷مه د بنديانو د خلاصون په هکله د افغان حکومت له هوکړې او د ۲۱ کسیزه پلاوي له اعلانه ستاينه وکړه. د مارچ په ۳۱مه حکومت يو ځل بيا د بنديانو د خلاصون وځنډول او طالبانو سره يې د بنديانو په اړه تخنيکي ناسته هم وځنډوله.

طالبانو يو ځل بيا دا خبرې وځنډولې او د مارچ په ۲۸مه په خپله یوې اعلاميه کې وویل، چې دوی به د حکومت له اعلان شوي پلاوي سره خبرې ونه کړي، ځکه چې د غې ډلې ادعا وکړه چې ډېری نور لوري د حکومت دا مرکچي پلاوی رد کړی دی.

که څه هم  ځينې مخالف مشران لکه عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو طالبان ادعا کوي، چې مخالفو مشرانو په خصوصي توګه ویلي چې هغوی دغه پلاوی نه مني.

د دې موضوع چې له ایتلاف څخه به څوک استازيتوب وکړي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ملاتړ وکړي، بهیر یې له ستونزې سره مخ کړی. په داسې حال کې، چې حکومت ټينګار کوي، له طالبانو سره د سولې خبرو مشري به په خپله کوي، خو مخالفانو استدلال کړی چې له اسلامي حمهوري نه دې یو پراخ پلاوی استازيتوب وکړي. طالبان د شوې هوکړې له مخې د «نورو افغان لوريو سره خبرې» داسې تشريح کوي، چې ټول سياسي جهتونه به په کې شامل وي او حکومت به له نورو سياسي ګوندونو هېڅ غوره والی ونه لري.

د فبرورۍ په ۲۹مه امريکا د قطر په دوحه کې او طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې په هغه کې افغان حکومت یاد شوی نه دی، او په کابل کې د امريکا متحده ايالتونو او افغان حکومت په ګډه اعلاميه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د نړيوالې ټولنې له لوري د نړيوال قانون په رڼا کې په رسميت پېژندل شوی حکومت بلل شوی دی.

د امریکا او افغان حکومت ګډه اعلامیه چې له «سیاسي هوکړې رامنځټه شوې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او د طالبانو او د افغان حکومت د یوه ټول ګډونه پلاوي ترمنځ له مذاکرې ملاتړ کړی دی.»
د افغانستان اسلامي جمهوري د ټول ګډونه پلاوي عبارت تر دې کچې مبهمه و چې د امریکا او د افغان حکومت د مخالفانو له خوا د منلو وړ نه شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هغه پلاوی چې د دغه معیار په مطابق وي هر کلی وکړ.

د مرکچي پلاوي ډېری غړي حکومت پلوه دي، خو د ډېرو سياسي ګوندونو او قومونو غړي په کې دي، سره له دې، چې د اپوزیسيون ګوندونو برخه په کې غوښنه نه وه او د امريکايي کانګريس په پرتله په کې د ښځو ونډه هم زياته ده او سره له دې هم سياسي ګوندونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره بايد دوی ته پراخه ونډه ورکړل شي او ورته مهال طالبان د سياسي نخبه ګانو ترمنځ له دې وېش څخه استفاده کوي. بلخوا د عامې روغتيا وزير اندېښنه ښکاره کړې، چې د هېواد پنځوس سلنه وګړي به پر کرونا ويروس اخته او سل زرو زيات به ترې مړه شي.

د ويتنام جګړې پر مهال امريکا او ويټناميانو د خبرو مېز په جوړښت او رامنځته کولو څلور کاله تېر کړل، خو د کرونا خپرېدونکې وژونکي ويروس او د امريکايي مرستو کمېدل دا څرګندوي چې افغانستان څلور مياشتې وخت هم نه لري.

اوس، چې حکومت د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره پلاوی اعلان کړی، بايد د بنديانو خلاصون پيل کړي او خپله سره کرښه په پام کې ونه نیسي او له شرط پرته د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې پربنسټ دافغانانو ترمنځ د خبرو اجنډا به یو دایمي او پراخ اوربند وي. خبرو د اجنډا اول بند بايد اوربند وي، چې د بشريت ژغورنې لپاره د کرونا ویروس د وبا د قربانيانو شمېر کنټرول شي.

دا به ډېره ګټوره وي، چې د سياسي ګوندونو مشران په څرګنده ژبه د سولې پر پلاوي خپلې نيوکې وکړي، په داسې حال کې، چې دوی پر طالبانو د خبرو پيلولو ټينګار کوي. حکومت ته ښايي، د مخالفو ګوندونو پر وړانديزونو فکر وکړي، چې يې د سولې په خبرو کې ځای پر ځای کړي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله کولای شي، چې د خپلې مشرۍ وړتيا وښيي او د سولې خبرو د اسانتيا لپاره خپل منځي ستونزې يو لوري ته کړي. عبدالله کولای شي، چې د مشرۍ رول ولوبوي، د صدرات څوکۍ غوښتنه وځنډوي، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي او هغه خبرې به د افغانستان راتلونکی ټاکي او تر هغې وروسته به امريکا وکړای شي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پيل کړي.

د طالبانو له لوري له اسلامي جمهوريت سره د خبرو لپاره  بار بار ځنډ او خپلو جنګيالیو ته د هغوی پيغام دا خبره د هر مخالف لپاره سختوي، چې د هغوی سره خبره وکړي.

د مارچ په ۲۵مه پاکستان ته د سفر په لړ کې په یوې ثبت شوې وینا کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، رپوت شوی چې د طالبانو د ستر پوځي مشر او د ګوانتانامو د پخواني بندي ملا فضیل، چې اوس د مرکچي پلاوي غړی هم دی،  هغه خبرې ډېرې ښکته پورته کېږي، چې د درې قضيو په اړه هر ډول تنازل رد کړی دی. د امير نوم، د افغانستان اسلامي امارت او ټول نظام بايد د اسلامي شريعت پر بنسټ ولاړ وي. ملا فضیل ته د سفر اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو شکمنو جنګياليو ته د سولې تړون په اړه قناعت ورکړي. ملا فضیل په خپلو خبرو کې د طالبانو پر ځينو پخوانيو کارونو نيوکې کړي، د القاعدې نوم له يادولو پرته يې له دغې ډلې د جلا کېدو لپاره دلایل وړاندې کړل، چې خپلو سخت دريځو ملګرو ته اطمنان ورکړي. سره له دې، چې خپلو پلويانو ته د پيغام رسولو په موخه دا پيغام مخالفينو ته هم رسېږي.

طبيعي خبره ده، چې مرکچيان هڅه کوي، له ځواکمن ادرسه خبرو ته داخل شي، د دې تر څنګ طالبان له حکومتي پلاوي سره له ناستې انکار کوي. د طالبانو څرګند دريځ د دې ښکارندویي کوي، چې طالبان د خپلو بنديانو د خلاصون پلان لري، دا خبرې به اوږدې شي، د امريکا د وتلو لپاره به انتظار کوي او بیا به طالبان د اسلامي امارت منلو لپاره له زوره کار واخلي. له نسبي شامل پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو انکار دا شکونه نور هم قوي کوي.

طالبان کولی شي، د دغو شکونو د کمولو لپاره له اوسني پلاوي سره خبرې پيل کړي او تر هغه وروسته د پلاوي د پراخولو غوښتنه وکړي. هېڅ کله مذاکرات له هغه پلاوي سره تر پایه دوام نه کوي، چې له کوم سره پيل شوی وي. د طالبانو د سياسي کارونو مشري ملا برادر، ملا فاضل او نور هغه مشران په اوس وخت کې پر مخ بیايي، په داسي حال کې چې کله د طالبانو ټيټپوړو مسؤولينو د قطر دفتر پرانيست، هغه مهال همدا مشران په نورو ځايونو کې بنديان وو. د سولې هېڅ پروسه په يوه کوټه کې نه ترسره کېږي، هغه مادي وي او که فرضي وي. ډېری افغان ډلې او د سياسي عمليې غړي به په دې پروسه کې د خپل رول غوښتنه وکړي او د دې پروسې پر پایلې به خپل اغېز ولري او له دوی به په دې اړه د هوکړې غوښتنه وشي.

د جګړې د شدت دوام دا اندېښنې او شکونه زیاتوي. طالبانو وليدل، چې د اوو ورځو اورکم له امله د سولې تړون وشو، خو ډېر ژر بيا بېرته عمليات پيل شول، چې د سولې تړون کې هم اجازه ورکړل شوې ده. حتی په هغو سيمو کې هم جګړې روانې دي، چېرته چې خلک له کرونا ويروس سره مخ دي. سره له دې، چې له اورکم مخکې وخت په پرتله اوس مهال د جګړې شدت کم دی، خو طالبان باید پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. د طالبانو په بریدونو کې لسګونه افغانان وژل کېږي، خو ډېر ژر به د کرونا ویروس له امله لسګونه زره افغانان له ټولو لوريو مړه شي. هر څومره، چې د تاوتريخوالي کمول په مذاکراتو کې ځنډېږي، دا وېره به زياتېږي، چې وضعيت بېرته جګړه ييز شي او يو ځل بيا هغه حالت راشي، چې د خبرو مېز ته د کيناستو پر ځای د مړو خښولو چارې پيل شي.

سلطان برکاټ: په دوحه کې د جګړې او بشرپاله څېړنو د مرکز مدیر او د يورک پوهنتون د سیاست ډيپارمنټ افتخاري استاد.

بارنېټ ار روبین: نيويارک پوهنتون کې د نړيوالۍ همکارۍ په مرکز کې د افغانستان د سيمه ييز پروګرام مشر، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پخوانی سلاکار او همدارنګه افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني استازي مرستيال.
 
شریک یي کړئ