Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان-ایران په ستراتیژیک تړون کې د اوبو برخه

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو ستونزو تاریخ له سلو کلونو اوړي. په دې موده کې څو پرېکړې شوې، مهمه هغه یې د ۱۹۷۳ معاهده ده چې د هلمند سیند ستونزه یې په بشپړ ډول حل کړه.

د افغان جګړو پر مهال، ایران د اوبو له تړون څخه بهر، ډېره پانګونه کړې. د ایران په خاوره کې د ذخیروي څاګانو کیندل، زاهدان ښار ته په پیپ لاین هر کال ۲۶ میلیون متر مکعبه اوبه لېږدول، پر هریرود سیند د ایران – ترکمنستان دوستی بند جوړول، مشهد ښار ته د اوبو لېږد او د هریرود حوزې په خپل اړخ کې (چې ۴۴٪ برخه یې ده) د ۲۸ بندونو جوړول یې ښکاره بېلګې دي.

ډېره ګټه اخیستنه او اقلیمي بدلون د دې لامل شوي چې په جهیلونو کې اوبه لږ شي او ایران د نورو اوبو غوښتنه وکړي. په داسې حال کې چې افغان لوري د بندونو جوړولو په خبرو، د ګاونډیانو اندېښنې راپارولې او تراوسه یو بند هم ندی بشپړ کړی.

د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې ایران، افغانستان ته د ستراتیژيک تړون امضا کولو وړاندیز وکړ. خو د اوبو ګډې کمیټې لومړی غونډه د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې شوې چې پرېکړې نلري. دوهمه غونډه د همدې کال په اکتوبر کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوې چې د اوبو په تړاو یې ابتدايي پریکړې کړې دي. وروسته بیا د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ ناسته چې د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې شوې د اوبو اړوند پرېکړې په کې نېژدې منل شوې دي. ایران ته د ښاغلي اتمر د تېرې میاشتې په سفر کې هم د افغانستان د اوبو مسولینو شتون درلود. چې په خبروکې پر پخوانیو ژمنو ټینګار شوی او ایرانی لوري په ستراتیژیک تړون کې د پیښېدونکي ځنډ له کبله د اوبو اړوند ژمنو د ژر پلي کېدو غوښتنه کړې ده. خو افغان لوري ورته د هلمند معاهدې بشپړ پلي کېدل د نورو پړاونو لپاره مناسب بستر جوړول بللې.

د ایراني هیت مشري د یاد هېواد د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال داکټر عباس عراقچي کړې او له افغان لوری د کرنې وزارت مرستیال ښاغلي فهیم الله ضیایي د هیت مشر دی. په وروستي ځل کې د افغانستان د اوبو چارو ملي ادارې مشر ښاغلي تکل د اوبو کمیټې مشري کړې ده. ښاغلی عراقچي یو قوي دیپلومات بلل کېږي چې له نړیوالو سره د ایران اټومي پروګرام په خبراترو کې یې هم ونډه لرله. د افغانستان له لوري ښاغلي ضیایي له هالنده او ښاغلي تکل له هنده د اوبو په برخه کې ماسټرۍ لري.

د لومړنیو ناستو نیټې په افغانستان او ایران کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال وچکالیو سره سمون خوري چې ممکن پر پریکړو يې اغېز کړی وي.

څه فیصلې شوې دي؟

دری لومړی ناستې مهمې دي چې په کې نېژدې یو ډول موضوعات څېړل شوي. ایران د ۱۹۷۳ کال معاهدې په پلي کېدو د ټینګار ترڅنګ، د هامونونو لپاره د «طبیعت حق» غوښتی. چې په دریمه غونډه کې د «طبیعت حق» پرځای د هامونونو د وچېدو څرنګوالي څیړل مطرح شوي. خو ښاغلي عراقچي د کابل په خبري کنفرانس کې د «طبیعت حق» منلو خبره وکړه.

بله مهمه پریکړه د هریرود سیند په هکله ده. هغه یې لومړی له پولې اوښتونکی سیند بللی چې ځینې څېړونکي دا نه مني او بیا یې د تړون له لاسلیک وروسته د ۶ میاشتو څخه تر یو کال پورې د یاد سیند د «تخنیکي او حقوقي» څیړنو بشپړول غوښتي.

د همدې دوه مادو پربنسټ، ایران په حقیقت کې د اوبو په اړه هغه څه ته رسيدلی چې له ډېر پخوا یې هیله لرله!

دا پرېکړې د تړون له لاسلیک وروسته عملي بڼه ترلاسه کوي او په بدل کې د اقتصادي او سیاسي مرستو ژمنې شوې چې د ځینو کره شمېر او پلي کېدو حدود لا ټاکل شوي ندي.

پایلې به یې څه وي؟

که څه هم د هلمند سیند ۱۹۷۳معاهدې پر پلې کېدو ټینګار شوی خو د «طبیعت حق» غوښتل یې غیر مستقیم مشروعیت ګواښي. ځکه دا د دې لامل کېږي چې د ۱۹۷۳ معاهده د چاپیریال ساتنې لپاره بیا ځلې وارزول شي.

نوموړې معاهده د طبیعت او چاپېریال پر بنسټ ایران ته د اوبو حق ټاکي ځکه افغانستان د ایران پر وړاندې نور هېڅ مکلفیت نلري. خو ایرانی لوری پخوانۍ برخه د ایران حق بولي او د طبیعت لپاره اوس نورې اوبه غواړي. که چېرې افغان لوري هم د ایران په شان له اوبو کار اخیستی وای بیا طبیعت ته څه پاتې کېدل؟ له همدې کبله هر اړخ باید د طبیعت برخه له خپلې سهمیې ادا کړي، نه دا چې افغانستان تر دې نامه لاندې نورې اوبه ورکړي.

سربېره پر دې په توافقاتو کې د هلمند حوزې د پورتنۍ برخې (غزني) دشت ناور او آب ایستاده جهیلونه چې په وچېدو دي هیڅ یادونه نده شوې. چې دا د پریکړو تناقص ښکاره کوي. که چېرې د طبیعت ژغورل مهم وای بیا حتما دا جهیلونه په نظر کې نیول کېدل.

همدارنګه په ۲۰۱۶ کال کې ښاغلي روحاني له افغانستانه د اوبو پېرودلو د امکاناتو ارزونې په اړه خبرې کړې دي. دا ښکاره کوي که چېرې ایران د اوبو نور (د طبیعت) حق درلودی بیا یې هېڅکله دا خبره نه کوله.

که څه هم په اوسني تړون کې دوه مادې ډېرې حساسې دي خو په اصل کې دا د هېواد لودیځ یا نیم افغانستان مساحت تر پوښښ لاندې راولي. ځکه هامونونو ته له هلمند پرته د فراه رود او خاشرود سیندونه هم بهیږي چې په پخواني تړون کې شامل نه و. له دې کبله په یادو سیندونو د بندونو جوړول چې افغان لوري پلان کړي هم له ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

د ساري په توګه ممکن له تړون وروسته د بخش اباد بند چارې ودرول شي او په خاشرود سیند د بند جوړول باید بیخي هېرې شي ځکه افغانستان تر اوسه د هغې لپاره مطالعات ندي پیل کړي.

په هریرود حوزه کې د پاشدان بند چارې روانې، خو په غور کې د پوزه لېچ بند چارې په ټپه ولاړې دي. همدارنګه په هرات کې د کبکان او تیرپل بندونه لا تر اوسه ډيزاین شوي ندي چې د کرنې لپاره تر سلما بند ګټور دي.

که چېرې اوس د اوبو دا تړون لاسلیک شي، په هریرود حوزه کې ټولې هغه بنسټیزې پروژې په نظر کې نیول کېږي چې ایران د افغانستان له اجازې پرته جوړې کړې. او افغان لوری به اجازه ونلري چې خپلې پلان شوې پروژې جوړې کړي ځکه د ایراني لوري اوسنۍ زېربنا ممکن وګواښي.

همدارنګه د دې تړون لاسلیک به د دې لامل شي چې نور ګاونډیان خاصتا ترکمنستان له افغانستانه د اوبو غوښتنه وکړي. خو که چېرې افغانستان لومړی له شمالي ګاونډیانو سره د اوبو مسله حل کړي بیا کولای شي ترکمنستان د ایران سره له احتمالي ایتلاف راوګرځوي.

څه باید وشي؟

په اوسنیو شرایطو کې وضعیت د دا ‌ډول تړون لاسلیک ته مناسب ندی. ځکه افغان لوري خپل پلان شوي بندونه پیل کړي ندی او په ټاکل شوې موده (۶ میاشتو څخه تر یو کال) کې یې هم څه نشي کولای ترسره کړي. همدارنګه د پرېکړو د تطبیق پرمهال ممکن له نورو فشارونو سره مخامخ شي.

د اوس لپاره باید افغان لوري یوازې د هلمند معاهدې پر تطبیق ټینګار وکړي او هغه په کره ډول پلې او څارنه یې وکړي. د بندونو او کرنې پروژو ته لومړیتوب او کارونه یې چټک شي ترڅو د ګټې اخیستنې برخه مو له ایران سره انډول ته ورسي بیا تړون ته حاضرېدل صحیح دي.

دا چې په نړیوالو مذاکراتو کې له خبرو وتل یو معمول کار دی. افغان لوری کولای شي اوس له دې انتخابه کار واخلي. ځکه د اوبو برخه زمونږ په ګټه نده. حتمي نده چې د اوبو برخه اوس له ایران سره لاسلیک شي.

که چېرې دا نه منل کېږي بیا د تړون نه لاسلیک کېږي.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

دغه مقاله د طلوع نیوز لخوا نه تایید کیږي. د مقالې لیکوال د خپلو مالوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم وو، نو سموونه په کې اضافه کېدی شي.

لاندې سندونه د دغه مقالې د لیکوال له خوا را استول شوي دي.

TOLOnews

د افغانستان – ایران د اوبو ګډې کمیټې دوهمې ناستې پریکړه لیک
TOLOnews

د افغانستان – ایران د اوبو ګډې کمیټې دریمې ناستې پریکړه لیک

عاصم مایار لیکي چې د اوس لپاره باید افغان لوري یوازې د هلمند معاهدې پر تطبیق ټینګار وکړي او هغه په کره ډول پلې او څارنه یې وکړي.

شریک یي کړئ