Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د پایښت لپاره یووالی یوه جدي اړتیا ده

په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو او افغان حکومت د احتمالي خبرو اترو له پيل وروسته او د خپل حاکمیت د بشپړ احیا لپاره هڅه کوي، اړتیا ده چې د هېواد سیاسي مشران او ټول افغانان د ولس واکه او ډموکراټيک نظام د خوندیتوب او د سولې مسیر او سعادت لپاره متحد شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو لسیزو کې او په ځانګړې توګه د وروستیو کلونو په لړ کې، افغانانو احساس کړ چې د خپل برخلیک په تعیین کې څنډې ته شوي دي.

په افغانستان کې د وروستۍ لوبې په اړه (د بهرنیو ځواکونو د وتلو) په اړه ډېرې خبرې شوې دي، خو دا خبرې داسې وې چې ګواکې د مېلیونونو افغانانو رنځ یوازې یوه بله سپورټي لوبه وي.

له هېواده د ستر شمېر بهرنيو ځواکونو وتل او هغه پېښې کې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته رامنځته شوې دي، په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی قرباني اخلي. یوازې د اختر په دې ورځو کې چې طالبانو د خپلو بندیانو د ازادولو لپاره اوربند اعلان کړ خلکو تر یوه بریده امنیت تجربه کړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک همدارنګه خپل د زړونو ټوټې خاورو ته سپاري او د تاوتریخوالي ډولونه زغمي. د افغانستان په ۴۶ کلنې جګړه کې ډېری لوبغاړي د دوه برابره نورو لوبو د پلان په حال کې دي. که څه هم دغه لوبغاړي سپارښتنه کوي او یوه څه وايي، خو په عمل کې بل څه ترسره کوي. خو هغه څه چې اړتیا ګڼل کېږي په افغانستان کې د سولې خبرو پیل او د اوربند رامنځته کېدل دي.

داسې چې له افغانستانه د سره پوځ وتل بیا تکرارېدونکي دي. په اتیایمه لسیزه کې هم ویل کېدل چې په افغانستان کې د جګړې یوازینی عامل د شوري پوځ حضور دی او داسې روایتونه موجود وو چې دایمي سوله په هغه صورت کې شونې ده چې د شوري ځواکونه هېواد پرېږدي، خو دا روایت په بشپړه توګه غلط ثابت شو.  د ۱۹۸۹ز کال په فبرورۍ کې، له هېواده د جماهیر شوري اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته سملاسي په افغانستان کې نوې جګړې اور واخیست او له هغې وروسته پاکستان هڅه وکړه چې په افغانستان کې خپل یو لاس ناستی حکومت پر افغانستان تحمیل کړي چې وکړای شي د خپلې سټراټېزیکۍ عمق وساتلای شي.

په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له پيل سره، نورو هېوادونو لکه ایران، هند او روسیې د شمالي ټلوالې په ملاتړ د اسلام اباد په وړاندې مقابلې ته راودانګل چې په افغانستان کې د یوې ویجاړونکې نیابتي جګړې لامل شو.

د هماغې اتیایمې لسیزې پر تګلارې له بیا غور سره، طالبان او پاکستاني روزونکو یې ویلي هر ډول معامله چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لامل شي، په افغانستان کې به سراسري سوله ټینګه شي.

خو د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک څخه حتا څلور میاشتې وروسته چې له هېواده د بهرنو او امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش مشخص کوي، طالبانو د افغان دولت او ټولنې په وړاندې د ترهګریزو بریدونو او د ولسي وګړو پر ضد جنګي جنایتونو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د نظام ټوټې ټوټې کول د هغوی (طالبانو او بهرنیو ملاتړ لپاره یې) تر ټولو ښې هیلې دي. ځکه چې له پر اساسي قانون یو استوار او د نړیوالې ټولنې غړی دولتي نظام، یو څه دی او له د دولت د نظام له ویجاړېدو وروسته د جګړه مارو کم اعتباره لوریو سره خبرې - هغه څه دي چې په بشپړه توګه توپیر لري. هغوی هم همدا ټول تمه لري چې د «ملي یووالي حکومت» له منځه ولاړ شي او دا کار به په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوري اوسني نظام د ویجاړېدو لامل شي. او دا کار به د دې مرسته وکړي چې د طالبانو اسلامي امارت له کوم ستر پوځي برید پرته بیا واک ترلاسه کړي. په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو دوه لوري کېدل په دې برخه کې د هغوی د هیلو پوره کېدو لپاره زمینه وه.

د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله له نږدې کېدو سره، نور د افغانستان اسلامي جمهوري د وېش لپاره به کورني سیاسي عوامل موجود نه وي. له دې ټولو سره، لاهم نور عوامل شتون لري چې هغوی (طالبان) وهڅوي چې د سولې خبرو اترو لپاره پښه مخته کړي.

طالبان په بشپړه توګه دا موضوع درک کوي چې د دوحې د سولې هوکړه لیک په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو پرځای تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو توجیې ته متمرکزه ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د روان کال په نومبر میاشت کې همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرني سیاست د یوه مهم عنصر په توګه اټکل شوی دی.

له دې سره هم مهاله د خپرېدونکې کووېډ نولس ناروغۍ د طالبانو هیلې ډېرې تقویت کړې دي او دا ډله انګېري چې د کووېډ نولس په توګه کړکېچونه او پر اقتصاد د هغې اغېزې کولای شي په افغانستان کې د امریکا د اوږد مهاله حضور مخه ونیسي او دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په یوه وروستي رپوټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د دوی د اړیکو نږدېوالی په تړاو ژمنې مشخصې شوې دي.

له بده مرغه په ایران او پاکستان کې د واک اصلي عناصر د افغانستان په هکله د خپل غوره والي سیاستونو ته دوام ورکوي. که چېرې د تېرو ۴۰ کلونو تجربه پای ته ورسېږي، د دغو دوه ګاونډیو غیر منطقي سیاست نه یوازې افغانستان ته زیان نه دی رسولی بلکې پر هغوی یې منفي اغېزه کړې. نو د افغانستان په هکه د هغوی په سیاستونو کې هېڅ مهم بدلون نه لیدل کېږي. 

د ایران اسلامي جمهوري د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو او عراق، لېبنا، سوریه او یمن کې د پوځي ښکېلتیا له امله او د اقتصادي ستونزو سربېره د افغانستان په هکله یې خپله علاقه له لاسه ورکړې. په وروستیو کلونو کې، د علاقه یوازې د افغانستان په قومي عامل پورې نه محدود کېږي. دغه هېواد له طالبانو سره د خپلو بنسټیزو اړیکو له پراختیا سره، خپل نفوذ پراخ کړی دی. باید هیر نه کړو چې د هغوی د پخواني نوم پرخلاف، ایران د سیمې پراخ نم دی چې ایراني اخوندان غواړي پر هغه واکمني ولري.

په همدې ترتیب سره د پاکستان پوځ په وروستیو ۲۵ کلونو کې پر طالبانو ستره پانګونه کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان به د دې ډول فکر لپاره مطلوب وي. - په ځانګړې توګه له هغې وروسته کله چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د کشمیر په سیمه کې خپل واک پياوړی کړي.

د امریکا د دفاع وزارت په وروستي رپوت کې، په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي له دوامه د پاکستان ملاتړ ته نغوته شوې ده. په ۲۰۱۸ کال کې د یوې خاموشې کودتا او تقلبي ټاکنو په ترسراوي د نوازشریف د دولت له نسکورېدو وروسته، پاکستان له یوې ترکیبي ډموکراسۍ څخه پوځي ترکیبي قانون ته مخه کړه.

په بهرني سیاست کې په عمومي او په ځانګړې توګه د افغانستان د سیاست په اړه هېڅ کله مُلکي رول کموالی نه دی موندلی.

له هغې وروسته کله چې پاکستان طالبان اړ کړل چې له امریکا سره د مذاکرې مېز او د هوکړې لاسلیک ته حضور پيدا کړي، د پاکستان پر پوځي جنرالانو د امریکا فشارونه د پام وړ کم شول. په پاکستان کې پښتانه د ډیورنډ کرښې په نږدې سیمو کې د طالبانو له غونډېدو اندېښمن دي.

له بده مرغه په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا ویروس له کړکېچ سره په مبارزه دي، یوې بلې سړې جګړې ټوله نړۍ سره ښکېل کړې. امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه، چین د پخواني شوري په توګه ګواښ ګڼي. لوېدیځ او امریکايي هېوادونه «یو کمربند او یوه لار» د چین اقتصادي طرحه د نړۍ د نوې نظم لپاره یو غوراوی ګڼي.

باید روښانه کړو چې دا مخامخ کېدل په داسې حال کې ظهور کولی شي چې سیمه څو لوري کړي او د پراختیا لیدلوری اغېزمن کړي. یوازې یو واقعبینانه سیاست کولای شي سیمه د جګړې له منفي اغېزو وژغوري.

د افغانانو لپاره، له دغو کړکېچونو د وتلو یوازینۍ لار دا ده چې د دروغجنو هیلو پر ځای له بهرنیو ځواکونو، ځان ته وګوري. د افغانستان د دولت جوړښت باید نور هم قوي شي. ځوانان او ښځې وکړای شي غښتلې کړي. تېر نسل باید ځوانانو ته اجازه ورکړي چې د موټر چلو ترلاسه کړي.
ښځې او ماشومان باید پياوړي شي. تېر نسل باید ځوانانو ته اجازه ورکړي چې هغوی د موټر چلول زده کړي د افغانستان د ځوانانو ټولنه کولای شي هغه معجزه چې د افغانستان په هله ده رامڼځته شي.

خو په تاسې حال کې چې د افغاانستان اوسنی مشران ملي ګټې پر شخصي ګټو غوره ګڼي، دا مخامخ کېدل کولای شي واقعي وي.

شریک یي کړئ