Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان پولیسو جوړښتي اصلاحات سوکه خو دوامداره جریان لري

د لومړي ځل لپاره په تېرو دوه لسیزو کې، د افغانستان ملي پولیس د اصلاحاتو ټول اړخیزه او سیسټماټيک مسیر کچ کوي. دا ماموریت پېچېلی او ننګوونکی دی. په هېواد کې د مدني او پرمختللو پولیسو په توګه د پولیسو د پرمختګ او خوندیتوب د ارمنځته کولو لپاره د ملي او نړیوالو هڅو زیاتوالي سربېره دوامداره تاوتریخوالی، جګړه، او په تخنیکي او سټراټېژیکې کچه زړې سرچینې وېشل کېږي او اوږده موده ده چې دا د ملي پولیسو د سازماني او جوړښتي اصلاحاتو په وړاندې خنډ شوی دی.

له نېکه مرغه د کورنیو چارو وزارت د اوسني مشر د جنرال مسعود اندرابي تر نظر لاندې، په ډېریو کچه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پولیسو پر وضعیت د غور په حال کې دی - هغه کړنه چې د پولیسو سټراتېژیکي، سازماني او فرهنګي لوری غوره کوی. په سټراټېژیکه کچه کې د کورنیو چارو وزارت تمرکز د پولیسو قاانوني او مسلکي ماموریت ته مخه کول دي - هغه ماموریت چې د خلک د ژوند شتمنۍ ساتنه، د قانون او حکم پلي کول، او همدارنګه په ښارونو او ولسوالیو کې د خدمت د غږ لپاره د پولیسو ځواب دی.

د مشروع او قانوني ماموریت د ترسره کولو لپاره د مسلکي ظرفیت رامنځته کول، سټراټېژیکي تفکر، پلان جوړونه او د هغه تطبیق لازمي دی. په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت په یوه اصلاحاتي تګلارې کار کړی چې د منظم جوړښتي تغییراتو په ګډون، له فساد سره مبارزه، له نشه يي توکو سره مبارزه، د پولیسو د چلند اصلاح او له هېوادوالو او اړوندو کسانو سره د سټراټېژیکو اړیکو د کچې لوړوالی دی.

د پولیسو بنسټيزو ستونزو ته کتنه

په ۲۰۱۹ز کال کې په پولیسو کې یو جامع او جوړښتي بیاکتنه وشوه. دغې بیا کتنې له موږ سره مرسته وکړه چې په ټول هېواد کې د خلکو په منځ کې د پولیسو د ماموریت ترسره کولو لپاره، جوړښتي بې نظمي، د کاغذپرانۍ او د ځواب نه وینې، له ځور سره مخ شوی جوړښت، قانوني او پروسیجري ابهام او د انساني سرچینو کموالی تشخیص کړو. د دغې بیاکتنې د موندنو په رڼا کې موږ د پېرودنې د ستونزو بنسټيزو شرچینو ته د رسېدنې، له ننګونو ډکو ګومارنو - د خیالي سرتېرو د مسلې په ګډون - او همدارنګه د کمبودو مهماتو د پېرلو لپاره سیسټماټیک نوملړ چمتو کړ.
 
د اصلاحي پالیسو تطبیق، د پېرودنې بهیر، ګومارنه او سرتېرو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. مطمیناً ډېر کار ته اړتیا ده چې وشي. موږ د چارو ټولیز وضعیت باندې قناعت لرو. دا وضعیت له غوره والِ سره واټن لري. خو د لومړي ځل لپاره سرتېرو ته خدمات وړاندې کېږي؛ په منظمه توګه معاش اخلي او په تېرو ۱۹ کلونو کې له هر وخت ډېر ورته درناوی کېږي او غږ یې اورېدل کېږي. ټپي سرتېري او د پولیسو د شهیدو ځواکونو کورنۍ له پامه نه غورځول کېږي. له دې ډاډګیرنه چې هغوی ته مسوولانه رسېدنه کېږي زموږ تر ټولو ارښت لرونکې اخلاقي او مسلکي دنده ده.

موږ له ګڼو ستونزو سره موږ مخامخ یوو - د جګړې په ګډون چې ټول ځواکونه یې سره ښکېل کړي او په ظالمانه توګه د انرژۍ او سرچینو ستره برخه یې جذب کړې ده - ملي پولیس له دې ټولو سره کاروړي کېږي، که څه هم په کراره به اوسني اصلاحات، سیسټم او زېربناوې رامنځته کړي هغه وخت چې تاوتریخوالی کم او پولیس د قانون د تنفیذ ماموریت ته ستون شي، د افغانستان د پولیسو د بنسټ په توګه به د استفادې وړ شي.

نو پر دې اساس، په کورنیو چارو وزارت کې زموږ د هڅو بنسټ د سټراټېژیک تفکر او مشرتابه وړتیا ته اړمن دی چې نه یوازې پر پولیسو پورې اړوند عادي مسایلو ته پاملرنه وشي بلکې پولیس په یوه ستر پروګرام کې شامل او له ځنډ پرته اصلاح کړو.  

د بېلګې په توګه د کورنیو چارو وزارت اوس له ټکنالوژۍ او مدیریتي سیسټم - د یوه جغرافیايي اطلاعاتي سیسټم (GIS) چې موږ ته د دې ځواک راکوي چې په ټول افغانستان کې د خپلو پوستو موقعیت تشخیص کړو، له هغوی ملاتړ وکړو او له هغوی سره اړیکه ولرو - مجهز دی. د ملي پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې په عملیاتو کې، زموږ عملیاتي وړتیا د پام وړ پرمختګ کړی دی او د پولیسو کلنۍ مرګ ژوبلې په سلنه کې کموالی راغلی دی.  

د دې سربېره، د پولیسو ادارې په جوړښتي اصلاحاتو کې، موږ د یوه تخصصي مرکز د رامنځته کېدو لپاره سرچینې ځانګړې کړې دي چې د پولیسو په منځ کې فساد وڅېړي د داخلي امنیت نوې جوړه شوې قطعې تراوسه د پولیسو د فساد څه باندې زر دوسیې څېړلي. موږ باور لرو چې روڼتیا، د پولیسو په اړه د خلکو او د تمویل کوونکو باور به زیات کړي.

موږ همدارنګه د مالي زېرمې او د توجیه وړ د مهماتو د لګښت کنټرول کې د پام وړ پرمختګ لرو. په تېر مالي کال کې، د کورنیو چارو وزارت ۲،۷ مېلیارده افغانۍ د پېرودنې په برخه کې، درې مېلیارده افغانۍ د معاشونو په ورکړې او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ په لګښت کې ذخیره کړي دي.
له نېکه مرغه د پېرل شویو توکو اندازه چې پولیسو ته وېشل شوې په تېرو کلونو کې ۶۵۰ ټنو ته زیاتوالی موندلی دی چې د خوراکي توکو، مهماتو، د پولیسو په کار پورې اړوند وسایل، جامې او د اړتیا وړ نور توکي کېږي.

په سټراټېژیکه کچه کې، د کورنیو چارو وزارت له هېوادولو او شریکانو سره سټراټېژیکه اړیکه لري. له جرمونو سره د مبارزې قطعو او د قانون د تنفیذ بنسټونو ترمنځ همغږي او همکاري او د خلکو متقابله همکاري یوه نوې او بډایه تجربه ده. د خلکو شکایتونو ته د پولیسو ځوابوینې کې پراخ پرمختګ شوی دی. موږ په ټول افغانستان کې له خلکو سره مخامخ ارتباطي عملیات - د ۱۱۹ شمېرې له لارې فعال دي او ۱۰۰ شماره چې یوازې کابل تر پوښښ لاندې لري - د اوونۍ په اوو ورځو کې په څلرویشت ساعته توګه فعالیت لري چې پولیس د خلکو شتونزو ته ځواب ورکوي.

له خلکو سره نورې ارتباطي لارې هم شتون لري؛ لکه واټس اپ چې د ټولنې استازي، علما، متخصصان، د سوداګرۍ مالکان او رسنۍ چې په چټ ګروپونو کې غړیتوب لري. په تېرو دوو کلونو کې په رسنیو کې زموږ حضور بې مخینی دی.

ټاکل شوې ده چې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو ماموریت بشپړ شي. کورنیو چارو وزارت دومداره اصلاحاتو، ځيرکې پانګونې او بینا مشرۍ ته اړتیا لري. بنسټ اېښودل شوی خو اړتیا ده چې ډېر کار ترسره شي چې کورنیو چارو وزارت په یوه اصلاح شوي بنسټ بدل شي.

بهار مهر د کورنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو اړیکو سلاکار او د افغانستان - پاکستان د امنیتي مسایلو شوونکی دی. هغه له انګلیسي دري ژبې ته ډېر کتابونه ژباړلي دي او د افغانستان ورځپاڼو ته لیکنه کوي.

بهار مهر لیکلي چې کورنیو چارو وزارت دومداره اصلاحاتو، ځيرکې پانګونې او د وړتیا وړ مشرۍ ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه