Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فرخندې وژنه: یو ملي ناورین

فرخنده ملک‎زاده تېره پنجشنبې ( د مارچ نولسمه) د کابل ښار په مرکز او د ولسمشرۍ د ارګ او د حوزې د پولیسو په څو کلیومترۍ کې په ناوړه توګه ووژل شوه.

څه نا څه زر تنو غوسه شویو نارینه‎وو ۲۷ کلنه فرخنده د قرآن د سوځولو په تور ووهله او وټکوله او د ربړولو لاندې ونیوله او بې ځانه بدن یې وسوځوه. پر فرخندې برید له پيل څخه تر پایه د ګرځنده ټېلیفونونو په واسطه ثبت شو او د پېښې څخه له یو ساعت څخه لږ وخت وروسته، په ټولو ټولنیزو شبکو کې کېښودل شو.

غبرګونونه

پر فرخندې د برید څخه څو ساعته وروسته، ټولنیزې شبکې د ناسمو غبرګونونو شاهده شوه. یو شمېر خلکو دغه برید په کلکه وغنده او خپله ناخوښي او خپګان یې څرګند کړ. هغوی نه‎شو کولای باور وکړي چې دا ځل برید کوونکي طالبان یا داعش نه، بلکې ډېری ځوان نارینه ښاریان ول. په ضمن کې، د لوړپوړو او نامتو دولتي کسانو په شمول ځینو، د برید څخه ملاتړ کړی او هغه‎یې د « هېواد او دین د سپېڅلتیاوو څخه» ملاتړ وباله.

وروسته له دې چې پوه شول چې فرخندې قرآن نه‎دی سوځولی او په خپله په دیني احکامو پورې تړلې وه، غبرګونونو بدلون وموند.
ډېریو چې لومړی د برید څخه ملاتړ کړی وو، د کلکو نیوکو او له جزییاتو څخه د خبرېدو وروسته‎یې، پر فرخندې برید «غیر انساني» عمل ونوموه.

دا ډول غبرګونونه ډېر خطرناک دي ځکه چې د قضیې د جزییاتو په اړه پرته له ځکه او ولې «صحرايي محکمه»، (مثلا دا چې فرخندې قرآن سوځولی وو یا نه او یا دا چې هغه له حجاب سره وه او یا نه) موضوع جوړوي.

مسؤلیت

آیا کوم څه چې له فرخندې سره وشوه د هغې مسؤلیت یوازې پر هغو کسانو دی چې هغه‎یې ووهله او وټکوله؟ که نه، نور کوم کسان ګرم دي او تر کوم حده؟ هغه ملا چې په فرخندې تور پورې کړ؟ هغو خلکو چې لاسونه وپړکول او انځور یې واخیست او په مسکا او هیجان یې ننداره وکړه؟ پولیس؟ د هغو نامتو کسانو ونډه چې له برید څخه‎یې ملاتړ وکړ – او د نورو فکرونه‎یې د اغېزې لاندې ونیول – څه دي؟

او ماشومان څنګه؟ هغو ماشومانو چې پر شونډو موسکا درلوده او د فرخندې سوځېدلي بدن ته‎یې لیدل؟ کوم کسان د هغو جنایتونو او تاوتریخوالو مسؤل دي چې هغوی کله لویان شي ترسره به‎یې کړي؟

پولیسو لاتر اوسه ۱۹ تنه اصلي جنایت کوونکي نیولي دي. خو لکه څرنګه چې ټول پوهېږو، د هغو کسانو شمېر چې ګرم دي له هغې څخه ډېر دی. اوس مهال د هېواد پولیس او حقوقي ارګانونه د سترې ننګونې سره مخ دي: د هغو ټولو کسانو نیول او محکمې ته کښل چې د فرخندې په وژنې کې یې لاس درلود.

جنسیت او د ښځو سره ضدیت

که د فرخندې پر ځای یو نر هم د قرآن په سوځولو تورنېدی، له جدي غبرګونونو سره مخ کېده. خو یو نر هېڅکله هم د فرخندې له برخلیک سره نه‎مخ کېده.

باید هېر نه‎شي چې جنسیت او د ښځو سره ضدیت د فرخندې سره د چلند د ډول کلیدي لاملونه ول. هغه ملا (!) ته چې په فرخندې یې تور ولګاوه د نارینه‎وو جدي او چټک پام او د فرخندې خبرو ته نه‎پاملرنه، په افغاني ټولنه کې د نارینه‎پالنې د ځواک ښکارندويي کوي. هغو نارینه‎وو چې پر فرخندې برید وکړ، له خندا او هیجان سره‎یې، خپلې پخوانۍ عقدې او خپلې ښخې شوې غوسې د هغې پر بدن په لاس وهلو سره ښکاره کړې.

په آسانۍ سره کولای شو ووایو چې پر فرخندې برید په اصل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نمونه ده، هغه تاوتریخوالی چې د پخوا په پرتله‎یې د ښځو وېرې او اندېښنې ډېرې کړې دي او د «موږ ټول فرخنده یو» او «موږ د ښځو لپاره امنیت غواړو» په څېر شعارونو لامل شو.

لاریونونه

مدني ټولنې د سې‎شنبې په ورځ (د مارچ څلورویشتمه) د کابل د سترې محکمې په وړاندې پراخ لاریونونه په لاره واچول. د سخت باران او د هوا د ناسم وضعیت سربېره، کابو ۲۰۰۰ تنه کسان د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې په موخه راټول شول او څرګنده‎یې کړه چې د تېرې پنجشنبې وحشت د کابلیانو د فکرونو استازیتوب نه‎کوي.

خو باید د څو هغو موضوع‎ګانو په اړه چې د یو شمېر ښځو اندېښنې یې راپارولې دي، ولیکو او انعکاس ورکړو.

لومړی، یو شمېر نارینه‎وو هڅه وکړه ښځې په شا کړي، ترڅو په خپله د رسنیو مخ ته ودرېږي. له هغوی یو تن له ډېرې خوښۍ او هیجان سره «عدالت، عدالت» غږ پورته کاوه – ګواکي خپل د خوښې وړ سندره‎یې بلله – او هڅه‎یې کوله ترڅو د رسنیو پام ځان ته راواړوي. بلخوا، که څه هم رسنیو شېبه وروسته هغه کسان چې شعار یې په لاس کې وو درول ترڅو د بېلابېلو اړخونو انځور واخلي. په دې ترڅ کې، ډېری هم په «سلفي» اخیستو او تویت کولو بوخت ول او په لاریونونو کې یې ذهني شتون نه‎درلود.

د لاریونونو موخه د فرخندې لپاره په ټوله‎ییزه توګه خواشیني څرګندول او عدالت غوښتنه وه؛ خو له‎ بده‎مرغه په دغه ډول موضوع کې، اصلي موضوع هېره شوه او لاریونونو د مخکې څخه طرحه شوې نمایشنامې ته ورته والی وموند. دغه ډول کړنو مدني ټولنه او د هغې اغېزمنې کړنې نوم بدې کړې او د خلکو د نه‎لېوالتیا او له وضعیت څخه د بنسټ پالو ډلو د ناوړه ګټې اخیستنې لامل کېږي.

د راتلونکي لپاره تګلارې

دولتي او غیر دولتي ارګانونه باید رواني روغتیا، په ښوونځیو او روزنیزو خپرونو کې اصلاحاتو، د هېواد په ټولو سیمو کې پراخو ټولنیزو خبرتیا رسونو، د بې‎کارۍ د له‎منځه وړلو هڅو، په قوانینو کې اصلاحاتو او په حقوقي ارګانونو کې فساد سره مقابلې ته جدي او سیستماتیکه پاملرنه وکړي.

سربېره پر دې، باید موږ، افغانستان، هغه ستم چې پر فرخندې روا شو یو «ملي ناورین» ونوموه؛ باید تل فرخنده په یاد ولرو ترڅو زموږ ښار، زموږ هېواد، نور هېڅکله هم د داسې پېښې شاهد نه‎وي.

د فرخندې وژنه: یو ملي ناورین

فرخنده ملک‎زاده تېره پنجشنبې ( د مارچ نولسمه) د کابل ښار په مرکز او د ولسمشرۍ د ارګ او د حوزې د پولی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه