Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملامنصور احتمالي مړینې د ډېریو کسانو هیلې را ژوندۍ کړې

یکشنبې ګیهځ وختي د افغانستان وګړو ورځ د طالبانو د ډلې د مشر ملااختر منصور د احتمالي مړینې له خبر سره پیل کړه،چې د امریکا د هوايي ځواکونو د برید په پایله کې وژل شوی.دغه خبر په ډېر لږ وخت کې د ټولینزو رسنیو له خوا خپور شو او ټولیز شو.

ډېر غبرګونه رامنځته شول او ډېرو کسانو له دغه کړنې څخه ستاینه وکړه، چې دا د دې ښودنه کوي چې دا شان کړنې کولای شي د هغه ملت روحیه پیاوړې کړي چې د جګړ له امله ستومانه شوی دی.

خلکو همدارنګه دغه کړنه د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د همکارایو لپاره ژمنتیا بولي ځکه چې دا پېښه ډیورنډ کرښې ته نږدې رامنځته شوې ده.

دغې پېښې یو لړ پوښتنې هم له ځان سره لرلې.دا پوښتې په دې توګه دي چې د ملامنصور د احتمالي مړینې پایله به څه وي؟په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې ولسمشر غني او اجرایئه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ له طالبانو څخه وغوښتل ترڅو یو نوی مشر وټاکي،خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د طالبانو د مشر د احتمالي مړینې په اړه غبرګونونه په دوه ډلو وېشل کېږي:

۱-یوه ډله وايي هغه څه چې افغان حکومت وايي او له طالبانو څخه یې غواړي شونې ده چې وشي.

۲-دویمه ډله وايي چې دا یو خیال دی چې ژر به په حقیقت بدل نه‎شي.

خو له هغې څو میاشتې وروسته کله چې وویل چې د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني،د دغې ډلې د مشرتابه په ګمارلو کې مهمه ونډه لرله.

هغه مهال پاکستاني رسنیو کې داسې رپوټونه خپرول چې ملامنصور د سراج الدین حقاني په منځګړيتوب کولای شي چې طالبان په پراخه توګه سره متحد کړي او د ملاعمر زوی ملایعقوب او ملاعبدالمنان د هغه د ورور لپاره د دغې ډلې په مشرتابه کې یو مناسب ځای ونیسي.

د دې سربېره هغه مهال داسې رپوټ ورکړل شو چې سراج الدین حقاني په خپله د طالبانو په مشرتابه کې ځان ته لوړ ځای خپل کړی او د منصور د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

تېر کال له هغې وروسته کله چې د طالبانو مشري یې ترلاسه کړه،ویل کېدل چې دغه پرېکړه د پاکستان د استخباراتي سازمان یا ای اس ای له خوا شوې ده ترڅو سراج الدین حقاني له طالبانو سره یوځای شي.رسنیو په هغه وخت کې ویلي وو چې دا کار د دې لپاره شوی دی ترڅو حقاني له طالبانو څخه خوندي وساتل شي.

خو ډېری شنوونکي په دې باور وو چې ای اس ای په ډېرې ساده‎ګۍ سره له حقاني ډلې څخه د خپل نیابتي ابزار په توګه کار اخیسته ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.

د حقاني د ګمارلو له مهاله، ځينې په دې باور وو چې په افغانستان کې په ترهګرۍ کې بدلون راغلی او سراج الدین حقاني د طالبانو د مشرتابه کې بر لاس لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یو له ویاندونانو څخه د دغې تیوري په اړه څرګنده کړه او وې ویل چې سراج‎الدین حقاني د طالبانو ورځني پوځي عملیات پر مخ بیایي.

خو د ملامنصور د احتمالي مړینې په اړه له رپوټ څخه وروسته،پر ډېریو ژبو به پوښتنې دا وي چې د هغه پر ځای به څوک د طالبانو مشري به ترلاسه کړي.د رپوټونو او شواهدو په څېړلو سره لیدل کېږي چې دا کس به سراج الدین حقاني وي.

دا به دهغه لپاره د پرمختګ لپاره یو ګام وي ځکه چې د رپوټونو پر بنسټ هغه د طالبانو په مشرتابه کې دویم کس دی.

خو هغه پوښتنه چې پاتې ده هغه دا ده چې آیا تاریخ به تکرار شي او د طالبانو په مشرتابه کې به یوځل بیا ناورین رامنځته شي او یا برعکس به کوم څخه رامنځته شي؟آیا طالبان به د خپلو له یو شمېر مشرانو لکه ملارسول سره به یوځای شي او یا د خپلو وضعیت او فعالیتونو ته لکه څرنګه چې دي دوام پیدا کړي؟

په حقیقت کې ډواړه احتماله شوني دي چې رامنځته شي.

په دواړو صورتونو کې،د طالبانو برخلیک په هواکې ځوړند پاتې کېږي.نه یوازې وخت کولای شي ووايي چې آیا دغه ډله به له منځه ولاړه شي او یا خپلو تاوتریخوالي ته به دوام ورکړي.

خو د یکشنبې ورځې له پېښې څخه وروسته،افغانان د دې احساس کوي چې بالاخره د هیلې دریچه شته.یوازې یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني خپله طریقه بدله کړه او وې ویل چې د ترهګرو په وړاندې له سختو لارو چارو څخه به کار واخلي.

هغه د افغانستان د دواړو مجلسونو له استازو سره په ګډوه ناسته کې،په کابل کې پر یوه امنیتي بنسټ چې ۶۴ مړي او څه باندې ۳۰۰ ټپيان یې په ځای پرېښودل د پوښتنې په ځواب کې شپږ تنه ترهګر یې په دار وځړول.دغه شپږ تنه په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په جرم کابو په تېرو اوه کلون کې بندیان وو.

دغه اقدام په تېرو ۱۵ کلونو کې په خپل ذات کې لومړنی اقدام وه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ښه غبرګون سره مخامخ شو.او اوس هم د یکشنبې ورځې پېښه چې په مستقیمه توګه د طالبانو مشر یې په نښه کړی په تېرو کلونو کې بې مخینې وه.

امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ وویل چې افغان حکومت د دغه پروګرام له پلان څخه خبر درلود او دغه برید یو همغږۍ شوی برید وه.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شي او نه دي ویل شوي چې ولسمشر غني له دغې مسئله څخه څومره خبر وه،خو هر څه دا حقیقت بیانوي چې افغانستان له دغه پلان شوي برید څخه خبر درلود خو پاکستان له دغې چارې څخه خبر نه وه.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویناوې په خپله د ډېرو خبرو څرګندونکې دي. هغه په میانمار کې د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه په خپله د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف سره اړیکه نیولې او هغه یې له دغې پېښې څخه خبر کړی دی.هغه په خپلو خبرو کې له تېره مهال څخه کارواخیست او دا په دې مانا دی چې پاکستان یوازې د دغې پېښې له رامنځته کېدو څخه خبر وه بس.

له دغې پېښې څخه وړاندې پاکستان ته د مالوماتو او خبرتیا نه ورکول د دې څرګندوي چې امریکا د افغانستان په وړاندې ژمن دی او همدارنګه د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې یې خپله ریښتنوالي وښوده او همدارنګه د امریکا دغه کړنه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دغه هېواد د پرېکړې او ارادې په وړندې د صداقت څرګندوي کوي.

که‎چېرې د پاکستان لومړی وزیر له دغې طرحې څخه خبر وئ،بیا هم په له ډېر ښه‎والي سره پټه ساتل شوې وه.

او همدارنګه دا کېدای شي چې د ښاغلي غني لپاره دلیل وي د هغو ژمنو د عملي کېدو لپاره هڅې وي.او دا کولای شي د افغانستان د خپلواکۍ دساتلو د ځمکنۍ بشپړتیا،آزادۍ د ساتلو لپاره د افغانستان د ولسمشر یو له ژمنو څخه وي.

ولسمشر غني طالبانو ته ډېر ښه فرصت ورکړ ترڅو خپله وسله‎ پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي خو دغه غوښتنه د طالبانو له خوا رد شوه.

په دې اړه د افغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو دریځ دا وو چې ملامنصور ته یو موکه ورکړل شوې وه او هغه د دغه وړاندیز په رد سره دغه بهیر یې له پڅوالي سره مخ کړ.خو دغه اقدام موږ بیا هم هغه ټکي ته رسوي او پوښتنه رامنځته کوي چې د مار سر پرې شوی که نه؟

که‎چېرې ځواب نه وي،نو دا په دې مانا دی چې بهرني ځواکونه دا د یوه موکي په توګه استفاده کوي ترڅو خپلو موخو او ګټو ته ورسېږي او هغه مشران چې لېواله نه دي چې د هغوی حکمونه ومني بدل کړي.

که‎چېرې سیاسي مسئلې څنډې ته کړو،افغانانو د یکشنبې په ورځ دهېواد په ګوت ګوټ کې د هیلې روزنه یې احساس کړه، او دا یې درک کړه چې تراوسه هم څه له لاسه نه دي تللي او ښايي چې له تیارو وروسته روښنايي څرګنده شي، هغه روښنايي چې کولای شي افغانستان چې د هغه خلک له جګړې څخه ستومانه دي،سولې،آرامښت ته ورسېږې.

ډېر غبرګونه رامنځته شول او ډېرو کسانو له دغه کړنې څخه ستاینه وکړه، چې دا د دې ښودنه کوي چې دا شان کړنې کولای شي د هغه ملت روحیه پیاوړې کړي چې د جګړ له امله ستومانه شوی دی

شریک یي کړئ