Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو نړیواله ورځ - د اروپايي ټولنې د سفیرانو ګډه اعلامیه

سږکال موږ بیا، د اروپايي ټولنې سفیران، کابل او ناورې کې مېشت د هغې غړي هېوادونه، د مارچ له اتمې نېټې (د ښځې نړیوالې ورځې) له موکې څخه استفاده کوو چې خپل ملاتړ د افغانستان د مېرمنو او نجونو څخه بیان کړو. خو سږ کال متفاوت دی. یوازې څو ورځې مخکې، د فبرورۍ په ۲۹مه، په ترتیب سره په کابل او دوحه کې، یوه ګډه بیانیه صادره شوه او یو هوکړه لیک لاسلیک شو. دواړه سندونه د سولې ټینګښت هیله بښوونکي دي. د دې سربېره موږ اورو چې ډېری افغان مېرمنې د هغه په هکله د هیلې او ډار متفاوتې انګېرنې لري. دغه متفاوت حساسیت زموږ د پیغام الهام بښوونکی شوی دی.

د دغې بیانیې په پیل کې، موږ هغو افغان مېرمنو چې هره ورځ یې کابل او یا هم په نورو ولایتونو ته د سفر پر مهال هغوی وینو ستاینه کوو، که هغه سیاستوالې دي، د ټولنیزو حقوقو فعالانې، متشبثینې، خبریالانې، دولتي مامورانې، روغتیايي ډاکټرانې، د کرنې کارو بار کوونکې یا د پراختیايي شورا ګانو غړې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړې او یا هم په ډېریو نورو برخو کې دندې ترسره کوي، موږ هغوی په تېرو ۱۸ کلونو کې د پرمختګ د ویاړلي نښان او د هغو کسانو په وړاندې روښانه دلیل وینو چې افغان مېرمنو ته له کوره بهر هېڅ چاپېریال ته قایل نه دي. د ډېرو ستونزو او ننګونو سربېره، دغه پیاوړې او زړورې، با استعداده او سرښندونکې مېرمنې، د خپل هېواد لپاره یوه پانګه شمېرل کېږي.

هغوی حتا کېدای شي چې د سبا پانګه وي، خو په هغه صورت کې چې د سولې بهیر کې پر فعاله ونډه اخیستونکو بدلې شي او د مذاکرې پر مېز خپل وړ ځای ګی تر لاسه کړي. په دغه حساس پړاو کې نړیوالې تجربې د افغانستان لپاره مهم درس وړاندې کوي: که چېرې ښځې له نږدې په دغه بهیر کې شاملې شي او غږونه یې د پرېکړو په نیولو کې اغېزمن وي، د سولې بهیر به تر ډېره د بریا شونتیا ولري. د تېر کال په جولای میاشت کې دوحه کې، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په مناسبت چې د المان او قطر په واسطه غونډه جوړه شوه، د ښځو پراخ ګډون د دې لامل شو، طالبان درک کړي چې افغانستان په ۲۰۱۹ز کال کې له هغه ویجاړ هېواد سره ډېر توبير لري چې هغوی په ۲۰۰۱ز کال کې د خپل ویجاړونکي پنځه کلن حاکمیت وروسته پرېښی و. په مشورو کې د ښځو پرېکنده ګډون او حضور دا پيغام به ولري چې دغه لاسته راوړنې نه ګرځېدونکې دي.

په واقعیت کې موږ د تېرو دوه لسیزو پر لاسته راوړنو تمرکز کوو، له شک پرته، د ښځو او نجونو ارتقا‌ء د ترلاسه شوي پرمختګ او همدارنګه د افغانستان د راتلونکي لپاره هیله بښوونکي لاسته راوړنې په توګه توصیف کوو. نو اړتیا ده چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې، نه یوازې ښځې د مذاکره کوونکو یو لوری وي بلکې له جګړې وروسته سناریو کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت، تر ټولو مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

یوه حقوقي موضوع، د جنسیتي برابرۍ ضمانت، همدارنګه د یوه ښه اقتصاد د مفهوم څرګندوی دی. په وروستیو کلونو کې ښځې داقتصاد له پلوه ډېرې فعالې شوې دي، څه د کارکوونکي او یا متشبث په توګه، چې دغه موضوع تر ډېره د ښځو د شخصي هیلو یا هم له بې وزلۍ د تېښتې په دلیل دی. د دغه هېواد د اولادونو د روزنې، د مشرانو او د جګړې د قربانیانو د پالنې سربېره، اوس مېرمنې له خپلو کورنیو هم ملاتړ کوي. هغوی د اقتصادي جوړښت نه جلا کېدونکې برخه ده. افغان مېرمنې کولای شي چې په دغو لاسته راوړنو وویاړي.

په راتلوونکو میاشتو کې د ګډې او نوې زمینې د رامنځته کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده چې وکړای شو، د افغانستان په راتلوونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د عزت، خودمختارۍ او درناوي شاهد وو. د ښځو پرمختګ د ټول افغانستان لپاره پرمختګ دی. دا یو غوراوی نه دی بلکې یوه اړتیا ده. افغانستان مساوی دی پر یوه فعال افغانستان.

موږ د افغانستان اسلامي جمهوري ارزښتونه او اصول چې ستاسو له هېواد سره زموږ د همکاریو د بنسټ ډبره ده. ۲۰۲ کال به له افغانستان سره د نویو ژمنو د کنفرانس کال وي چې په هغه کې به له افغان دولت سره مرسته کوونکي د څلورو راتلوونکو کلونو لپاره د خپلو مالي ژمنو او د اړوندو موخو لپاره بحث وکړي. له شک پرته په ډېریو برخو کې زموږ نوې مرستې له هغو درسونو څخه الهام اخیستوونکي دي چې افغان مېرمنو نه یوازې خپل هېواد ته بلکې نړۍ ته وړاندې کړي دي.

نو پر دې بنسټ، موږ د اروپایانو او افغانانو په توګه، د ښځې ورځ لمانځو او ژمن یوو چې د جنسیتي برابرۍ لپاره کار وکړو.  

د ډېرو ستونزو سره، دغه مقاومې، زړه ورې، با استعده او فداکاره ښځې نن د خپل هېواد لپاره یوه پانګه ګڼل کېږي

شریک یي کړئ