Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"زموږ کاري خونه کله هم داسې بې شوره نه وه"

     د روان ۱۳۹۹ یم لمریز کال د غويي/ثور د ۱۱ مې ورځې پر غرمه مې، په خپل ژوند کې یوه متقاوته پرېکړه وکړه... له دفتره زنګ راغی، چې راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره باید پرله پسې کار ته چمتو شم. زموږ د دفتر دا پرېکړه وروسته له هغې وه، چې له بده مرغه ځینې همکاران مو پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته
شوي وو.

دفتر وپتېیله چې یوه ډله د دوو اوونیو لپاره پرله پسې کار وکړي او په دفتر کې پاتې شي؛ د دې لپاره چې هم ځانونه او هم کورنۍ خوندي وساتو. پرله پسې کار راته نوې تجربه نه وه، خو شرایط بېل وو. هغه هم داسې شرایط چې د کورونا خطر تر بل هر وخت زموږ دفتر کې ډېر و. یوازې او یوازې، مسلک ته ژمنتیا او زما د کورنۍ ډاډ او ملاتړ وو، چې ما دفتر ته تګ لپاره په پوره زړورتیا زړه ښه کړ او کار ته راغلم.

دفتر ته رارسېدو سره مې اندېښنه شېبه په شېبه ډېرېده. هر ځای کې راته د کورونا خطر ښکارېده. خپلي کاري خونې ته ننوتو سره مې ولیدل چې زیات همکاران نه‌شته. ځینې یې رخصت وو. له بده مرغه ځینې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو او کورونو کې یې ځانونه بېل کړي وو. ما چې مې د کورونا نیولي هر همکار خالي څوکۍ ته کتل، نو له زړه مې کوکې وتلې. که څه هم له حاله یې خبر وم، چې روغتیا یې ښه ده. خو د ناروغۍ خطر ته په پام، هغوی ټولو ته مې سخته اندېښنه وه.

په طلوع‌نیوز کې زما د کار څلورم کال پیل شوی، په دې څلورو کالو کې ما خپل دفتر کله هم داسې خالي او بې شور او ځوږه نه و لیدلی. دا خاموشي هم د یوې داسې ناروغۍ له کبله چې نړۍواله وَبا ده او خطر یې خورا زیات دی. په یوه ډوله د مرګ او ژوند لوبه ده. د هرې شېبې په تېرېدو سره، زما د څنګ همکارانو خالي مېزونو او څوکیو سخت ځورولم. ځان سره مې ویل، ایا دا ناروغ همکاران مې بیا پر خپلو څوکیو لیدلی شم؟ ایا د دې کاري خونې هغه پخوانی شور او ځوږ به بیا واورم؟ آیا همکار مې یاسر ابرار چې زما څنګ کې کېناسته، بیا پر خپلې څوکۍ ووینم، چې خپلې خپرونې ته چمتووالی ونیسي؟ ایا له نعمت روان او فریدون عظیمي سره [چې پر کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي] بیا یوځای ډوډۍ وخورم؟ ایا د دفتر له مشر لطف الله نجفي‌زاده خونې ته به بیا ورشم، چې د خپرونو د وړاندې کولو د څرنګوالي لارښوونه راته وکړي؟ همداسې ګڼې نورې پوښتنې مې ذهن ته راتلې...خو نهیلی کېدم نه. ځان ته مې ویل، چې هو! دا هر څه به ډېر ژر تکرار شي.

زموږ د کاري ډلې مېړانه

کوم کسان چې پرله پسې کار لپاره دفتر کې پاتې وو؛ تر ټولو ګډ ټکی یې منځ کې دا و چې، ټولو قوي روحیه لرله. د کورونا خطر یې بابېزه نه باله، خو په لوی لاس یې دا ګواښ هېر کړی و. د ټولو پام خپلو کارونو ته وو. د زړورتیا او قوي روحیې حد تر دې و چې د کورونا وېرې زموږ پر کارونو هېڅ اغېز و نه کړ. ټولو خپل مسوولیت داسې سرته ورساوه، لکه تر کورونا مخکې مهال چې و. همداشان کله چې به زه او نور همکاران مې د خبرونو او خپرونو وخت کې د ټلوېزیون پر پرده څرګندېدو، هغه مهال خو مو بیخي د کورونا ګواښ هېراوه. د دې کار دوه موخې وې: یو دا چې خپلو کورنیو ته غیرمستقیم د ډاډ پیغام ورسوو چې موږ کومه ستونزه کې نه یوو او هر څه سم دي. بل دا چې: نه مو غوښتل خپلو لیدونکو ته ځانونه خپه او وېره کې وښیوو، ځکه چې غوښتل مو لیدونکي هم ځانونو سره عادي او خوشاله وساتو.

خواله رسنیو کې د خلکو پیغامونه

ډېرو دوستانو به پر خواله رسنیو پیغامونه رالېږل، زما او د نورو همکارانو پوښتنه به یې کوله. د ټولو دې کور ودان وې!

د ځینو دوستانو پوښتنې بیا جالبې وې. د ساري په توګه: ویل به یې ته خو به کورونا نه یې نیولی؟ ستا د ټېسټ نتیجه څه ده؟ وامې ورېدل چې ته هم کورونا نیولی یې؟ هغه فلانی همکار خو مو هم کورونا نیولی کنه!؟ د هغه بل همکار حال مو څنګه دی؟

داسې پوښتنې چې په یو ډول یې زموږ روحیه ټکنۍ کوله، خو موږ ټولو لکه غر؛ هر وضعیت وزغمه. فکر مو یوازې او یوازې کار ته و. له کاره وروسته وخت کې  به مو هم د خپلو تېرو کلونو د کار او ژوند کیسې کولې. لکه مخکې چې مې وویل کورونا مو په لوی لاس هېره کړې وه، خو روغتیايي سپارښتنې مو پوره عملي کولې.

د ارواښاد مجاهد کاکړ صاحب په یاد د ځانګړې خپرونې وړاندې کول

د غويي/ثور پر پنځلسم مازېګر ناوخته خبر راورسېد چې کاکړ صاحب وفات شوی. خورا دردوونکی خبر وو. همکاران ټول سخت خواشيني شول. راته وویل شول چې د تازه خبر په شکل یې لیدونکو ته ووایم. د ماښام اوو بجو خبرونو نه ۲۰ دقیقې مخکې سټوډیو ته لاړم او ومې ویل:''درنو لیدونکو اوس هم تازه خبر؛ له بده مرغه د طلوع‌نیوز پخوانی رییس مجاهد کاکړ د سرطان ناروغۍ له کبله وفات شو...''

ما کاکړ صاحب له نږدې نه و لیدلی، خو کارونو مې یې څارل او راته بېلګه و. همکارانو یې خاطرې ویلې. ټولو ویل یو ډېر لوی او مهربانه سړی له دې نړۍ وکوچېد.

د اوو بجو خبرونو نه وروسته، پرېکړه دا وه چې له ۹ بجو نه تر ۱۰ بجو د کاکړ صاحب په یاد یوه ځانګړې خپرونه جوړه او وړاندې کړو. دفتر کې د همکارانو شمېر خورا کم وو. د خپرونې کوربه توب ماته راکړ شو. وخت کم و. خو څومره چې ممکنه وه، چمتووالی مې ورته ونیو او خپرونه مې وړاندې کړه.

ناروغ همکاران

زموږ د ۱۵ ورځني ماموریت په لړ کې، ځینو همکارانو کې به چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې ښکاره شوې، نو ژر تر ژره به ورته د کورونا د ازمېښت اسانتیا برابرېده. کومو همکارانو به چې د ناروغۍ معلومولو ازموینه ورکړه نو دوه، درې ورځې به نتیجې ته په تمه وو. دا د انتظار موده پر دغو همکارانو ډېره سخته تېرېده. ما چې به هر یوه ته کتل، په ډېر ژور فکر کې به ډوب ول. بس نو د هر چا نتیجه چې به مثبته راغله، نو سملاسي به یې کار پرېښود او کور ته به لاړ، چې ځان ګوښی کړي. تر ټولو دردونکې شېبه همدا وه چې کار به یې نیمایي کې پرېښود او له موږ به بېل شو چې ګنې موږ ته ناروغي را و نه لېږدوي...

موږ به هم له دې نویو ناروغو همکارانو سره اړیکه کې وو او هم هغو همکارانو سره چې اوونۍ مخکې کورونا نیولي وو. د خدای په فضل د ټولو روغتیا ښه وه. موږ به هغوی او هغوی به موږ ته ډاډ راکاوه.

ځینو همکارانو مو له کوره کار کاوه. خبریالانو به له خپل کوره خپلې خبري سوژې تعقیبولې او رپوټونه به یې جوړول. د خپرونو جوړونکو همکارانو مو هم خپرونو ته له خپلو کورونو مېلمانه تنظیمول. په دې مانا چې زموږ ناروغ همکاران خپلو کورونو کې هم کرار ناست نه وو او څومره چې ممکنه وه، خپلو کارونو ته رسېدل.

بریالی ماموریت

دا ۱۵ ورځې، ما او دفتر کې پاتو نورو همکارانو لپاره مې ننګونکې وې. خو موږ ټولو یو بل ته په اوږې ورکولو سره، خطرونه او وېره یوې خواته کړه او په پوره قوت مو خپل ماموریت بشپړ کړ.

اوس نو هغې ورځې ته شېبې شمېرم چې دفتر کې د شاوخوا دوه میاشتو وړاندې مهال په شان ټول همکاران یوځای ووینم. هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه بیا جوړه شي او همکاران مې ټول د خپلو مېزونو شاته پر کارونو بوخت ووینم. خدای دې هغه ورځ ژر راولي. په همدې هیله!

فواد اکبرزی: د طلوع نیوز د سیاسي او خبري خپرونو چلوونکی.

په دغې مقاله کې د طلوع نیوز د سیاسي او خبري پروګرامونو چلوونکي د کورونا ویروس د ګواښ په سیوري کې د طلوع نیوز د خبر په خونه کې د خپل دوه اوونیز ماموریت د تجربې په هکله لیکلي دي.

شریک یي کړئ