Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امریکا سره د ستراتیژیکي تګلارې جوړولو کې د افغانانو ناکامي

قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې له هوکړې دوې میاشتې وروسته دغې هوکړې په ګټه د ټرمپ د حکومت کلک هوډ روښانه دی ـ کومه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ته  پرته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالیو کمښت او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پایلې ته په نه پام سره د وتو اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان مشران لا هم د سپین چک  او د واشنګټن سیاسي ملاتړ ته په تمه دي، خو دې ته په نه پام سره چې هېواد یې نور امریکا متحده ایالاتو ته ستراتیژيک لومړيتوب نلري. زه په دې باور یم چې افغانستان د امریکا لپاره منځني ختیځ، ختیځې او سویلي آسیا سره د پولې نه درلودلو له کبله ستراتیژيک ارزښت نه درلود څو د اړتیا وړ شریک وبلل شي.

د واشنګټن او کابل اړیکې د ظاهر شاه حکومت (۱۹۳۳ نومبر–۱۹۷۳جولای) او د امریکا بیلابیلو حکومتونو او سړې جګړې سیاست ته د ظاهرشاه لېوالتیا او ایران او خلیجي هېوادونو ته د وسلو لېږد ګتورو معاملو ته د امریکا لېوالتیا له کبله د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژيکې مانالرونکې اړېکې رامنځته نشوې.

په ۱۹۷۹ کال کې د کمونیستي کودتا وروسته امریکا متحده ایالاتو په ۸۰ زیږدیزه لسییزه کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ چې د دواړو حکومتونو د همکارۍ موکه یې صفر ته راښکته کړه. امریکا دکمونستانو پر وړاندې د خپل ماموریت پای کې افغانستان په خپل حال پرېښود او دا مسله د کورنیو جګړو لامل شوه. د سپټمبر میاشتې ۱۱مې نېټې له پېښې وروسته د تاریخ پاڼه داسې واړول شوه چې وروسته له نیمې پېړۍ د کلک مشارکت زمینه یې برابره کړه، افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د واشنګټن جغرافیايي ـ ستراتیژیک شریک شو او افغانانو هم د څو لس ییزو انزوا وروسته د دغې اړیکې په ارزښت پوه شول او ترې یې ملاتړ وکړ. دغه مشارکت لامل شو چې د افغانستان وسله وال پوځ د امریکا، ناټو او ملاتړو په ملګرتیا جوړ او په مېړانې د خپلو نړیوالو همکارنو ترڅنګ د ترهګرو پر وړاندې وجنګیږي. همداراز ښوونځي، کلینکونه او سرکونه جوړ شول او څو معتبر بنسټونه تاسیس شول، واشنګټن هم په دوامداره توګه افغانستان کې د بشري حقونو پیاوړې کېدو لپاره پانګونه وکړه.

خو د افغانستان د خلکو د هڅو خلاف سیاسي مشرانو څه د حامد کرزي او اشرف غني د ولسمشرۍ پرمهال د باور وړ اړیکې جوړلولو کې ناکام وو. ښاغلي غني او ښاغلي کرزي چې د واشنګټن ډېره همکاري یې له ځانه سره درلوده او پر همدې ځواک واک ته ورسېدل، واشنګټن یې ناهیلی کړ او د امریکا د همکاریو سم وخت کې د دغه هېواد پر ضد یې څېره خپله کړه او واشنګټن یې په وار وار د مسکو او تهران سره د خپلې پټې اړیکې په درلودو  تحریګ کړ.

د ښاغلي غني حکومت پرمهال هم د امریکا او کابل اړیکې دومره کمزورې شوې چې واشنګټن له طالبانو سره د خبرو پرمهال کابل څنګ ته کړ او له خبرو یې ویست. ښاغلي غني هم د ښاغلي کرزي په څېر ملي پالونکی احساس ښکاره کړ او د امریکا ضد څېره کې ظاهر شو او هماغه لومړیو کې د سولې برخه کې یې له همکارۍ ډډه وکړه.

په داسې حال کې د لویدیځ رټل تېرو پنځو کالو کې روان دي چې د ولسمشر غني نېږدې کسان هم له له لویدیځه راغلي او یا هم افغان الاصله امریکایان دي، داسې کسان چې د اوسېدو اصلي ځای يې، واشنګټن، لندن، امستردام او دوبۍ ده، خو مؤقتي دفترونه یې د افغانستان په یوې حکومتي ادارې کې دی.

د امریکا او افغانستان اړیکو پیاوړې کولو کې نه یوازې کابل کې سیاستوال بلکې واشنګټن کې هم د افغان حکومت ډپلوماټان ناکام وو او د ښاغلي غني دپلوماټانو هم د خپلو سیالانو خلاف چې فکري خونې جوړوي او د لابیګري ځواکمنې ډلې جوړوي، د کابل سیاسي او تفرقه اچوونکو تویټري چلوونکو باندې بدل شوي او ځینو هم د خپل ماموریت پای کې په واشنګټن کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې د امریکا لخوا هم اکثر بنسټونه، فکري خوني او کارپوهان چې جمهوري غوښتونکو او دموکراټانو ته یې د افغانستان په تړاو مشورې ورکولې دغه هېواد کې دموکراتیکو خپلو متحدینو او غیرسنتي سیالانو، افغانستان کې  سره ماناداره تعامل لري او ترې تښتي. زه د هغه چا په توګه چې کابل کې له امریکايي ډپلوماټانو سره مې کار کاوو، په دې باور یم چې د افغانستان د ستراتیژيکو موضوعاتو په تړاو زما امریکايي همکارانو په ندرت سره د هغو کسانو چې د ولسمشر غني له کړۍ او یا د افغان ـ امریکايي کارپوهانو چې موخه یې په هر قیمت چې وي د ولسمشر ساتنه ده، غوږ نیسي. له بلې خوا د نوي نسل پوه ځوانان هم په دې برخه کې ناکام وو او نه دي توانېدلي چې د یوه فداکار هېوادپال په توګه خپله دنده ترسره کړي. له بده مرغه چې دوی هم په ځینو مواردو کې د افغان فاسد مشرانو سره د مالي فساد په جرایمو کې شریک دي.

اوس چې د امریکايي ځواکونو د وتو په درشل کې یوو، هغه فرصتونه راپه یادوو چې د افغانستان مخکښو کسانو لکه پخواني جګړ مارانو، بې تجربې او بوډا تکنوکراتانو، کورنیو له لویدیځه د راغلو فرصت طلبو ځوانانو او پخوانیو کمونیستانو لخوا ضایع شوي دي او دا ټول له فرصته د استفادې په برخه کې د افغانانو تانواني او له واشنګټن سره د ستراتیژیکې اړېکې رامنځته کولو کې باتې راتلل ښیې.

له بده مرغه چې وخت بیا نه راګرځي او تمه ده ولسمشر ټرمپ چې له طالبانو سره پر هوکړې حساب کوي، ښایې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ویستل د کال تر پایه وروستي کړي. دا ګام به د دې لامل شي چې افغان مخور له سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخامخ شي او موږ به پرته له تردیده د هغو کسانو لخوا چې سیاسي موقف یې د امریکا مدیون دی، د دغه هېواد ضد احساساتو تازه څپې شاهد ووسو.

له بلې خوا د افغانستان عام وګړي د څلورو لس ییزې د هغې جګړې فربانیان دي چې هېڅ یې په ګټه نه ده او هره ورځ د خپلو بې ګناه ماشومانو د خښولو باندې بوخت دي، دوی له خپلو فاسدو مشرانو ستړي شوي دي ځکه چې دوی له دې مشرانو سره هېڅ ګډه وجه نلري ـ هغه مشران چې د ټولو یې کورنۍ له هېواده بهر ژوند کوي. تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو کم ګډون د کابل مخورو او خلکو ترمنځ د اړیکې پرېکېدو پیاوړی دلیل دی.

پایله کې د امریکا او افغانانو لخوا د دوو لس ییزو مالي او ځاني پانګونې وروسته، هېڅوک حق نلري چې کابل کې د فاسدو کسانو بودجه تامین کړي او  امریکایان هم حق نلري چې افغانستان کې د تازه او هیله بښونکې ولسواکي له طالبانو او یا د غني، عبدالله او کرزي په څېر مشرانو سره له نړیوالې ټولنې سره یې د یوه جامع او د باور وړ سیستم رامنځته کولو فرصتونه په اوبو لاهو کړي دي، معامله کړي. زه په دې باور یم چې وروسته له دوو لسییزو ستونزو ګاللو او پانګونې سره افغانان او امریکایان باید پر خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي.

دغه مقاله ارش یقین لیکلې، نوموړی کابل کې د امریکا سفارت پخوانی فرهنګي سلاکار او واشنګټن کې د نړیوال ملي امنیت انستیتیوت څېړونکی دی.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواشتوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو. دغه مقاله کې د طلوع نیوز لخوا نه تایید کیږي او د مقالې لیکوال د خپلو مالوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم وو، نو سموونه په کې اضافه کېدی شي.

د مقالې یوه برخه کې راغلي دي«افغان مشران لا هم د سپین چک  او د واشنګټن سیاسي ملاتړ ته په تمه دي، خو دې ته په نه پام سره چې هېواد یې نور امریکا متحده ایالاتو ته ستراتیژيک لومړيتوب نلري»

شریک یي کړئ