Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخ په وړاندې د افغانستان تګ

له درې کلونو وروسته په افغانستان کې د ناټو د ملکي ویاند په توګه د دندې د ترسره کولو وروسته اوس د دې وخت رارسیدلې چې خپله دنده پریږدم.
د ۲۰۰۲ کال د فبرورﺉ میاشتې راهیسې په کابل کې د ۱۱ کلونو لپاره کار کړی دی، خو زه ډاډه یم چې بیرته به هیواد ته ستنیږم.

د لومړي ځل لپاره زه د طالبانو رژیم له ړنګیدو درې میاشتې وروسته کابل ته راغلم. دغه ښار په بشپړه توګه بدلون درلود او ډیری سیمې یې ورانې وې. خو نن ورځ موږ وینو چې واټونه پاخه شوې په داسې حال کې چې موږ یې په اړه شکایت لرو، د واټونو پر غاړو لمریز څراغونه لګیدلي، نوې مغازې جوړې شوې او حتی د ښار نفوس ډیر شوی دی.
نن هر څوک له ځان سره دوه یا دری مبایل تیلیفونونه لري، تلویزیونونه ګوري او ډیری خلک ځان ته د یوه هوسا ژوندانه چاپیریال د برابرولو هڅې کوي، خو د دې بهیر یو بعد هم ښوونځي ته د ماشومانو او نجونو تګ دی. له ښوونې سره د افغانانانو لیوالتیا او ښوونکو ته درناوی د افغانستان راتلونکی تضمینولای شي.
افغان ځوانان د خپل هیواد د پرمختګ لپاره ډیرې هڅې کوي. زه په ۲۰۰۴ کال کې په آتن، چین او د لندن په سیالیو کې د افغان لوبغاړو برخه اخستنه په یاد لرم. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ډیری نړیوالو سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړې دي همدارنګه په دغه هیواد کې موسیقۍ او فلم هنر ډیر پرمختګ کړی او د افغانستان بیرغ د نړی په بېلا بېلو برخو کې رپیدلۍ دی.

د افغانستان تاریخي آثار د نړی په موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کیږي او د باغ بابر تر څنګ د کابل موزیم یې یوه ښه بیلګه ده.

که څه هم په هیواد کې د پراخو ځانمرګو بریدونو ترسره کیدل اوس هم یوه جدي اندیښنه ګڼل کیږي، خو زما په اند څو کاله پخوا دا کچه دومره لوړه نه وه. زه په ۲۰۰۲ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخې ته د یوې درندې بمې چاودنې او په ۲۰۰۴ کال کې د انصاري په څلور لارې کې د یوې بلې چاودنې خاطرې په یاد لرم.

هغه څه چې له پخوا سره توپیر لري هغه د افغان امنیتي ځواکونو جدي غبرګون دی. خو دوی نشي کولاې ټول بریدونه خنثی کړي، تاسو به هیڅکله د دغه کار په ترسره کولو قادر نشی، خو دوی به دا وړتیا ولري چې د ملکي وګړو له ډیرې مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

دا به ډیره ښه وي تر څو د هغه کسانو له قربانۍ څخه یادونه وکړو چې د افغانستان د ساتنې لپاره یې ځانونه له لاسه ورکړې دي.

د ناټو د یوه رسمي استازي په توګه باید یادونه وکړم چې ناټو څو ځله دا خبره کړې چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړې دي او د دوی تجربې ورځ تر بلې زیاتیږي. افغانان باید په وروستیو کلونو کې د خپلو ځواکونو د لاسته راوړنو درناوی وکړي. ناټو له افغانانو سره ژمنه ده، هیڅکله به افغانستان یواځې پرینږدي او همدارنګه ناټو به له افغانستان سره یوه اوږد مهاله دوستي ولري.

زه د یوه هغه کس په توګه چې ډیره موده دلته پاتې شوی یم او له کومو افغانانو سره چې پیژندګلوي لرم، زه باور لرم چې افغانان به د خپل تیاره تاریخ تجربې بیا تکرار نکړي. ښایي موږ ټول د یوه بدلون د راتلو لپاره منتظر واوسو، خو ځینې وختونه هغه شیان چې موږ یې غواړو ډیر وخت ته اړتیا لري. ډیری وخت هڅې له ننګونو سره مخ کیږي، خو له ۲۰۰۲ کال څخه د پیل شویو لاسته راوړنو او پرمختګونو د ساتنو لپاره یواځینې لار مخ پر وړاندې تګ دی.

بلاخره دا پر افغانانو پورې اړه لري تر څو له فرصتونو ګټه پورته کړي کومې چې په تیره یوه لسیزه کې رامنځته شوې دي او هیواد مخ پر وړاندې رهنمایي کړي. افغانستان به د دوستانو په مرسته یو روښانه راتلونکی ولري.

دومینک میدلي ۳ کاله په افغانستان کې د ناټو د ملکي ویاند په توګه کار کړی دی.

مخ په وړاندې د افغانستان تګ

له درې کلونو وروسته په افغانستان کې د ناټو د ملکي ویاند په توګه د دندې د ترسره کولو وروسته اوس د د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه