Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

موږ پر مرستو له متکي هېواده د سوداګریز کېدو په لور روان یوو

افغانستان د تاریخ په لړ کې د سواګریزې راکړې مرکز و. دا چې افغانستان د اسیا په زړه کې موقعیت لري، او د هغه، هغو ښارونو ته په پام کې نیولو سره چې د ورېښمو لارې مهمې برخې جوړوي، دا هېواد کولی شي چې د پراخو سوداګریزو فعالیتونو ښه نښلوونکی وي. او افغانستان ګام په ګام له هغه ملته چې پر مرستو متکي دی، پر یوه سوداګریز مرکز د بدلېدو په حال کې دی. د بېلابېلو پروژو ظهور لکه چهابهار، هوايي دهلیزونه، د لاجورد لار او نور افغانستان یوازې پر وچې د چاپېر هېواد په توګه نه بلکې د هېوادونو ترمنځ د ارتباطي پل په حیث معرفي کوي.

افغانستان به ثابته کړي چې کولای شي مرکز - یا مهمه څلور لارې وي چې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا او منځني ختیځ سره ونښلوي. دا پرمختګ د ډېرو ننګونو سربېره، زموږ له نړیوالو همکارانو سره مخ پر ودې اړیکو پایله ده. 

د «بریا په لور لار» نندارتون چې په افغانستان کې د امریکا پراختیا نړیوالې ادارې یا «یو اس اې ای ډي» له خوا تمویل شوې وه، زموږ مخ پر ودې سوداګرۍ کې د یوه وروستۍ نښه ده.

په ۲۰۱۸ز کال کې د ۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو په برخه کې او همدارنګه ۲۱۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د هوکړه لیکونو د لاسلیک شاهد وو.

د «بریا په لور لار» نندارتون کې چې سږ کال په نوي ډيلي کې جوړ شو او دا یوه بله بریا وه چې د افغان سوداګرو لپاره یې یوه ښه موکه وه چې په هند کې یې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره بازار مونده وکړي، او همدارنګه د افغان سوداګرو له خوا ښه پلور په پام کې ونیول شو چې د هغه له لارې د غالیو، د ګرابیو ډبر، تازه مېوو، وچو مېوو،  جامو، سکټورونو په ګډون ۲۱ اړوند سکټورونو خپل محصولات نړیوالیو پېرودونکو ته نندارې ته وړاندې کړل چې د ۱۴ ورځو په لړ کې له نندارتونه د پراخو لیدونکو شاهد وو.

په دې کې شک نشته چې دوامداره امنیتي ننګونې کله ناکله دغه پرمختګ له پڅوالي سره مخامخ کوي، خو بیا هم، افغان زړور ځواکونه چې د امنیت د تامین او د ژوند لپاره د یوه مناسب چاپېریال د زمینې برابرولو لپاره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي څو صنایع او کاروبار وده وکړي، ټينګ او پیاوړی شي.

له سیاسي اصلاحاتو سره په همغږۍ کې د سوداګرۍ پياوړتیا به په دې برخه کې ډېره کارنده وي. هند، پاکستان، ترکیه او د امریکا متحده ایالات د افغانستان د صادراتو لپاره مهم ادرسونه دي. هند همدارنګه یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی. د دغو دوه هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې ټینګې اړیکې د افغان سوداګرو د کارو بار، ګډو کارونو او پانګونې د جذب لپاره ښه زیری دی.

افغانستان هند د دوامداره مرستو، د ډیپلماټانو د ژمنې او روزنې، د افغان پولیسو او پوځيانو، په ټولو فصلونو کې د یوه ښه ملګري په توګه ګڼي. د هغه ترڅنګ، په هند کې د نندارتونونو او پروګرامونو له لارې له ټکنالوژۍ سره د افغانانو اشنا کېدل چې په اصل کې د هېواد د اقتصاد جوړونې لپاره په نږدې راتلونکي کې خپلې ګټې ولري. افغانستان د هند لپاره طبي ګرځندويۍ ته زمینه برابره کړې ده او همدارنګه، په زرګونه افغان زده کړیالان د هند په تحصیلي بنسټونو کې په لوست بوخت دي او له هغه ځایه فارغېږي. د دې سربېره، افغانستان د هند د یوه اعتماد وړ تړونوال په توګه کولای شي چې مرکزي اسیا ته د هند د لاسرسۍ لپاره یو جیوسټراټېژیک موقعیت برابر کړي. چې هند کولای شي په هغه کې پانګونه وکړي څو خپله سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوړې کړي، او په دې برخه کې تر ډېره سیمه کې نفوذ پیدا کړي.

دا کار د افغانستان قوت ډاګیزه کوي او له یوه مرسته اخیستوونکي هېواده، د یوه با ارزښته سوداګیز شریک په توګه به مرسته وکړي. که چېرې سیمه ییز هېوادونه په ګډه توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، نو لکه څرنګه چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي:«افغانستان کولای شي د اسیا په څلور لارې بدل شي، هغه ځای چې هلته توکي، فکرونه او خلک له هرې خوا به جاري شي.» 

لیکنه: د طاهر قادري، نوموړی په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوري سفارت چارسمبالی (سرپرست) دی.   

شریک یي کړئ