Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څلور وړیا مشورې

د دغې مقالې مخاطبین هغه څلور پیاوړي سیاستمداران دي چې د افغانستان د اوسني سیاسي صحنې په تشکیل او د راتلونکې سیاسي او ټولنیزې سناریو په څرنګوالي کې ځانګړی ځای لري، وړیا مشورې مفتې دي او مخاطبین یې پوره اختیار لري چې عمل پرې وکړي یا نه.

دغه څلور څیرې عبارت دي د بلخ له والي، عطا محمد نور، د ملي ایتلاف مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله، د وحدت اسلامي د ګوند مشر، حاجي محمد محقق او د ملي جنبش د ګوند بنسټ ایښودونکی، جنرال عبدالرشید دوستم.

استاد عطا محمد نور

له شک پرته تاسو د جهاد او مقاومت یو له وتلو څیرو څخه یاست چې د نړیوالو ملګرو په مرسته د طالبانو رژیم له ړنګیدو وروسته مو په ډیره کمه موده کې ثابته کړه چې د استاد برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود ارمانونه په اوبو نه دي لاهو شوې بلکه داسې کسان لا شته چې د دوی لارې تعقیب کړي، چې تاسو یې ښه مثال یاست. تاسو د تیرو کلونو په لړ کې سره له دې چې د بلخ یو فعاله والي وی، د هیواد د سیاسي مسلو په اړه له کابل سره ستاسو لیدلوري توپیر درلود، له کوم ډار پرته مو د سولې د بهیر او د ټاکنو د روڼتوب د څرنګوالي په اړه د حق پلوي کړې. که څه هم ناظرین وايي، چې تاسو د هم آندو ځواکونو پر یوالي ټینګار کړی او په تیرو کلونو کې مو له دواړو لورو سره نیکې اړیکې لرلې دي.

له دې ځانګړتیاوو سره سره حتمي ده چې ستاسو لیدلوری به د راتلونکو ټاکنو او نورو ورته موضوع ګانو په پرتله پراخ وي لکه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو یرغلګرې روحیې، نه جبران کیدونکي احتمالي اقتصادي ستونزې چې ټول افغانستان او په تیره بیا طالب نه خوښوونکي مفکورو لرونکي به ورسره مخ وي، چې تاسو یې له وتلو مشرانو څخه یاست.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د تیرې یوې لسیزې د بدلونونو په لړ کې تاسو هم د هیواد د وتلو سیاستوالو په ډله کې راځی، په تیرو ټاکنو کې تاسو له ماڼۍ څخه طرح شوې دسیسې شنډې کړې او د راتلونکي لپاره مو نوې هیلې وزیږولې. په دې پړاو کې ستر مسوولیت ستاسو پر اوږو دی، که تاسو د طالبانو ضد مفکوره ژوندی وساتله او په راتلونکو سترو نه شلیدونکو لوبو لپاره خپلې لیکې جوړی کړی، په دې صورت کې به تاسو اصلي ګټونکي واوسي، ولو که د ټاکنو پایلې هر ډول واوسي.

دا تبلیغات ټول بې اساسه دي چې ګنې ستاسو هڅې به هیواد د شمال او سویل په حوزو وویشي. تاسو دوه لارې لری، یا د ولسواکۍ په اصلي اساساتو عمل وکړی یا په دودیزو. تاسو په پارلماني سیستم باور لری، چې دا په ۲۰۰۹ کال کې ستاسو د ولسمشرۍ ټاکنو د تګلارې یوه برخه وه. په پارلماني نظام کې د لومړي وزیر مقام یو ډیر مهم پوست دی.

تاسو ښه پوهیږی چې د راتلونکو ټاکنو احتمالي پایلې له دوو له دوو لاملونو سره مخ کیدای شي، یا به واکمن ټیم د زور او درغلیو له لارې بریالی وپیژندل شي، یا به راتلونکې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، چې په داسې وخت کې به د ترکتبارانو ډله له تاسو سره مرسته ونه کړي.

جنرال عبدالرشید دوستم

تاسو هغه څوک یاست چې د اوزبکانو او ترکتبارانو هیر شوی ملیت مو د هیواد د فعالو او حق درلودونکو انسانانو په توګه مطرح کړل. ستاسو دا کار د لمر له شتون څخه د انکار کولو په معنی دی، ځکه دا طبعیي خبره ده چې لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. تاسو د مزاري ملګری یاست او ادعا کوی چې د هغه لارې ته به دوام ورکوی، چې هغه د ژوند په ټولو برخو کې د ورور ولی، برابرۍ او حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه کول دي. دا ریښتیا دي چې ستاسو مبارزه هم د همدې سترو موخو د ترلاسه کولو لپاره وه. ستاسو احساسات د درک وړ دي.

که څه هم ډیری په دې باور دي، چې دولت له دریو اساسي برخو جوړ شوی چې یوه یې مقننه قوه ده، چې په مشري یې یو اوزبک ورور ورور کوي، له شک پرته دا د ازبکو وروڼو لپاره یو ښه او عالي مقام دی، خو ستاسو دا غوښتنه چې د ولسمشرۍ یو نوماند باید اوزبک توکم واوسي، منطقي غوښتنه ده. خو دا خبره په یاد وساتۍ چې د ولسمشرۍ مخ په ړنګیدو نظام به څه وي چې معاونین یې واوسي. داسې ښکاري چې تاسو د ډاکټر عبدالله عبدالله په شان د ریالیزم په پرتله سمبولیزم ته لومړیتوب ورکوﺉ، خو دا کار ستاسو د قدرت د جوړښت له ستراتیژۍ سره سمون نه لري.

تاسو په اوسني نظام کې چې سر او لکۍ په فساد کې ډوبې دي او قبیلوي جوړښت لري هیڅ ځای نه لری، ځکه ستاسو غوښتنې د هغوی د راتلونکي له تګلارې سره هیڅ سمون نه لري، له همدې امله تاسو هم د نورو وروڼو په شان له ټاکنو وروسته احتمالي سناریو ته خپل پام ور واړوﺉ.

حاجي محمد محقق

تاسو د جهاد او مقاومت یوه ستنه یاست، د افغانستان د جهاد تاریخ په تیره بیا ستاسو بې نامه مقاومت ناتمام دی. په اوسنیو حالاتو کې تاسو د هیواد په کچه د خپلو خلکو په منځ کې ځانګړۍ ځای لری، خو دغه حیثیت او درناوی تاسو وړیا نه دی ترلاسه کړی.

ستاسو یو هیریدونکی کار د دوو وروڼو ملیتونو هزاره او اوزبکو تر منځ د ورورولۍ ساتل دي، ځکه دا دواړه د هیواد په تاریخ کې له محرومو

څلور وړیا مشورې

د دغې مقالې مخاطبین هغه څلور پیاوړي سیاستمداران دي چې د افغانستان د اوسني سیاسي صحنې په تشکیل او د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه