Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس او پر افغان سوله یې اغیز

کروناویروس خپریدا په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې پروسه چې د تېرې زیږدیزې میاشتې فبرورۍ په ۲۹نېټه یې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې هوکړه لاسلیک شوه له ګواښ سره مخ کړې ده.

افغانسان کې د کمزوري روغتیایي سیستم له کبله تر اوسه د یاد ویروس کچه نه ده مالومه. مارچ میاشتې په لسمه نیټه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل چې تر اوسه د کرونا ویروس اووه پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې پنځه پېښې په هرات او دوې نورې بادغیس کې دي.

دغه ټولې پېښې له ایرانه افغانستان ته راغلي. ایران هغه هېواد دی چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او په هغه هېواد کې اته زره پېښې ثبت شوې دي چې له چین، سویلي کوریا او ایټالیا وروسته څلورم هېواد دې چې له دې ویروسه ډېر متاثر شوی دی.

تر اوسه د یاد ویروس له کبله یاد هېواد کې ۲۹۱ تنه مړه شوي دي[ او په دې وروستیو کې د مړو شمېر ۴۲۹ تنو ته رسیدلی دی.]

هرات کې یو مدني فعال په خپله تويټر پاڼه لیکلي چې د مارچ په لسمه نیټه ۱۰۰۹۶ تنه پرته له کوم نظارت څخه افغانستان ته راغلي دي. او همداراز د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت وایي چې په تیرو دوو اوونیو کې ۵۰ زره افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

همدې ته ورته افغانستان له پاکستان سره ۱۵۱۰ مایله ګډه پوله لري او دا هېواد هم د کمزوري صیحي سیستم په درلودلو سره له ګواښ سره مخامخ دی پاکستان له ایران سره ۵۹۶ مایله ګډه پوله لري او له چین سره یې هم سوداګریزو دهلیزونو په درلودو سره د چینایی مسافرو راتګ ته لاره هواره شوې ده.

له هغې ځایه چې پاکستان او ایران کې په میلیونو افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال ژوند کوي او دا هېوادونه خپلو منځونو کې ګډ بازارونه او سوداګرۍ لري او همداراز کوچیان، قاچاقبران او نورې وسله والې ډلې د دغه هېوادونو په ګډو پولو کې فعالیت کوي، نو له دې څرګندیږي چې د کرونا ویروس به ډیر ژر افغانستان ته هم ورسېږي.

دا ساري ناروغۍ هغه هېواد چې د سولې په درشل کې دی، ستونزې رامنځته کوي او د سولې بهیر هم اغیزمنوي.

د کرونا ویروس د سولې پروسه کې کولای شي لاندې عناصر تر اغیز لاندې راولي؛ د زندانیانو تبادله کول.

زندانونه هم له دې ناروغۍ څخه په امن کې نه دي، په ایران کې د دې هېواد چارواکو ۷۰ زره بندیان آزاد کړي دي څو د دې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي. او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت فشارونه هم دوام لري څو زندانیان له بنده آزاد کړل شي.

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د جګړې ختمولو لپاره هم ډیر دلایل را ټوکیدلي دي، مثلآ ټول پوځونه باید خپلو سیمو کې اوربند وکړي او خپل شتون باید کم کړي او یا خپل تشکیلات لغوه کړي او خپلو کورونو ته ستانه شي، ځکه د خلکو ګڼه ګوڼه د دې ویروس د خپریدو سبب کیدلای شي.

د تاوتریخوالي د کمښت څخه بیرته د جګړې ډګرونو ته ستنېدل کولای شي دا جګړې بیرته زیاتې کړې چې هم به سولې پروسه او هم به روغتیایي چارې ګواښ سره مخ کړي.

او د دواړو لور مسلح کسان او د قربانیانو بې ځایه کېدل ښایي دا ناروغي پراخه کړي

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د فبروري میاشتې په ۲۹ نېټه د سلګونه ډیپلوماټانو، خبریالانو او ناظرینو په مخ کې لاسلیک شو چې اوس د هغې د بیرته ترسره کولو وړاندوینه ناشوني ده.

دا ستونزي به د سولې پروسې به وروستیو برخو لکه افغانانو تر منځ خپل منځي خبرو هم اغیز وکړي، د قطر هېواد چارواکو او طالبانو ویلي چې دا خبرې به هم په دوحه کې ترسره شي. خو آیا قطر به افغانستان څخه ورتلونکي هيئت ته چې ژورنالستان هم پکې وي اجازه ورکړي.

د طالبانو سیاسي دفتر په لاندې هېوادونو کې د خبرو کولو طرفداري کړې ده لکه ناروي قطر، اندونیزیا، جرمني او ازبکستان خو اصلي ځای یې ناروې په ګوته کړی دی خو دې هېواد کې چارواکي اجازه نه ورکوي ۵۰۰ تنه یو ځای کې راغونډ شي.

دا ډيره سخته معلومیږي چې اوسلو که کابل دوحې، چین، پاکستان او ایران څخه د خبرو کولو پلاوي ته اجازه ورکړي، او په جرمني، چین او اندونیزیا کې هم دا هڅې له ستونزو سره مخ کېږي.

دا ساري ناروغۍ موږ ته ښايي چې جګړه باید پای ته ورسېږي ځکه دا ویروس دیني، مذهبي او نورې پولې نه پيژنې، خو د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي تدابیر کولای شي دا جګړه روانه وساتي.

‎لیکوال، ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ار رابین

داکتر آر رابین یو سیاسي کارپوه دی او د افغانستان او سویلي آسیا په چارو کې فعالیت کوي نوموړي اته کتابونه لیکلي دي او اوسهال په نیویارک کې د نړیوالو مرستو مشر دی.

نوموړي ملګرو ملتونو، ناټو او افغان حکومت ته د امنیت، مرستو او سیاسي برخو کې ډیرې طرحې ورکړې دي.

شریک یي کړئ