هغه دوامداره فشار ته په کتو سره چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر کندز وو، د دغه ښار پرځېدنه له تمې څخه لیرې نهوه. خو ټولو تهیې ټکان ورکړ.
په داسې حال کې چې دولت او رسنۍ د کندز ښار په سیمه کې د دولتي ځواکونو له بریاوو څخه خبرې کوي، عیني واقعیت دا دی چې طالبان د بل هر وخت په پرتله په شمال ختیځ کې قوت لري. له یوې اوونۍ څخهیې په لږه موده کې د شمال ختیځ ټول ولایتونه په بېمخینې توګه نا امن کړي دي. دولت هومره په کندز ښار بوخت دی چې په دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو کې د یو یا څو نورو ولسوالیو پرځېدنه د خبرونو سرټکي نهجوړوي.
ناخوښي خلک
کندز، د دولت د ناکاره او فاسد مدیریت څرګند مثال دی. په داسې حال کې چې په ټول تېر پسرلي او اوړي کې شدیداً له ګواښ سره مخ وو دغه ولایت ته پاملرنه ونهشوه. سربېره پر دې چې لوړپوړو دولتي چارواکو کندز ته سفر وکړ او د دغه ولایت له خلکو سرهیې لیدنه درلوده، خو د سیمهییزې ادارې د اصلاح لپاره د خلکو تمه پوره نهشوه.
هغه وېډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې کندز ولایت ته د طالبانو د لومړنۍ ورځې له ننوتلو څخه خپرې شوې، د طالبانو په لاس د کندز ښار د پرځېدو په اړه د خلکو د بېتفاوتۍ ښکارندویه دي. دغه وېډیوګانې له حکومت څخه د خلکو د ملاتړ د ټیټې کچې ښکارندویه وې. پر کندز ښار د طالبانو د واکمنۍ په لومړي ماښام، د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکو د کندز د چوک پر سر د طالبانو د تکبیر له نعرو سره الله اکبر ویلې او د هغوی شعارونو تهیې مثبت ځواب ورکاوه. اوس کېدای شي وویل شي چې هغوی به د ځان له وېرې دغه کار کړی وي. کوم څه چې په څرګنده توګه تر سترګو کېده، د ولایت له دولتي چارواکو څخه د هغوی نهملاتړ وو. دغه هیجان په داسې حال کې وو چې د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ د ښار په نورو سیمو کې د طالبانو ډلې په وژنو او پر ښځو په جنسي تېري بوخت وې.
له تمې څخه اوږده
د کندز ښار د پرځېدو په لومړۍ شپه او ورځ، د امنیتي چارو ډېری څارونکي او شنونکي په دې باور ول چې طالبانو، د پام وړ کسانو له وژلو، لوټولو او د ښار ویجاړولو او د افغانستان دولت پر حیثیت د ضربې په وهلو سره له ښار څخه بهر د خپل نفوذ لاندې سیمو ته پناه وېسي. خو ظاهراً د طالبانو استراتېژي بل څه ده.
کوم شمېر چې دولت یې د وژل شویو طالبانو څخه خپروي، ډېرې زیاتې دي. سربېره پر دې طالبان د ښار خوشې کولو ته حاضر نهشول. ولې؟ طالبان د دغې جګړې د غځولو په لټه کې دي. هغوی د جګړې په غځولو له یو لوري د جګړې لګښت لوړوي او دولتي ځواکونه ستړي کوي. له بل لوري د هېواد د وسلهوالو ځواکونو په اړه د خلکو عمومي ناخوښي او بدلید ډېروي.
د کندز له پرځېدو راهیسې، په افغانستان کې رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی. د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکي په پرلهپسې توګه د هېواد له وسلهوالو ځواکونو څخه په ملاتړ کې لیکنه کوي او د سرتېرو او افسرانو انځورونه د هېواد د اتلانو او د عزت د ساتونکو په توګه لاس په لاس ګرځوي.
خو په کندز ښار کې د جګړې له غځېدو سره به وضعیت، بدلون ومومي. خلک له امنیتي ځواکونو څخه د امنیت د ټینګښت هیله لري. په داسې حال کې چې دغه ځواکونه ونهشي کولای ډېر ژر امن او نظم راوګرځوي، د خلکو نیوکو او ډېرو شکایتونو سره به مخ شي. د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو او یا نړیوالو ځواکونو «هوډ لرونکي مأموریت» د عملیاتو له امله لکه د «د بې پولو ډاکترانو پر روغتون» بمباري، د دغو ځواکونو محبوبیت ډېر ژر راټیټوي. تر دې اندازې چې کېدای شي نور خلکو ته دا اړینه نهوي چې څوک ښار په واک کې لري، بلکې یوازې د خپل ځان د ساتنې غوښتونکي وي. کوم څه چې په ۱۳۷۶ کال کې کابل ته د طالبانو د راننوتلو پر مهال پېښ شول.
په کندز کې د دولت پر کمزورۍ د ګوتې اېښودو تر څنګ، دغه پوښتنه باید مطرح شي چې طالبان د څه شي په لټه کې دي؟ دغې پوښتنې ته د ځواب لپاره، څو انګېرنې چې تر اوسه مطرح شوې دي څېړو.
سیمهییزې سیالۍ
یو شمېر شنونکو په پرلهپسې توګه ویلي دي چې په کندز ښار کې د ځايي قوتونو سیالۍ د نا امنۍ او جګړې لامل شوي دي. ویل کېږي چې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د نظر د اختلاف یو له لاملونو څخه همدغه سیمهییزه سیالۍ ده. په دغو سیالیو کې د سیمهییزو پولیسو ونډه د دغې شننې په چورلیز کې شتون لري.
ځینې په دې باور دي چې په دغې موده کې په کندز کې د کورنیو جګړو د پېر پخواني سیالانو له یو بل څخه غچ اخیستنه کړې ده. دغه غچونه د څو تنو قوماندانانو تر منځ د سیالیو له محدودې څخه پراخه شوې ده او د کندز بېلابېل قومونهیې د یو بل په وړاندې درولي دي.
له یو لوري د اسلامي جمعیت ګوند پخواني قوماندانان په خپله ګټه د سیمهییزو پولیسو څخه په ګټه اخیستنه تورنوي او مقابل لور ادعا کوي چې د حامد کرزي د حکومت په ترڅ کې، د هغه د دفتر رییس، کریم خرم، په اسلامي ګوند پورې تړلي کسان په وسلو سمبال کړل او اوسمهال هغوی دي چې د دولت په وړاندې جګړه کوي. د جمعیت له پخوانیو قوماندانانو څخه میرعلم خان دغه خبرې طلوعنیوز ته وکړې.
اوس د رسنیو د رپوټ او د هغو مالوماتو پر بنسټ چې دولت خپاره کړي دي، طالبان د وسلهوالو ځواکونو په ځانګړي توګه د سیمهییزو پولیسو وسلې او تجهیزات په خپل واک کې لري. د دې تر څنګ طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ شپه کابو ۸ میلیونه ډالره د ښار له بانکونو څخه چورتالان کړي دي. دغه امکانات له هغوی سره د جګړې په غځولو کې مرسته کوي.
دغه سیالۍ اوسمهال ټولې جګړې ته قومي بڼه ورکوي. ګواکي پښتانه او غیر پښتانه سره جګړه کوي. خو د دغې قضیې بل مخ دا دی چې د طالب جنګیالیو په منځ کې، غیر پښتانه او آن له منځنۍ آسیا څخه ځینې کسان شتون لري او د امنیتي ځواکونو سرتېري چې په کندز کې جګړه کوي د هېواد له ټولو قومونو څخه دي. وېډیوګانې خپرې شوې دي چې ښکاروي، پښتانه سرتېري طالبان وژني. له دې استدلال سره، د جګړې د قومي والي منطق تر پوښتنې لاندې ځي، خو د سیمهییزو سیالیو لامل به پر خپل ځای پاتې شي.
منځنۍ آسیا
په ټولنیزو شبکو کې د یوه طالب جنګیالي وېډیو خپره شوې ده چې د دغې ډلې د پراخو موخو په اړه خبرې کوي. هغه په څرګنده توګه وايي چې خپل بیرغ به نهیوازې په کندز، بلکې په بخارا، چچن او قفقاز کې لوړ کړي.
د کندز امنیتي چارواکو هم د دې پخلی کړی دی چې د طالبانو په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې د پاکستان، چچن، د منځنۍ آسیا هېوادونو او عربي هېوادونو وګړي شتون لري.
د رسنیو او د کړکېچ د نړیوالې ډلې په څېر د نړیوال بنسټونو رپوټونه ښيي چې داعش یا د اسلامي دولت تر نامه لاندې ډلې په منځنۍ آسیا کې د ځان لپاره د پښې ځای جوړ کړی دی. دغه رپوټونه ښيي چې د منځنۍ آسیا کابو ۵ زره وګړي د داعش ډلې د جنګیالیو تر څنګ په عراق او سوریه کې جګړه کوي او سیمې ته د هغوی د راستنېدو احتمال شتون لري. بلخوا، د فرغانې دره چې د قرغېزستان، تاجېکستان او ازبېکستان هېوادونه پکې شاملېږي؛ د داعش د سرتېرو نیولو لپاره په یوه ځای بدله شوې ده. د ازبېکستان اسلامي خوځښت چې په تېرو کلونو کې نهدی توانېدلی په منځنۍ آسیا کې د ځان لپاره پیاوړی ځای جوړ کړي، تېر کالیې له داعش ډلې سره بیعت وکړ او اوسمهال د فرغانې په دره کې د دغې ډلې لپاره سرتېري نیسي.
د منځنۍ آسیا هېوادونه هر یو په جلا توګه د افراط پالنې او داعش ډلې له خطر سره د مقابلې لپاره د نړیوالې مرستې غوښتونکي شوي دي. تاجېکستان چې له روسیې سره تر ټولو نږدې اړیکې لري له دغه هېواد څخهیې د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړي دي. ازبېکستان هم د امریکا متحده ایالاتو له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سلګونه زرې موټرونه ترلاسه کړل. د قرغېزستان لومړي وزیر هم له داعش سره د مبارزې لپاره له اروپا ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
خو د دغې سیمې له لوېدیځ سره د منځنۍ آسیا تر ټولو زیان منونکې پوله له افغانستان سره د تاجېکستان پوله ده. د دواړو هېوادونو تر منځ له یو زر او ۳۴۴ کلیومتره ګډې پولې څخه، د هغې ۱۳۵ کیلومتره سیند او ۱۸۹ کیلومتره نور وچه سیمه جوړوي. له بدخشان او د آموسیند سرچینو سره اړوندو سیمو کې، د اوبو لږ حجم له پولې څخه تېرېدل آسانوي. بلخوا د دغې سیمې ژورې درې چې پاکستان له افغانستان او منځنۍ آسیا سره نښلوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځیې د جنګیالیو د تګ راتګ لپاره مناسب پوښښ برابر کړی دی.
د طالب او منځنۍ آسیا جنګیالي په چټکۍ سره له پاکستان څخه د بدخشان د غرونو له لارې ځان د افغانستان شمال ختیځ ته رسويٍ او د تاجېکستان د پولو لپاره ګواښ رامنځته کوي.
په دغې سیمه کې د طالبانو او له هغوی سره د همکارو نړیوالو ترهګرو ډلو واکمنېدل به منځنۍ آسیا ته د دغې ډلې لېږد ستونزمن نهکړي.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اوکراین او سوریې پر موضوع د امریکا او روسیې سیالۍ، کېدای شي د روسیې لوېدیځې پولې نا امنې کړي. د بشاراسد پر مخالفینو د روسیې وروستي بریدونه به، د اسلامي سخت دریځۍ نوې څپې د روسیې په وړاندې په لاره واچوي او کېدای شي یو ځل بیا د روسیې په وړاندې اسلامي سخت دریځي د قفقاز او منځنۍ آسیا په سیمه کې راپورته شي. دغه شننه په هماغه چوکاټ کې د خبرو اترو وړ ده.
د هغې له کرښې څخه مخنیوی
ولسمشر غني د کندز له یو شمېر اوسېدونکو سره په لیدنه کې بله شننه مطرح کړه.
هغه وویل چې د کندز د جګړې د په لاره اچول کېدو اصلي لامل د ترکمنستان؛ افغانستان، تاجېکستان د اوسپنې پټلۍ له پروژې څخه مخنیوی دی. همداراز هغه څرګنده کړه چې هغوی غوښتل د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او په دغې غونډه کې د ډاکټر عبدالله له وینا سره، افغانستان بېټیکاوه وښيي. ترڅو نړیواله ټولنه له دغه هېواد څخه زړه سوړه شي.
که څه هم ډاکتر غني په څرګنده توګه ونهویل چې چا یا کوم، په دغې توطئې لاس پورې کړی دی، خو افغانستان دولت معمولاً په دغه ډول مواردو کې پاکستان تورن بللی دی.
کوم څه چې د دغې شننې په چوکاټ کې څرګندېدی نهشي؛ په کندز کې د امنیتي ځواکونو پوځي او استخباراتي ماته ده. یعنې په داسې حال کې چې د افغانستان دولت د اوسپنې پټلۍ دغې لارې ته ډېر ارزښت ورکوي، په لازمي توګهیې باید د سیمې امنیتي تابیاوې ډېرې کړې وی. خو د کندز د جګړې له غځېدو سره، له تېر وخت څخه ډېر څه څرګندېږي چې ډېر طالبانیې چې د کندز په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي ول او د کندز د اشغالولو لپارهیې اوږده خپرونه څارلې وه. د افغانستان استخباراتي بنسټونه، څنګه وتوانېدل د طالبانو دغه خوځښتونه کشف کړي؟ کهیې کشف کړل، ولې تابیاوې ونهنیول شوې؟
ډاکتر غني په دغې موده کې په پرلهپسې توګه ویلي دي چې کندز د هغه په کاري لومړیتوب کې دی. انګېرنه داسې ده چې له همدې کبله لومړنی والي یې چې وګوماره، د دغه ولایت لپاره وو. خو له یو کال څخه په تېرې لږې موده کې دغه ولایت په پرلهپسې توګه ناآرامه وو خلک د ځايي حکومت له ادارې څخه ناخوښي ول. دغه ناسم وضعیت په کندز پورې تړلی نهوو او نن ورځ ټول شمال ختیځ ګواښي. البته دغه ګواښونه به د رسېدنې د نشتوالي پر مهال، ډېر ژر ټول شمال ته پراخوالی ومومي او منځنۍ آسیا به هم اغېزمنه کړي. د منځنۍ آسیا او پر دغې سیمې د واکمن ځواک، روسیې غبرګون لاتر اوسه څرګند نهدی، خو کوم څه چې د درک وړ دي د کندز لپاره د ډاکتر غني له ناسمې خپرونې څخه کیسه کوي. آیا تر اوسه هم په دغې خپرونه کې د بیا کتنې فرصت لري؟
سمېع مهدي
په دې اړه مو اندونه